کور / تازه خبرونه / جلال آباد : بهرنيانو د ولسي وګړو پر کورو چاپې وهلي

جلال آباد : بهرنيانو د ولسي وګړو پر کورو چاپې وهلي

د جلال اباد په ښار کي بهرنيانو د ولسي وګړو پر کورو چاپې وهلي چي په پايله کي يې د درې تنه په دې تور چي وسله وال طالبان دي يا د هغوى سره تړاو لري د خپل ځان سره بېولي .
ياد عمليات د جلال آباد ښار د دوهمي ناحيې اړوند د سېنما شاته د ولسي وګړو پر کورو ترسره شوي .
ولسي وګړي وايي چي بهرنيانو يې کورونه پلټلي ، د خونو دروازې او د بکسو قلفونه يې مات کړي او په بکسو کي پرتې پيسې يې د ځان سره وړي خو په ختيځ کي د آيساف ځواکونه بيا د ولسي وګړو دا ادعا ردوي .