کور / تازه خبرونه / غزنى : ٢ وسله وال وژل شوي او ٤ نور ژوندي نيول شوي

غزنى : ٢ وسله وال وژل شوي او ٤ نور ژوندي نيول شوي

په غزني ولايت کي تر يوې نښتي وروسته د ياد ولايت امنيتي چارواکي وايي چي دوه وسله وال يې وژلي او څلور نور يې ژوندي نيولي . ياده نښته چي د اندوړو په ولسوالي کي د ملي پوليسو او وسله والو تر منځ رامنځ ته سوې په پايله کي يې ياد زيان اوښتى .
وسله والو طالبانو بيا رسنيو ته دا ادعا رد کړې او وايي چي په ياد ولسوالي کي يې د بهرنيانو پر يوه ټانګ د ماين چاودنه کړې او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې . خو د دې ولسوالۍ ولسوال بيا د وسله والو طالبانو دا ادعا ردوي .