هلمند : موټر بم چاودني ١٢ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

عطاالله محمدي | سپتمبر 10th, 2011


په هلمند ولايت کي امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د سنګين ولسوالۍ پر ودانۍ موټر بم چاودنه سوې چي په پايله کي يې درې پوليس او څلور ولسي وګړي وژل سوي او يو پوليس او درې تنه نور ولسي وګړي ژوبل سوي دي .
د هلمند ولايت د والي وياند داود احمدي هم رسنيو ته د پېښي پخلى کړى او وايي چي پېښه د پنجشنبې په ورځ رامنځ ته سوې .
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024