کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ایا دبن دویم کنفرانس به په هیواد کی امن ډاډمن کړاې شي؟

ایا دبن دویم کنفرانس به په هیواد کی امن ډاډمن کړاې شي؟


په دی ورځو کی د افغانستان په اړه د بن ددویم کنفرانس د جوړښت په خاطر خبری ګرمی دی . همدا راز په دی اړه هم چی په دی کنفرانس کی به څوک ګډون کوي او څه پریکړی به په کی کیږی ، پوره وړاند وینی روانی دی. دبن ددی دویم کنفرانس له پاره چی دروان عیسوی کال ددیسمبردمیاشتی په لمړۍ ورځ به جوړ شي همدا اوس په بیړه کار روان دی ، امریکایان د بین المللی ټولنی تر نامه لاندی هوډ لری چی دغونډی دتیاریو په خاطر د روان کال دنومبر په میاشت کی د ترکیی د استانبول په ښار کی یوه غونډه جوړه کړی ، تر څو د بن دغونډ ی له پاره د ګډون کونکو هیوادونو اوهیئتونو تر منځه ټولو پروګرامونو ته اخري شکل ورکړی.



ویل کیږی چی په دی غونډه کی به د ۹۰هیوادونو مشران او یا دبهرنیو چارو وزیران او تر څنګ به یی د زرو په شاوخوا کی د غیرحکومتی ټولنو، چی د خیریه مؤسسو تر نامه لاندی په افغانستان کی د خپلو بسپنه ورکونکو هیوادونو له پاره د زړه د اخلاصه دهر کاراوهر راپور ورکولو څخه ډه ډه نه کوی، نمانیدګان هم ګډون کوی .


هغه څه چی تر اوسه ددی غونډی د اجنډا په اړه ویل شوی هغه دادی چی په دی کانفرانس کی به د راتلونکو لسو کالو له پاره د افغانستان سره دبین المللی مرستو هوډ کیږی اود هغو لاسته راوړنود ډاډمن کیدو په اړه به چي دافغانستان د نیواک ګرو ځواکونو له اړخه په دی اوږده موده کی تر سره شوی ضروری تصمیمونه نیول کیږی .


که څه هم پخوا دا ویل کیده چی په دی کنفرانس کی به دافغانستان څخه د ۲۰۱۴کال ،دامریکایی او ناټو دغړو هیوادونو د فوځونو دانخلا وروسته ، په دغه هیواد کی د سولی او امن د ثبات او د یوه ولسواکه مستحکم حکومت د جوړښت له پاره د هیواد داشغال په خلاف د راپورته شوی مقاومت او په هیواد کی د نیواکګروځواکونو دمسؤلینو تر منځ در وغی جوړی له پاره څه عملی ګامونه واخستل شی ، او دهمدی بین المللی ټولنی په واسطه به دجهاد اومقاومت ډلی لکه طالبان ، حزب اسلامی افغانستان او دمولوی جلال الدین حقانی ډله دخبرو اترو له پاره را وبلل شی ، خو دحالاتو څخه داسی ډاګیزه کیږی چی ددی کنفرانس موخی څه نوری دی ، په دی کنفرانس کی نه د سولی خبره مطرح کیږی او نه د مخالفینو سره دخبرو اترو اوپه هیواد کی د سولی اوثبات له پاره کوم قدم اخستل کیږی .


ويل کېږي چی د دغه کنفرانس مشري به د افغان حکومت په لاس کې وي او افغان حکومت هم اعلان کړي، که هره ډله په دغه کنفرانس کې ګډون کوي، بايد د افغان حکومت تر چتر لاندې و اوسي او که داسې ونه شي نو افغان حکومت به پدغه کنفرانس کې ګډون ونه کړي؛ خو څوورځی دمخه په افغانستان کې دامريکا سفير راين کراکر اعلان وکړ، چې د بن په دويم نړۍ وال کنفرانس کې به طالبان ګډون نه کوي .اما هغه ډیر ژر د خپله دغه آند څخه وګرزید او دبن په کنفرانس کی یی دطالبانو ګډون دافغانستان د دولت د پالیسیو پوری اړوند وګاڼه .


دبن په لمړۍ غونډه کی چی د ۲۰۰۱ کال ددیسمبر په میاشتی کی په بیړنۍ توګه دامریکایانو له اړخه جوړه شوی وه ، د مقاومت او جهاد لیکوته بلنه نه وه ورکړل شوی ، بلکه په کی همغه ډلو ګډون درلود چی په جنایتونو ، فساد او ډله ایزو وژنو کی ککړ وو . په هغه غونډه کی د هیواد او ولس نمایندګۍ داسی وګړو ته ورکړل شوی وه چی اصلا یی دنمایندګۍ حق نه درلود. په غونډه کی هیواد په ډیره ارزنه توګه دملګرو ملتونو تر چتر لاندی په امریکایانو باندی وپلورل شو او زمونږ دهیوادوالو برخلیک دامریکایی عسکرو او ددغه استعماري هیواد د میکاولی مزاجه سیاسیونولاسته ورغی . هیواد د ترهګرۍ تر نامه لاندی د یو شمیر مافیایی کړیو له خوا پردیو ته و سپارل شو او دشمال ټلوالی غړو واک ته د رسیدو په خاطر د پردیو د پیاده عسکرو په رول هم ویاړ کاوه .. هیوادوال د امریکایی زبرځواک د ناروا بمباریو لاندی راغلل چی دا عام وژونکی عمل تر اوسه پوری هم جریان لری . دادی دهمدی غونډی دپریکړو وروسته زمونږ د ولس په لسګونو بلکه په سلګونو زره بی وزله او معصوم وګړی په شهادت ورسیدل، زخمیان شول ، بی کوره شول ، دخپل کور او اور څخه بی برخی شول او خپل هیواد ورته یو ستر زندان وګرزید ترڅنګ یی دپښتنوټوله سیمه نن د امریکایی بی پیلوټه ډرون جنګی الوتکو تر بریدونو لاندی راغله .داسی ورځ نه شته چی دهمدی الوتکو په بریدونو کی په لسګونو معصوم انسانان د تروریستانو تر نامه لاندی په شهادت نه رسیږی .


په هغه غونډه کی چی دهیواد له پاره کوم نظام جوړ کړل شو هغه نظام لاسپوڅی او پردی و. اوبیا دهمغی غونډ ی دپایلو وروسته چی کومی ټاکنی وشوی ، هغه پایلی دپردیو په لاسو کی وی ، ددی ټاکنو څآرنه او زبیښی د یوناما ، دامریکا دسفارت او د انګلیس د سفارت دغړو په واسطه کیده . او هر هغه څوک چی دهغوی د طبیعت مطابق وو همغه یی دولس د نمایندګانو په څیر رامخته کول . ددی ټاکنو یو ژوندی مثال د اوسنۍ ولسي جرګی دی ، تاسی ووینئ چی دهمدی رژیم د څآرنوالۍ له خوا څیړنه ډاګیزه کوی چی د ولسی جرګی تر نیمایی زیات غړي !! د بوګس ټاکنو او دټآکنو کمیسیون ته درشوت په ورکولو بریالی شوی . او بیا همدا ټاکنی د یوناما ، انګلیس او امریکاد سفارتونو له اړخه په کلکه تائید شوی ، خو اوس چی څارنوالۍ د خپلو زیاتو پلټنو وروسته دا بوګس وکیلان افشاء کړل نو یوناما ، انګلیس او امریکایانوهم ومنله او اعلان یی وکړ چی وروستۍ پایلی به مني .خو ښکاره ده چی دا پایلی به همغسی وی چی دوی یی غواړي ، ځکه دوی دهمدی له پاره کار کوی چی داسی ولسي جرګه را منځته کړي چی دوی ته د ربړي مهر حیثیت ولر ی.


ددی ترڅنګ دبن دهمغی غونډی په پایلو کی دادی دهیواد په ګوډ ګوډ کی دنیواکګرو په خلاف او دخپل هیواد د ازادۍ او استقلال د بیرته تر لاسه کولو له پاره دمجاهدینو مقاومت په پوره میړانه روان دی. او دهمدی مقاومت او جهاد پایلی دی چی د امریکااو ناټو په څیر نیواکګر ځواکونه یی دی ته اړ کړی چی د مقاومت د لیکو سره د خبرو میز ته کیني او دخپلی ابرو او عزت د خوندي پاته کیدو له پاره د روغی جوړی کومه لاره پیدا کړی . ترڅو په دی توګه وتوانیږی چی خپل فوځونه دافغانستان څخه بیرون کړی .


دهیواد د ازادۍ د ورځی په ویاړ چی په کابل کی د انګلیس په کونسلګرۍ کوم وژونکی برید وشو پخپله ددی ښکاروندوی دی چی افغانان هوډ من دی دانګلیسانواو امریکایانو څخه یوځل بیا د خپل هیواد ازادي تر ګوتو کړي . پخپله په انګلیستان کی د ( جنګ ضد ګوند) په یوی اعلامیی کی د انګلیس د حکومت څخه په زغرده غوښتی چی خپل عسکر دی د افغانستان څخه را بیرون کړی . دغه ګوند په خپله بريښنا پاڼه کی لیکی چی :« هغه بمب چی نن یی په کابل کی دانګلیس کونسلګري وڅیرله ، مونږ ته دا پيغام راکوی چی عسکر باید خامخا وویستل شی او افغانستان یو ځل بیا د انګلیس او امریکا دامپراطورۍ څخه ازادي تر لاسه کړي .»


” The bomb which ripped through the British Council building in Kabul
came with a clear message: the troops must be withdrawn, and
Afghanistan must once again have independence from the British
and US empires.”


که چیری د بن په لمړۍ غونډه کی یعنی د ۲۰۰۱ ز کال ددیسمبر په میاشت کی په افغانستان کی د یوه سهی او ولسواکه منتخب نظام د جوړښت له پاره هلی ځلی شوی وای او دجهاد او مقاومت دلیکو دنمایندګانو په راغوښتلو سترګی نه وای پټی شوي نو شونی وه چی نن به نه امریکایان او نه هم اروپایی ټولنه په افغانستان کی دخپلو عسکرو د شتون او دهغوی دبیرته راویستلو ددومره سترو ستونزو سره مخامخ کیده او نه به افغان ولس ددومره کړاونو سره مخکیده . د انګلیس رسنیو په یوه خبر کی ویلی دی چی : «د انګلیس یوه تجربه لرونکی نظامی افسر وایی چی په دی خفه نه دی چی په افغانستان کی یی ځواکونه شتون لري بلکه په دی ډیر اندیښمن دی چی دغه فوځونه به بیرته دهغه هیواده څه ډول راباسي .»


همدا راز د فرانسی یو جګ پوړی نظامی چارواکی وایی چی ، افغانستان ته دعسکرو لیږل اسانه و خو اوس یی بیرته راویستل ډیرګران بریښی .» ددوی په آند چی یا خو به خپل ټول عسکر په یوه ځل او یوه وخت کی راباسی او که نه د لږو لږو راویستولو په وخت کی ددی خطر احساس کوی چی پاته عسکر به یی دافغانانو له خوا له منځه ولاړ شي .


که څه هم نړۍ والې ټولنې اوپه ځانګړي توګه د امريکا متحده ايالاتو د بن په لمړي کنفرانس کی د طالبانو او حزب اسلامی افغانستان د نمایندګانو د نه وربللو خپله دغه ستره تیروتنه په ډاګه منلی ، او اوس غواړی دهغی د جبران له پاره ځانته یوه لاره پیدا کړی خو په دی غونډه کی چی کوم شرایط ددوی له اړخه د جهاد او مقاومت ډلو ته وړاندی شوی دی هغه په هیڅ صورت دافغانستان دازادۍ او استقلال اتلانو ته د منلو وړ نه بریښي .


د شپیګل د نشریی له مخی چی دواړو ولسمشرانو باراک اوباما او حامدکرزی موافقه وکړه چې دپښتنو ! دری مهمو ګروپونو ته لکه د ښاغلی ملا عمر، ښاغلی حکمتیار، او ښاغلی جلال الدین حقانی ته به ، چې ۲۰۰۱ز کال د بن په لمړي کنفرانس کی د ګډون کولو بلنه نه وه ورکړل شوی ، باید د افغانستان په راتلونکی نظام کې ځآی ورکړل شی»


دبن دویم کنفرانس په داسی وخت کی جوړیږی چی امریکایانو د لسو کالو جنګونو او تباهیو وروسته پتییلی چی د افغانستان د اوږود او ناکام جنګ څخه خپلی پښی سپکی کړی ، هغوی ددی پلان د عملی کولو له پاره دراتلونکی زیزدیز کال دسپتمبر تر میاشتی پوری د خپلو دری دیرش زرو فوځونو د ویستلو اعلان کړی ، او وایی چی د ۲۰۱۴کال تر اخره پوری به خپل ټول فوځونه ددی هیواد څخه باسي.


اوس چی یو ځل بیا د افغانستان په اړه د جرمنی دبن په ښار کی دویمه ستره نړیواله غونډه د جوړیدو په درشل کی ده ، په کابل کی د ولسمشر کرزي نظام په دی اند دی او دا یی ډاګیزه کړی هم ده چی په دی کنفرانس کی به دافغانستان دمقاومت لیکی ، که چیري په غونډه کی د ګډون هیله ولری ، هم د حکومت دهیئت ترنامه لاندی ګډون کوی. کرزی دا ګواښ هم کړی چی که چیری کومه افغان ډله په ځانګړی توګه دی کنفرانس ته راوبلل شي نو حکومت به په دی کنفرانس کی دګډون څخه ډه ډه وکړي .


دولسمشر کرزی همدا خبره امریکایانو او انګلیسانو بیا بیا تائیدکړه او دخپله اړخه یی هم څرګنده کړه چی که چیری مخالفین دبن په کنفرانس کی د برخی اخیستلو هیله لري نو هغوی کولی شي چی دکرزي درژیم دهیئت تر څنګ په دی غونډه کی کډون وکړی ،


په کابل کی دامریکاسیاسی نماینده ، د ملګرو ملتونو استازي او هم د انګلیس سفیر (ویلیام پیټي) په خپلو څرګندونوکی دا ډاګیزه کړی ده چی دوی په غونډه کی دمخالفینو په ګډون کولو په دی شرط خوښ دی چی دوی به د ولسمشر کرزی د حکومت په هیئت کی یوځای په دی غونډه کی ګډون کوي . دغه سفیر په خپله یوی وینا کی چی ډیرو رسنیو خپره کړی ده داسی ویلی :


« د بن په کنفرانس کې به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر اوږدمهاله اړيکو او ژمنو خبرې وشي او دا کنفرانس به د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې لپاره يوه ښه موقع وي، چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لیږد د پروسې پر څرنګوالي او په دې برخه کې پر پرمختګونو بحث وکړی، په دی اساس افغان دولت کولی شي دبن کنفرانس کی وسله والو طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړی . هغه وایی چی : دا دافغان دولت پوری اړونده چی چاته بلنه ورکړی او چاته یی ور نه کړی.»


دوی وایی چی که چیری طالبان دافغانستان د دولت دا غوښتنه ومنی چی وسلوال مقاومت پای ته ورسوی ، اساسی قانون ومني ، دښځو حقوقو ته دغربی قوانینوسره سم درنښت وکړی او د سولی په لاره کی بسپنه وکړی ، نو په هغه صورت کی به یی په کنفرانس کی د ګډون څخه ملاتړ کوو .


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا خبره راغبرګه کړی چی که چیری دافغانستان د دولت او طالبانو تر منځ د سولی په پروسه کی پرمختګ وشي نو طالبان به دبن په کنفرانس کی د ګډون حق تر لاسه کړای شي .


اما هیچا هم د جهاد او مقاومت دلیکو څخه په دی اړه نه دی پوښتلی چی ایا هغوی هم دی غونډی کی دګډون کولو له پاره تیار دی او که نه ؟


حقیقت دادی چی نه خو د بن غونډه د افغانستان د دی غمیزی له پاره د حلال لاره ده او نه بین المللی استعماری هیوادونه ددی هیله لری چی د افغانستان ولس ته دخپل برخلیک د پخپله ټاکلو واک تر لاسه شي . ځکه چی د افغانستان د ولس خاموش اکثریت او هم د ازادۍ غورزنګونه چی همدا اوس ددښمن په مقابل کی په پوره میړانه ولاړ دی ، غواړی هیواد یی ازاد او پردیو د پنجو څخه خلاص او د استقلال خاوندان شي .


دطالبانو اسلامی غورزنګ په خپله یوه اعلامیه کی په زغرده ویلی چی اسلامی امارت تر اوسه پوری دهیچا اوهیڅ لوری سره دافغانستان د موضوع په اړه دخبرو میز ته نه دی ناست . دطالبانو دغورزنګ لمړۍ اواساسی شرط دادی چی بیرونی ځواکونه دی بی له شرطه ، په عاجله توګه د افغانستان څخه ووځی . د اسلامی امارت د بریښنیا پاڼی له مخی :اسلامي امارت تر اوسه پوري یوازي او یوازي دهغو بهرنیو اتباعو په اړه چې له مجاهدینو سره بندیان دي دهغوی له متبوعو هیوادونو سره فقط دبندیانو دتبادلي اوسرنوشت په هکله وخت په وخت خبري کړي دي چې تر ټولو لوی مثال یې په۲۰۰۷ م کال کې د۲۱تنو کوریایې اتباعوچې له اسلامي امارت سره اسیران ووپه هکله کامیابه مذاکرات او همدارنګه څوځله دفرانسي اتباع چې له مجاهدینوسره اسیران شول اودوه تنه یې همدا څوورځي مخکې دتبادلي په صورت کې وروسته له هغه خوشي شول چې مقابل لوري داسلامي امارت شرطونه ومنل همدا رنګه دکاناډایې او امریکایې اسیرانوپه هکله چې همدا اوس زموږ په بند کې دی اوهم دیو شمیر نورو هیوادو اتباع چې زموږ هیواد ته داشغال سره دمرستې په نیت را غلي له موږ سره بندیان وو اودي ،دهغوي ټو لو په هکله وخت په وخت په مستقیم او غیر مستقیم ډول زموږ تماسو نه شوي او جریان لري،اوهمدا اوس چې دغربي رسنیو له لوري له امریکاسره دمذاکرتواوازي خپریږي داسیرانود تبادلي په هکله له رابطو پرته بل هیڅ حقیقت نلري که همداتماسونه څوک دافغانستان درواني لانجي په سلسله کې هراړخیز مذاکرات تعبیروي دا به دهغوی بي انصافي او له حقیقت څخه ناخبري وي اویا به دبندیانو په هکله له موږ سره ځیني رابطه کونکي لوري دي رابطو ته په دي خاطر درسمي مذاکراتو نوم ورکوي چې له امریکا یانو نه زیات امتیازات تر لاسه کړي ځکه امریکایان اوس دافغانستان له جګړي نه دومره ستړي اوله شکست سره مخامخ دي چې هرڅوک یې تر خوږ ګوته نیسي او له مجبوریت نه یې ګټه اخلي خصوصادمذاکراتو په نامه خورا ډیر خلک ښې پریمانه پيسي ځیني تر لاسه کوي او دا لوبه خو له ډیره وخته جریان لري» بریښنا پاڼه مخته لیکی چی :


۱ـ اسلامي امارت له امریکایانوسره دمذاکراتوپه اړه دپخواپه څیر په خپل ثابت اصولي موقف ټینګارلري اوله امریکایانوسره ترهرډول مذاکراتوله مخه له افغانستان څخه دټولویرغلګروځواکونوبي قید اوشرطه وتل اساسي شرط بولي ؛ځکه دبهرنیانودموجودیت په صورت کې له هغوﺉ سره هرډول معامله په افغانستان باندې دهغوﺉ دیرغل دمشروعیت په معنابلل کیږي.
۲ـ اسلامي امارت په افغانستان کې دامریکایانوموجودیت دافغانستان اوټولې سیمې دبي ثباتې اصلي عامل بولي اوددغه عامل په موجودیت کې دم‍ذاکراتوپه پلمه دهرې معاملې ترسره کول دافغانستان دمسلمان ولس له اسلامي آرمانواوعلیامصالحوسره خیانت ګڼي .
۳ـ اسلامي امارت دیرغلګروپه خلاف دجهادي چارودانسجام اوپرمخ بیولولپاره دهیواد په داخل کې معین اداري تشکیلات لري؛له هغوﺉ نه سیواچې دکوټې دشوراپه نوم کوم تشکیلات اسلامي امارت ته منسوبیږي هغه ددښمن خودساخته مسمیات دي اودعمل په ډګرکي هیڅ مصداقیت نه لري.»


حزب اسلامی افغانستان دهیواد د یوه ولسواکه او غښتلی سیاسی ګوند په څیر هم، په داسی حال کی چی درسمی مذاکراتو له پاره خپل ځانګړي شرایط لری ، او دهمدی شرایطو په رڼا کی یی تر اوسه پوری د بین المللی ټولنی د غړو په ګډون د کورنیو سیاسی اومدنی ټولنو سره هم خبری اتری کړی او په اروپا او امریکا کی یی هیئتونه همدا اوس دمختلفوسیاسی اړخونو سره دهیواد د غمیزی د پای ته د رسیدو په خاطر په سیاسی مناقشو او بحثونو بوخت دی ، غواړی دهمدغو شرایطو په وړاندی کولو سره د ټولو اړخونو سره دمذاکراتو دمیز تر شا کینی ، خودغه ولسواکه ګوند هیڅکله هم دی ته حاضر نه دی چی د کابل دفاسد او لاس پوڅی رژیم سره یو ځای ، چی د بین المللی ښکیلاک یوه برخه یی ګڼی ، په کومه غونډه کی ګډون وکړي .
حزب اسلامی افغانستان دهیواد دغمیزی دحل دلاری دپیدا کیدو له پاره ستر ابتکار کړی او ټولو هیوادوالو ته یی د ژغورني د ملي ميثاق تر نامه لاندی داسی یوه طرحه وړاندی کړی چی نژدی ډیره کو روڼ اندو افغانانو او هم بین المللی سیاسی کړیو پری د لږ څه ملاحظاتو سره پری اتفاق کړی . ددی میثاق خلاصه دا ده: د افغانستان د قضيې ټول بهرني او كورني لوري دي له دې ميثاق سره توافق وكړي، له دې ميثاق سره له توافق وروسته به ټول بهرني ځواكونه په لومړي قدم كي له ښارونو وځي او نظامي مركزونو ته به انتقالېږي، د جولاى (سرطان) په مياشت كي به له افغانستانه د دوى وتل پيل كېږي او په شپږو مياشتو كي به بشپړ كېږي، په دې مودې كي به نه د عملياتو حق لري، نه د كورونو د تلاشۍ او د افغانانو د نيولو او محاكمه كولو حق. ټول هغه زندانونه به تړل كېږي چي اوس د بهرنيو ځواكونو له لوري په افغانستان كي جوړ شوي، ټول بنديان به خوشي كېږي، د افغان امنيتي ځواكونو په مشرتابه كي به هغه څوك نه وي چي له نورو سره ئې په جگړو كي برخه اخيستې وه، اوسنى حكومت او پارلمان به د 1390كال تر پسرلي دوام كوي، په پسرلي كي به په آزاد او خپلواك افغانستان كي انتخابات ترسره كېږي، په دې انتخاباتو كي به د اوسني حكومت چارواكي د برخي اخيستو حق نه لري، مگر دا چي تر انتخاباتو درې مياشتي مخكي له خپلي دندي استعفا وكړي، قدرت به منتخب حكومت ته انتقالېږي، د اساسي قانون په اړه به راتلونكې منتخبه ولسي جرگه پرېكړه كوي، په اختلاس، قاچاق، ملي خيانت او جنگي جناياتو تورن كسان به د شريعت مطابق محاكمه كېږي…»


همدا راز دمولوی جلال الدین حقانی شبکه یا ډله چی د هیواد دمقاومت یوه ډیره مهمه برخی بریښی هم دامریکایانوهدف دی . امریکایان له یوه اړخه ددی شبکی د پوره د له منځه وړلو هڅی او هاند کوی ځکه امریکا په حقیقت کې د جګړې د ختمولو لپاره په دې باوري ده چې باید دنورو جهادی شبکو په څیر د حقاني شبکه هم په جګړه کې وځپل شي. دې شبکې ته اوس د نړیوال ايتلاف تقریباً ټول قومندانان په ټوله سیمه کې تر ټولو د خطرناکې ډلې په سترګه ګوري. خو دبله اړخه غواړی دوی د سولی دخبرو دمیز تر شا کینوي .داسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د پوځ مقاماتو ادعا کړې چې دوی د حقاني شبکه، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې مرکزونه لري، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او په قدرت کې د شاملولو لپاره د خبرو مېز ته حاضرولی شي.


که څه هم د حقاني شبکه، په اتیایمه لسیزه کې د شوروي اتحاد د پوځونو په خلاف د جهاد په کلونو کې دحزب اسلامی دګوند په چوکاټ کی د جلال الدین حقاني له لوری جوړه شوه، اوس په شمالي وزیرستان کې دېره ده او د راپورونو له مخې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره نژدې اړیکې لري. خو دغه ډله به هم لکه د نورو جهادي ډلو په څیر هیڅکله هم دی ته حاضر نه شي چی په کومه غونډه کی دداسی یو چا تر څنګ کښینی چی د استعمار زنځیر یی په غاړه وی .


داسی بریښی چی د بن په دویمه غونډه کی به هم لکه د تیرکال د لندن د غونډی په څیر د هیواد دسولی او دغه هیواد ته د اسقلال اوازدۍ دبیرته را ګرزیدو په اړه هیڅ هم و نه ویل شي بلکه استعماري هیوادونه به هڅه وکړی ترڅو د خپلو لاسپوڅو په واسطه ددی هیواد استعمار ته ددوام لاره پیدا کړی . په دی غونډه کی به دمقاومت د لیکو نه ګډون کول هم دا ډاګیزه کړی چی تر هغی چی په افغانستان کی بهرنی نیواکګر شتون ولری ، دغه هیواد به دجنګ او جګړی ددغی ستری غمیزی سره مخ وی ، او ولس به یی هم ددی ستر زندان څخه د وتلو جوګه نه شی .