کور / تازه خبرونه / د ناټو ځواکونو یو تن ولسی وګړی وواژه

د ناټو ځواکونو یو تن ولسی وګړی وواژه

ناټو ځواکونو د یوې پاڼې په خپرولو سره منلې چې د ځواکونو د ډزو له امله پرون یو تن ولسی وګړی وژل شوی دی . په پاڼه کې ویل شوی ، چې پېښه هغه وخت رامینځ ته شوه  چې یو موټر  په ډیر ګړندیتوب سره د ځواکونو اشارې ته د نه پاملرنې له امله  په ډزو  سره وول شو . په خبر پاڼه کې نه ده په ګوته شوې چې دغه پېښه  د هېواد په کوم ځای کې رامینح ته شوې ده .