کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ګنهکار څــــوک دئ ؟

ګنهکار څــــوک دئ ؟


يوه ورځ د يوه دوست کور ته د ليدلو په موخه لاړم چې نژدې شپږ کاله وروسته د کاناډا څخه راغلی وه.


د دوست کور ته په رسېدو دهغه د کور يوه غړي يوې لوېې کوټې ته بوتلم چې په لس ګونو کليوال د نوموړي د هرکلي په موخه د هغه په کوټه کې ناست دي او خبرې ښې تودې روانې او بنډار جوړدي.


د لږې چوپتيا وروسته پوه شوم چې د کاناډا څخه راغلي زمونږ دې دوست د هيواد د حالاتو په هکله پوښتنه کړي او په کوټه کې ناستو هر يوه مېلمه ورته د نا امنيو؛ ظلم ؛ د چارواکو له خوا د بډو اخيستلو؛ بې عدالتۍ او ډېرو نورو داسې ستونزو يادونه کړې چې هر يو ترېنه پخپل وار کړېدلی .


خو زما په رسېدو له کاناډا څخه راغلي مېلمه دا پوښتنه وکړه چې ددې ټولو ستونزو اصلي لامل څه شی ده چې دا ټولې ستونزې ترې سرچينه اخلي او اصلي ګنهګار ېې څوک ده .


د دې سوال په هکله هم هر چا بېلابېل ځوابونه وړاندې کړل.


چا بډې اخيستل؛ چا ژبنۍ ؛ سيمه ايزې او توکميزه اړيکې پالل او چا د هيواد په ځنې سيمو کې نا امنۍ ددې ستونزو لاملونه په ګوته کړل.


خو د کوټې په کونج کې يوه مشر سپين ږيري د دې پوښتنې يو ډېر په زړه پورې غوندې ځواب وړاندې کړ.


هغه دا ټولې ستونزې پدې ډول يو له بل سره تړلې وګڼلې.


بډې اخيستل؛ ژبنۍ ؛ سيمه ايزې او توکميزې اړيکې پالل په ټولنه کې عدالت ته ستر ګواښ جوړوي. د عدالت نشتوالی پخپل وار نا امنيو ته لاره هواروي .


د سوال د دوهمې برخې په ځواب کې چې ( ګنهګار څوک دی) هغه داسې وويل:


مجرم او ګنهګار خو ډېر روښانه دی.


په خپلمنځي جګړو کې ډېر ځل هغه بې وزلی وګړي وژل کېږي چې نه د ځان ساتنې او نه د جګړې د ډګر څخه بل ځای ته د وتلو توان لري. او خپله د جګړه مارو ډلو غړي ډېرلږ وژل کېږي.


ډېر ځل داسې هم کېږي چې يو ځواکمن او مالداره سړي که په سلګونو جرمونو هم ککړ وي خو چې د ځان څخه د دفاع توان لري نو د خپل ځواک او پيسو په مټ د چارواکو له خوا بېګناه پېژندل کېږي او په ټولنه کې سرې سترګې ګرځي. مګر يو بې وزله سړی که هسې هيڅ په هيڅ هم په يوه جرم تورن شي؛ کلکه سزا ورته ورکول کېږي.


نو دې ټکو ته په پام سره سړی په زغرده ويلی شي چې تر ټولو غټ ګنهګار هغه بې وزلی دی چې د ځان څخه د دفاع کولو توان نلري.


کاناډايي دوست بله پوښتنه وکړه چې د حل لاره ېې نو څه ده.


سپين ږيري بيا خبره ورغبرګه کړه او وې ويل:


ګوره بچیه: د لوی څښتن يو امر چې د پښو لاندې کېږي په ټولنه کې ګڼ شمېر ستونزې را ولاړېږي او پدې اړوند خو د إلله (ج) څو امرونه تر پښو لاندې کېږي نو بيا خو خامخا بې شمېره ستونزې ترې منځ ته راځی.


لمړي خو دا چې که مونږ د خپل خوږ پيغمبر(ص) پدې وينا عمل وکړو چې ( بډې اخيستونکی او بډې ورکونکی به دواړه په دوزخ کې وي.) نو د بډو د بلا نه به دا ټولنه خلاصه وي.


دوهم که مونږ د لوي څښتن پدې امر باندې عمل وکړو چې واېې (کله چې تاسو دخلکو ترمنځ پرېکړه کوۍ نو هغه پرېکړه د عدالت په بنسټ وکړۍ) په ټولنه کې به عدالت او لدې لارې به په ټولنه کې امن او امان راشي .


دريم لوی څښتن (ج) ټول مسلمانان يو دبل ورونه بللي دي او وايي چې : پرته له شک نه مومنان يو د بل ورونه دي. که مونږ دا اصل ته پام وکړو نو زمونږ ډېرې ستونزې پخپله حل کېږي.


په درنښت.


نېټه: 5 . 11 . 2007