کور / تازه خبرونه / ملي امنيت : يو جاسوس نيولى

ملي امنيت : يو جاسوس نيولى

د افغانستان ملي امنيت خبر ورکړى چي يو بهرنى تبعه کس يې په دې تور چي يو هېواد ته يې جاسوسي کوله نيولى . د ملي امنيت يو تن کارکوونکي شفيق الله طاهري وايي چي دا کس يې د تېري چهارشنبې په ورځ نيولى . نوموړى وايي چي ياد کس د تېرو نهو کالو راهيسي په افغانستان کي جاسوسي کوله او د دې کار په بدل کي يې د هغه هېواد څخه دوه سوه زره روپۍ هم ترلاسه کړي وې .
نوموړى وايي چي ياد کس د افغانستان د مخابراتي شبکو ، دفاعي اډو او نورو اړونده ادارو څخه عکاسۍ کولې او بيا يې هغه هېواد ته سپارلې چي د ملي امنيت له لوري په داسي حال کي چي د کابل په هوايي ډګر کي يې د نظامي تاسيساتو څخه عکاسۍکولې ونيول شو .