کور / تازه خبرونه / اقتصاد : په امریکا کي د نویو دندو کمښت

اقتصاد : په امریکا کي د نویو دندو کمښت

د امریکا متحده ایالاتو د اقتصادي چارو په برخه کي د اګسټ په جریان کي هیڅ کومي نوي دندي نه دي رامنځته سوي .


اټکل سوئ و چي د امریکايانو لپاره شاید د ۷۰۰۰۰ نویو دندو زمینه مساعده سوې وائ، دا چي نتیجې منفي دي نو په ذکر سوي میاشت کي پېښ زیان په اقتصاد کي د امریکا شاتګ نور هم ګړندی کړي .


همداراز ویل کیږي چي د روان کال (۲۰۱۱ز) د جولای راهیسي د بېکارۍ کچه ۹،۱ (نهه اعشاریه یو) پاته ده .


د اقتصاد پوهانو په وینا د بېکارۍ تر څنګ د امریکا له خوا جګړې هم ډېر مهم رول لري . د واشنګټن پوسټ د یوه راپور له مخي جګړه د ورځي ۷۲۰ میلیونه  ډالره لګښت لري چي په دقیقه کي ۵۰۰۰۰۰ ډالره کیږي . دغه راز په دافغانستان کي د ۲۰۰۱ز کال راهیسي د جګړې مصارف تقریباً ۴۵۰ میلیارډه ته رسېدلي دي .