کور / رسنۍ / د پسرلي پرله پسې ۲۴مه ګڼه له چاپه راووته

د پسرلي پرله پسې ۲۴مه ګڼه له چاپه راووته

له شماله د خپرېدونکې دوه مياشتينۍ سياسي مجلې پسرلي د شپږم کال دويمه او پرله پسې څلورويشتمه ګڼه له چاپه راووته.
په دغه ګڼه کې هم د نورو هغو په څېر د هېواد او د ګاونډيو هېوادونو پر روانو سياسي حالاتو د هېواد د ځينو ليکوالانو او څېړونکو ليکنې او څېړنې خپرې شوي دي.


فارسی ژبی مثلث د ولسمشر تاريخي تېروتنه، د ډيورنډ د رسمي کېدو ناوړه هڅې، ۶۲ وکيلان، القاعده، ازبک جنګيالي او د افغانستان شمال او د ناټو وروستۍ حمله ددې ګڼې مهم سرليکونه جوړوي.
د پسرلي پر لومړۍ پښتۍ د ((يو ترهګر هېواد)) پر تورو کږې کرښې کښل شوي او پر وروستۍ پښتۍ يې د يوې نجلۍ انځور دی، چې پر سر يې پر تړل شوي ټوکر ((د ډيورنډ ليکه نه منو)) ليکل شوي دي.


ددغې ګڼې د سرليکنه چې عنوان يې د ((ولسمشر ته افرين ويل په کار دی؛ خو…)) دی، د ډيورند د مسئلې څېړلو ته ځانګړې شوې ده.
په سرليکنه کې راغلي دي: ((د کرښې دواړو خواوو ته د پروت افغان ولس تر منځ داسې ډېرې بېلګې لرو، چې دغه ستر قوم د يو جريب ځمکې پر سر د خپل ورور وينه توی کړې ده؛ خو دلته چې د انګريزي استعمار له امله يې وجود دوه ټوټې شوی او وخت پر وخت يې پر ټپونو د پنجاب لخوا مالګه دوړول کېږي، غلی پاته دی.))


لراوبر : د پسرلي پرله پسې ۲۴مه ګڼه له چاپه راووته


سرليکنه زياتوي، چې افغان حکومت يوازې د ډيورنډ د کرښې د منلو تر بريده چوپ پاته شوی دی، ښايي چې افغان ولس د لر او بر د يو ځای کېدو لپاره تر خپلې هلې ځلې زياتې کړي.
ددغې مجلې په پاته ليکنو کې د ځينو ګاونډيو هېوادو لاسوهنو او ترهګريزو موخو ته اشاره شوې ده.


يو ترهګر هېواد د بشر مل خان ولي خان د ليکنې سرليک دی، چې د پاکستان د جوړېدو او د دغه هېواد پر ترهګريزو هڅو او کړنلارو رڼا اچول شوې ده.
په دغه ليکنه کې راغلي دي، چې د نړۍ د څلورو هېوادونو بنسټ پر مذهبي اساساتو اېښودل شوی دی.


ليکنه زياتوي، چې پاکستان د اسلامي، نيپال د هندو، ويټيکان سيټي د عيسويت او اسرآييل د يهوديت پر اساساتو جوړ شوي دي.
ليکوال ويلي: ((دا څلور واړه هېوادونه چې د مذهب پر بنسټ جوړ شوي، د سيمې او نړۍ لپاره خطرناک او دردوونکی راتلونکی لري.))
نوموړي زياته کړې، چې که څه هم اسلام د سولې، ورورولۍ، يووالي، پرمختګ او د ښې راکړې ورکړې ارزښتونه لري؛ خو پاکستان سربېره پر دې چې د دغو شعارونو پر بنسټ جوړ شوی؛ خو د اسلام د يآدو شويو اساساتو پر خلاف يوه ترهګر هېواد دی.


د پسرلۍ په دې وروستۍ ګڼه کې د مطيع الله اباسين ليکنه چې د واک د پروسې په  اړه  او د خان زمان ليکنه چې د باچا خان د مفکورې تر سرليک لاندې ده هم خپرې شوي دي.


سربېره پر دې په دې ګڼه کې  د ((لوی افغانستان څنګه جوړ شو)) د اسرار احمد خان د تاريخ کتنې دويمه لړۍ خپره شوې ده، چې د تدبير او باور پړاو په اړه يې ليکلي دي.


د مجلې په وروستيو برخو کې د جاويد واک د نه هېرېدونکې کيسې د کتاب د ژباړې درېيمه برخه او د ذبيح الله احساس د سلطان شهاب الدين غوري د تاريخي ناول اتمه برخه خپره شوې ده.


د پسرلي ددې ګڼې د چاپ لګښت هم په افغانستان کې د المان د هېواد فرهنګي مرکز ګويټه انسټيټيوټ له خوا ورکړل شوی دی.
د يادونې ده، چې ددغې مجلې مسوول چلوونکی ذبيح الله احساس او مرستيال يې مجيب الرحمان لحاظ دی.


د پسرلي اړيکې:
شمېرې: ۰۷۹۹۸۳۳۳۳۸ ۰۷۰۰۵۳۸۷۹۴
ايميل: zahsass.2@gmail.com