کور / z_buitenland_news -- 5 / شيرپاوْ دبغلان ځانمرګى بريد غندلې

شيرپاوْ دبغلان ځانمرګى بريد غندلې

 


دپاكستان دكورنيو چارو وزيراو دافغانستان او پاكستان ترمنځ دامن دجرګې دپاكستان  لـه  طرفه دكميسون مشر  افتاب احمدخان شيرپاوْ دافغانستان په بغلان ولايت كښې دځانمرګى بريد په نتيجه كښې دبيګناه كسانو وژنه غندلې او دا يې دانسانيت خلاف يو ناوړه فعل ګرځولى دى  ، نن دچهارشنبي په ورځ  دپاكستان دكورنيو چارو وزارت لخوا په يو خپور كړي شوي بيان كښې دپاكستان دكورنيو چارو وزير ويلى دى چې افغانستان كښې ځانمرګى بريدونه دغندنې اود خواشينۍ وړ دي او مونږ په بغلان كښې دځانمرګي بريد په نتيجه كښې دشپږوپارلمانى غړو په شمول دګڼ شمير بيګناه كسانو په وژنه ډير خفه يو <دهْ زياته كړه چې پاكستان دترهـګرۍ خلاف جنګ كښې افغانستان سره ګډه مبارزه كوي چې دا به دترهګرۍ بشپړې خاتمې پورې جارى ساتلى شي