کور / ترخې خبري / موږ د توري شپې جشن لمانځو

موږ د توري شپې جشن لمانځو

دلته په کندهار کې يوه اصطلاح ده چې دنوي کال په اوله شپه يا په بله مانا دنوي کال له پېل سره بايد ښه خواړه وخوړل سي ، نوې جامې واغوستل سي او په دغه ورځ يوه ښايسته خوشالي جوړه کړل سي نو کېداى سي چې دټول کال ترپايه به داخوشالۍ هم داسي دوام وکړي . په خبري رسنيو کمې مووواورېدل چې په کندهار کې دنوروز دورځي دجشم لپاره ښه تيارياني نيول سوي دي .


هو زه به درته ووايم چي موږ په کندهار کې نوی کال په توره تياره کي پيل کړ  او همداراز به ټوله کال پرموږ توره شپه وي . له يوې خوا ناامني او ګراني دخپل ژوند په اوږدو کې اخيري مرحلې ته رسېدلې او له بلي خوا دکندهار دمحتر م والي،دبرق دريس او اسماعيل خان له برکته موږ په توره شپه کې دنوروز تيارياني وکولې او هم داراز دسهار وختي پېل مو هم دبرق په نه شتون کې وکړ.


دتېرو دوو ورځو راهيسي خومو برق ليدلى نه دی او اوس اوبه هم نه لرو،موږ خو غريبان يو نوي کالي مو نوروز ته ولاکه جوړ کړي وي البته دزړو کالو داوتو کولو لپاره برق نه لرو نو ځکه را ولاړ سوم تاسو دلراوبر غم  خوارانو ته مي دايو څو کرښي وليکلې . په کندهار کې خو برق نسته چې سته هغه دريس صاحب جمهور دورور او والي صاحب محترم او دهغه دانډيوالانو نه بسېږي او دهغه انډيوالان ټوله په ښاري نو کې اوسي او په ښارينوکې وخت ناوخته برق ليدل کېږي . خير دوى دي خپلې چړچې کوي وخت به حتماً حساب ورسره وکړي . موږ خو دتوري شپې جشن  ولمانځه .ګرانو وروڼو په کوم ښار کې چې دبرق غوندي ضروري اړخ کمزورى وي نو هلته دنور ژوند لپاره څه پيداکېدلاى سي؟