د سپټمبر د ۱۱می حملې په اړه د طالبانو اعلامیه

ډاکټر نثار احمد صمد | سپتمبر 10th, 2011


طالبانو رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او په هغه کی یې لیکلی چی هرکال د سپټمبر یوولسمه نېټه افغانانو ته د هغې واقعې یاد تازه کوي چې دوی هیڅ ډول رول نه پکښی درلود خو د هغې تر پلمې او پردې لاندی امریکایي استعمار دلسګونو زرو بیوزلو او معصومو افغانانو پاکی وینې وبهولې او لا بهوي یې .
اعلامیه وایی چی طالبانو له همغه پیله تل غوښتنه کړې چی ددې پیښی بیطرفانه تحقیقات دې وسي خو لا تر اوسه امریکا او ملګرو یې زموږ ددغې منطقي غوښتنی په مقابل کې په کروزو، یورانیمو او نورو زهرجنو وسلو ځواب ویلی دی .
اعلامیه زیاتوی چی دا به د تل لپاره د غرب ددیموکراسۍ په لمن داغ وي چی دد غې مرموزی واقعې تر پلمې لاندې ، امریکا او ملګرو یې په لسګونو زره مسلمانان شهیدان کړل چې په هغه کې ماشومان، سپین ږیري او ښځی شاملی دي حتی د څو ورځو تنکي ماشومان یې هم نه دي پرې ایښي .
اعلامیه پسی لیکی چی د ترهه ګرۍ سره د جګړې تر ناموجه نوم لاندې هغوی زموږ کلي، باغونه ، شنه فصلونه او حتی ښارګوټي له مینځه یووړل او دا ټول بشر ی ضد جنایات د هغه چا له خوا ترسره کیږي چی ځان ته په نړۍ کې ددیموکراسۍ سرخیل او د بشری حقوقو ټیکه دار وایي .
اعلامیه په پای کی لیکی چی افغانان د ایمان او افغاني غیرت په هغه وسله سمبال دي چی هغه نه د امریکې په وسله تونونو کې سته او نه یې د ملګرو په زیرمه تونونو کې اونه هم دهغې وسلې د دفاع وسایل لري او زموږ یقین دی چې په پای کی به د مادي وسلې په مقابله کې ایماني وسله انشاالله بریمنه وي .

Copyright Larawbar 2007-2024