لس کلنه امريکايي ډيموکراسي او د افغانستان سياسي بې وسي

د لراوبر اداره | اگست 31st, 2011


په افغانستان دامريکايي غوبل د لسمې کليزې په درشل کې په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنې داپتېيلې ده، چې د افغانستان د نننيو ستونزو په اړه د يو ورځني علمي سيمينار چارېسمبال کړي. د افغانستان د سياسي، ټولنيزو او امنيتې کړکېچونو په اړه د افغانيپوهانو تر منځ د مباحثې او د نظرونو د شريکولو امکانات رامنځ ته کړي، چېدافغانستان وګړي هم د هغوی له نظرياتو خبر شي او په سيمينار کې د افغانستان دستونزو په اړه د پوهنيز چلند شاليد وڅېړل شي.


افغاني کلتوريټولنه له ټولو دوستانو هيله کوي، چې د دغه سيمينار د موضوع په اړه خپل نظر زموږسره شريک کړي او هغه دوستان چې غواړي خپلې ليکنې راواستوي او يا خپله وينا واوروي،نو په درنښت ورته وړانديز کېږي، چې خپلې ليکنې د ټولنې په برېښناپته (acvn.nl@hotmail.com)راواستوي.


 


په افغانستان د امريکايي غوبل د لسمې کليزې په درشل کې دافغاني کلتوري ټولنې د سيمينار پروګرام


د سيمينار د موضوعشاليد:


–         په افغانستان کې بهرني ځوکونه


–         په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونواډې


–         د افغانستان د خپلواکي ګواښونه اود امنيت ضمانتونه


د سيمينار برخې


۱ – د سيمينار ليکنېاو ويناوې


۲ – د سيمينار دموضوع په اړه بحثونه


۳ – مشاعره


۴ – د غونډې پرېکړه


 


د سيمينار په اړه دليکنو  او ويناوو تخميني سکالو:


–         د سيمينار پرانيستونکې وينا


–         بهرني ځوکونه او د افغانستان ټولنيزې، سياسي او اداري ستونزې


–         د افغانستان جيوپوليتيک موقعيت د سيمييزو او نړيوالو اقتصادي او سياسيستونزو په رڼا کې


–         په افغانستان کې د بهرنيو نظامي ځواکونو برخليک او د افغانستان راتلونکې


–         په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې او د افغاني ټولنې غبرګون


–         په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې او د سيمييز دولتونو حساسيتونه


–         په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د اډو حقوقي اړخونه


–         په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د اډو تاريخي شاليد


–         په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې او په سيمه کې کلتوري يرغلونه


–         په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډې د افغانستان د خپلواکي ګواښ او کهد افغانستان د امنيت تضمين


–         د افغانستان وروسته پاتې ټولنه او نړيواله نوې تکنالوژي


–         د افغانستان د سمې ادارې لپاره د نوي ګوند جوړول او که د موجوده ګوندونوملاتړ


–         په افغانستان کې نننی مقاومت او د افغانستان په راتلونکي کې د خپلمنځيوشخړو مخنيوی


–         د افغانستان د اداري پرمختګ په اړه د ټوليزو رسنيو (ورځپاڼې، مجلې،راديوګانې او تلويزيونونه) مسؤليت


د سيمينار وخت، پتهاو ځای:


د نيدرلند هېواد، دنيوخين ښار او د (H`tVEERHUIS  )هال


د ۲۰۱۱ م کال د اکتوبر۸ نېټه (8/10/11) د مازدیګر له ۶ بجو تر ۱۲ بجو (18:00-24:00)  پورې!


Zaterdag8 oktober 2011  van 18:00 tot 24:00


H`t VEERHUIS, Nijemonde 4,


3434AZ Nieuwegein Zuid, Nederland   


Telefoon:030 6064448


د یادولو ده چې دسیمینار په اړه په کابل کې د مدني ټولنو د همغږۍ د جرګې سره هم خبرې شوې او د هغویسلا او مشوره هم د غونډې په جوړول کې اخیستل شوې ده. د هغوی د هوکړې سره سم د دغهجرګې پیغام به هم سیمینار ته راورسېږي.


د سيمينار په اړهکېدای شي، چې ګڼشمېر پوهان راوغوښتل شي  او بلنه ورکړل شي چې خپلې ليکنې راواستوي. د ويناوو ليست به د رالېږلشويو ليکنوپر بنسټ جوړ شي او افغاني پوهان کولی شي د دغه سيمينار په اړوند د خپلې ليکنېموضوع وټاکي او په برېښنايي بڼه يې (acvn.nl@hotmail.com) ته راولېږي.


د افغاني پوهانوترڅنګ کېدای شي، ځينو بهرنيو ژورناليستانو، سياستوالو او پوهانو ته هم د دغهسيمينار په اړه وړانديز وشي، چې په سيمينار کې ګډون وکړي او خپلې ويناوې واوروي. دسيمينار د لا ښه سمبالښت لپاره به په بهرنيو ملکونو او افغانستان کې له افغانيپوهانو سره اړيکې ټينګې شي او د موضوع په اړه به ورسره مشوره وشي. د غونډې دوياندې (وياند)، سکرټرې او ښځينه پوهانو په اړه به له يو شمېر افغان مېرمنو سرهخبرې وشي، بيا به يې نومونه توضېح شي.


درنو هېوادوالو، نوستاسو نه هيله کېږي، چې هغه شمېر افغان پوهان، چې زموږ سره يې پته نشته او تاسو يېد دې وړ ګڼی، چې په دغه سيمينار کې خپله ليکلې وينا واوروي او يا دموضوع په اړهعلمي څېړنه تر سره کړي، نو موږ ته يې پته په لاندې برېښناليک راواستوی!


Email:                                  acvn.nl@hotmail.com


Webpagina:                            www.acvn.nl


په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024