کور / تازه خبرونه / د مسعود ١٠ م تلين ولمانځل شو

د مسعود ١٠ م تلين ولمانځل شو

د شمالي ټلوالي دپخواني مشر او د وسله والو طالبانو پر ضد د جنګېدونکي څېرې مسعود لسم تلين د يولړ مراسمو په ترڅ کي ولمانځل شو . په کابل کي د مسعود په نوم پر نومول شوي څلورلاري باندي د نوموړي په ياد د څو تنو له لوري ګلونه ايښودل شوي او دا ورځ لمانځي .
تېر کال هم د نوموړي د مرګ د ورځي د لمانځولو په مناسبت مراسم ترسره شول او نوموړى په خورا ډېرو لقبو سره ياد کړل شو .
که څه هم چي مسعود د خپلو پلويان له لوري د شير پنجشېر او ملي اتل په نامه يادېږي خو د افغانستان نور ټول خلک د تېرو څو کلونو بدبختيو او ناخوالو اصلي لامل دى بولى .
د يادوني وړ ده چي مسعود ١١ م سپټمبر ٢ ورځي مخکي د دوو تنو له لوري چي ګمان کېده عرب ول په داسي حال کي ووژل شو چي د نوموړي سره د مرکې په پلمه يې په کامره کي چاودېدونکي توکي وړي ول .