په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير د غړو ږغ
د مشرانو جرګي معزز مشر ، د رښتيا ، صفا او صداقت لاروي ، حضرت صبغت الله مجددي درانه حضور ته !
ښاغلې مجددي صيب !
په بلجيم کښي د افغان کلتوري بهير غړي او د بلجيم ټول افغان اوسيدونکي ستاسي درانه حضور نه هيله لري ، لکه د تل په شان د حق او رښتيا پر دريځ ودريږئ او دې نفاق اچونکو ته کلک او غاښ ماتونکئ ځواب ورکړئ. زموږ هيله داده چي د يوه مشر روحاني او مشر افغان په صفت د اساسي قانون د پلي کونکو سره مله شي او هغوۍ چي د اساسي قانون په پلي کولو کي خپله نابودي ويني ، د دوږخ کندي ته ورټيله کړئ.
په نننئ نړئ کښي چي د تکنالوژۍ او پر مختګ عصر ګڼل کيږي بيا هم يوه ډله ځانغوښتونکي غواړي د دي کاروان په لاره کي ودريږي او د انسان حق له انسان څخه واخلي ٠
د نننئ نړئ اصل ، په مورنئ ژبه د تعليم پر اصلو ولاړ دئ ٠ دا د هر انسان حق ګڼل شوې دئ او ښه خو لا دا چي د اساسي قانون په لويي جرګي کښي زموږ د اولس درنو مشرانو دا حق تايد او په ٤٣ مه ماده کښي يي درج او د اجرا وړ بللئ دئ ٠
زموږ افغانانو هيله ستاسي نه د اجرايه ، قضايه او مقننه قوې د لارښود او ناظر په صفت داده چي : ستاسي جناب په مشرئ يو کميسون جوړ شي ،
لمړي :
د ښاغلي (( اتمر ))هڅي وستايي او د نوموړي زړه سواند ، پر افغان مين وزير لاسنيوې وکړي ٠
دوهم :
د افغان دښمنه ډلو تبليغات او ډنډورې خنثا او ختمي کړي ٠
دريم :
په ملي سطح دولتي او غيردولتي ميډيا د خلګو پوهاوۍ ته وهڅول شي تر څو زموږ راتلونکئ نسل د خپلي مورنئ ژبي په وسيله ټول علم او تخنيک خپل کړي ٠ تکنلوژي او وړاندي تلل زده کړي ، په مورنئ ژبه تجارت وکړي ، په مورنئ ژبه سياست وکړي او بلااخره د خپلي ژبي عالم او اديب جوړ شي ٠
ستاسي د جدي توجه غوښتونکي يو
په بلجيم کښي د ميشته افغانانو په استازيتوب
د بلجيم افغان کلتوري بهير
مشرتابه جرګه
بروکسل