کور / تازه خبرونه / احمد ضياء عبدالزى : ګل آغا شېرزى ژوندى دئ

احمد ضياء عبدالزى : ګل آغا شېرزى ژوندى دئ

د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد مطبوعاتي دفتر د ګل آغا شېرزي په اړه هغه اوازې چي ګواکي نوموړى مړ شوى رد کړې . د ولايت وياند احمد ضياء عبدالزى وايي چي نوموړى په يوه سفر د هېواد څخه بهر تللى او په راتلونکو څو ورځو کي به بېرته خپل هېواد راستون او خپلي دندي ته به ادامه ورکړي .
د نوموړي په اړه د تېرو څو ورځو راهيسي په جلال اباد او کابل کي اوازې خپرې سوې چي ګواکي نوموړى د ورپېښي ناروغۍ له کبله مړ شوى .