ستراتیژیک تړون : دایران او پنجاب نهیلي
پنجاب او ایران دواړه د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه خپل مخالفت ، ژور خپګان « depression » ، لوڅې پوڅې او نهیلي نه پټوي . که څه هم دواړه هیوادونه روستۍ هڅه کوي چې د تړون لاسلیک مخه ونیسي او افغانانو ته د ګاونډیتوب او اسلامي اخوت په نوم رنګینه باغچې او سمسوربڼونه انځور کړي او داسې وځلوي کله چې ګاونډیان همکارۍ او مرستې ته چمتو وي نو د لویدیځو هیوادونو په تېره بیا امریکا سره د پوځي مرستو د جلب او د تړونو لاسلیک ته څه اړتیا ده ! ؟
خو دغو شریرو ګاونډیانو ته باید په صفا ټکو کې وویل شي ، موږ افغانان ستاسو دواړو سراښو او بد ګوزرانه ګاونډیانو له لاسه لویدیځ ته پنا وړو او ساسو د لاسوهنو او پوځي یرغلونو له کبله اړ شوي یوو چې امریکا سره داسې تړونونه لاسلیک کړو . تاسو ګاونډیان چې اسلام مو په ټیکه اخیستی او د هرې خبرې په سر او پای کې د اسلام دعوه لري ، خپل څنګ کې د مسلمانو افغانانو دولت نه شي منلای .
دا ګاونډیان په تېره بیا ایران چې د ګډې ژبې ، ګډ تاریخ او ګډ کلتور لاپې وهي ؛ تر نورو مخکې د افغانانو د ژبې ، کلتور او تاریخ غلاګر او دوښمن دی . کله چې مسلمان ګاونډی بل سره ښه ګوزاره نه کوي ګاونډی اړوځي چې لری کافر څخه د ګاونډي مسلمان له شر څخه د ژغورون په موخه د مرستې غوښتنه وکړي .
څه مهال مخکې د لیږدیځې روانې پېړۍ په څلورمه لسیځه کې د لروبرو افغانانو نومیالي مشر فخر افغان پاچاخان باندې د پنجاب نیوکه دا وه چې نوموړی ولې پر پښتنو باندې د تیري د مخنیوي او د هغو د خپلواکۍ لپاره له کافر، هندوستان څخه مرسته غواړی ، پاچا خان دا مرسته ولې له پنجابه نه غواړي ؟
خو پاچاخان يي په ځواب کې ویلي وو ، کله چې مسلمان دولت زما د مسلمان ملت مرسته نه کوي او له مرستې پرته له موږ څخه خپلواکي او ازادي هم اخلي ، نو موږ اړ یوو چې د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره له کافره مرسته وغواړو . نن هم خبره په همغه بریده ده .
پنجاب او ایران چې ځانته مسلمان دولتونه وايي ؛ خپلو هیوادونو کې ترهګر او مذهبي توندلارې روزي ، په وسلو يي سمبالوي ؛ ګاونډي او ورور مسلمان هیواد افغانستان ته يی د ورانۍ او ټولوژنې لپاره رالیږی نو افغانستان هم چوپ او لاس تر زنې نه شي پاتېدای او اړ دی چې د داسې شریرو دولتونو د لاسوهنو مخنیوي لپاره له کافرې امریکا څخه مرسته وغواړي .
دا غوراوئ افغانانو پخپله نه دی کړی ، بلکې دا سراښ ګاونډیان دي چې افغانستان يي داسې انتخاب ته اړویستی دی !
پنجاب او ایران دواړه د ستراتیژیک تړون مخالف دي ، خو د مخالفت لاملونه يي سره يي بېلا بېل او یو نه دي . پنجاب په دې هیله دی چې امریکا باید ستراتیژیک تړون له دوی سره لاسلیک کړي . پنجاب باید د پخوا پشان بیا هم سیمه کې د لویدیځ ژاندارم وي . هغه غوا چې د سړې جګړې په مهال لنګه وه او پنجاب ته به يی د لویدیځ په وښو او کونجاړې شودې کولې ، باید همداسې لنګه پاتې شی او د لویدیځ مرستې باید پنجاب ته جاري وساتل شي . که سیمه کې لویدیځ بل هیواد سره دوستي کول غواړي ، باید د پنجاب له لارې ترسره شي . لویدیځ باید افغانستان ته د پنجاب تر سترګیو لاندې وګوري او د پنجاب په اشاره راشه درشه ولري . افغانستان باید سیمه کې هیڅکله د پنجاب بدیل نه شي . د خپلواک او پرمختللي افغانستان ظهور پنجاب خپل زاوال بولي . افغانان باید تل خواروزار ، ذلیل او پنجاب ته اړ وی . که افغانستان کې پیاوړی مرکزي دولت جوړ شي او د پنجاب د ګوډاګیتوب توره رټه پر تندې ونه لري ، داسې دولت به سبا هندوستان سره د پنجاب پر وړاندې د دوستۍ تار ځغلوي او دا کار د کشمیر لپاره چې پنجاب ته بله لنګه غوا او حیاتي ارزښت لري بیخي زیانمن تمامېدلای شي .
په همدې توګه پنجاب ، افغانستان کې ځواکمن ، ازمایلی او په عصري وسلو سمبال پوځ هم په زړه نه شي ځایولای ! د ملا ، چړې ، طالب او مزدور مجاهد پرته چې د ای ایس ای په خم کې يي غوټه نه وي خوړلي او د پنجاب ګټو ته نه وي ژمن ؛ بل افغان چې هیواد پال ، روښان او دیموکرات وي د پنجاب له تورونو ژغورون نه لري او په افغانستان کې واک ته نه شي رسیدلای !
خو ایران هم افغانستان ته له پنجابه کم مضر نه دی !
د هرې ورځې په تېرېدو سره تهران ، افغانستان ته له پنجاب ، القاعده او مذهبي ترهګرو څخه په شرارت او دوښمنۍ کې پښه اړوي .
له هغې ورځې چې د مجاهد او طالب په لاس د افغانستان اردو او مرکزي دولت ړنګ شوی او د دوی په لاس د واک تشه رامنځته شوې ، ایران او پنجاب ددې تشې د ډکون لپاره هرې وسیلې ته لاس اچوي . ایران له دې تشې ښه ګټه پورته کړي . لومړی يي د شیعه توب په ټيکدارۍ د کډوالو افغانانو منځ کې تورزړې ډلې راوزیږولې او بیا يي د ګډ کلتور او ژبې په نوم داسې بې کلتوره او شډلې ټپلې وپاللې چې یوازې د ایران په نوم چمتو دي خپل ټول تېر تاریخ وسوځوي او لغړ او بربنډ د اخوندانو په غیږ کې ځان ورواچوي.
ایران چې د لویدیځ او نړیوال تمدن له ډارڅخه يي ځان د قم په مذهبي ګوښه تون کې دېره کړی او د خپلې زړې او له وخته لویدلې مذهبي ایډیالوژۍ په سترګیو کې لویه نړۍ نه ویني ، خپل ګاونډ کې افغانستان چې نن سبا د نړۍ د پاملرنې مرکز ګرځېدلای د پنجاب پشان په زړه نه شي ځایولای !
د افغانستان په وړاندې د نني ایران کرکه ټوله له همدې ځایه پيلیږي .
بلخوا که نړیوال افغانستان کې دېره وي چې دېره توب يي افغانانو پورې اړه لري او په اوسنیو حالاتو کې د افغانانو په ګټه او د وخت غوښتنه ده ، ایران بیا نه شي کولای د شیعه تر ماسک لاندې او د کلتوري او ژبنۍ ګډې حوزې په نوم په قم کې پالل شوی مذهبي نفرت سیمې ته خپور کړي . ایران د ګاونډیتوب او اسلامي اخوت په غم کې نه بلکې دا چې خپله مذهبي ایډیالوژي او ستراتیژي يي په خطر کې ده ، امریکا او لویدیځ سره د افغانستان دوستي نه شي زغملای .
ایران پوهیږي که د افغانستان او لویدیځ دوستي ټینګه او پیاوړې شي ، افغانستان به سیمه کې لویدیځ سره د سیمې د نورو هیوادونو لپاره د پله حیثیت پیدا کړي او په دې صورت کې به هغه خیال پلوونه چې ایراني اخوندان يي د لوی ایرانستان او فارسي ژبې حوزه په نوم خپلو ګوډاګیانو ته انځوروي په اوبو لاهو شي . بلخوا افغانان به د عصر په نوې پوهنه او تخنیک لاسبري شي او د ایراني خوسا کتابونو څخه چې کابل او ټول هیواد يي نن ــ سبا لاندې کړی ، نجات پیدا کړي . همدارنګه افغانستان به سیمه کې د نوي ، پرمختللي او متمدن هیواد پتوګه راوټوکیږي . افغانان به په روښانتیا او ویښتیا کې د سیمې لپاره بېلګه شي او نه یوازې افغانستان بلکې سیمه به د ایران او پنجاب په ګټو د لړل شویو مذهبي زړو او له وخته لویدلو اندیښنو څخه خلاصون ومومي .
ستراتیژیک تړون سره د پنجاب او ایران مخالفت او دوښمنی له همدې ځایه اوبه خوري .
افغانان باید د تاریخ دې حساسو شیبو کې او د لاسته راغلي مساعد فرصت څخه لازمه ګټه واخلي او پرینږدي چې ایراني مذهبي او ژبني فاشیستان او پنجابی ملیتاریست ــ شوونیست لیونیان د پخوا پشان د افغانانو پر برخلیک لوبې وکړی !
د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر دریمه