دپياوړي معاصر شاعر ارواښاد محمد ګل ((ګلبيدار)) دشعر څېړنغونډه

د لراوبر اداره | نوومبر 29th, 2011



 

په دا سي حال چي دپياوړي معاصر او ظريف شاعر ارواښاد محمد ګل ((ګلبيدار)) دمړيني له نېټي هډو (١١) کلونه تېرېږي په لمړي ځل دهغه په ياد دهغه دشعر څېړنغونډه جوړه سوه .



نوموړې څېړنغونډه په افغان يو نائټد اداري ښوونيز مرکز کي رابلل سوې وه چي دټاکلي اجندا له رويه دماپښين پر دوې بجې پيل او دماښام تر پنځو بجو پوري يې دوام وکړ په پيل کي دهمدې تعليمي مرکز دځوان محصل جاويد احمد جان د((ضحي)) دمقدس سورت تر تلاوت وروسته دجناب رسول الله (ص) روح ته د درود لېږني په احترام ټولو حاضرينو يوه دقيقه توقف وکړ


بيادهمدې تعليمي مرکز مسئول ن قرانمل مېلمونه ته دښه راغلې په دود پيليزه وينا واورول، وروسته دځوان شاعر فروتن لخوا دارواښاد ګلبيدار لنډه پېژندنه((ارواښادمحمدګل ګلبيداردغلام قادرزوى په ١٢٩٨ لمريزکال کي دکندهارښارپه دوهمه ناحيه کي وزېږېد،لومړى زده کړه يې دکندهارپه شالمارښوونځۍ کي ترلاسه کړې اوبيايې په کندهاررشيديه منځنۍ ښوونځۍ (داحمدشاه بابالېسې پخوانۍ وداني) ولوست.



کله چي په افغانستان کي دهواپوهني اداره جوړه سوه نوارواښادګلبيداردهواپوهني لومړنى کورس په کابل کي ووايه اوتربشپړېدو وروسته يې دافغانستان دلومړني متروپولوجست په توګه
په کندهارکي دنده ونيوه اودهغه مهال دمتروپولوجستانوپه ډله کي دسرتن و، ارواښادګلبيداردليکګرى اوانځورګرۍ په پرهنرښه لاس برلاسى هنرمندؤاوددې ترځنګ دمذهبي کتابونوپه لوستنه هم بوخت ودامهال يې خال-خال شعرهم وايه،چي ورو-ورويې له شعراوتصوف سره مينه زياته سوه په پاى کي يې خپله دنده پرېښوده اوله دنيايي چاروڅخه ګوښه سو،پرافغانستان دروسانوترتيري وروسته يې کډه په شااودکوټي په سرانانوکي يې واړول،دسيمي اوشاوخواخلګومينه ورځ په ورځ ورسره زياتېده اوتل به يې مينه وال پرامات ول،دده نوم هم ورځ په ورځ خپرېدى،دوه ځلي دبي بي سي راډيوله خوامرکې ورسره وسوې دى دکندهاردسيمي دولسي شاعرانوپه کتارکي دغوره ځاى څښتن دى اودخوراسوځنده ميني سوزناکه شعرونه يې هرنرم زړه ته لاره پيداکوي اودکندهاردخوږاواز سندرغاړي ارواښادعبيدالله جان کندهاري دپاسته اوخوندورږغ له لاري زيات پښتانه دده له شعرونوسره اشنادي داخوږژبى اومين شاعرد١٣٧٩ لمريزکال دغبرګولي پر٢٨ مه دسرانانوپه شېراغاکمپ کي دشپې پر١٢ بجې له دې وراني نړۍ څخه دتلپاتي هغې پرلوررخصت سو .)) وويل سوه تر ده وروسته له کاناډا څخه استاد محمد معصوم هوتک او ناروې څخه دمحمد اسحق امانزي رالېږلي پيغامونه يو په بل پسي ښاغلو بشيراحمد بشارت او صديق الله ورور وويل بيا ښاغلو: استاد حيات الله ((رفيقي)) ، څېړندوى انجنير شېرشا ((رشاد)) ، استاد حاجي فضل محمد پنهان او ښاغلي روح الله ساقيار دګلبيدار دشاعرانه نړۍ په اړوند خپلي بېلابېلي مقالې واورولې غونډه په داسي حال کي چي په کندهار کي دپياوړي وياند ښاغلي ډاکټر احمد جاويد سعادت په ويندويې سره پر مخ بېول کېدل چي ددعا په ويلو پاى ته ورسېده .



وروسته ټولو مېلمونو په هغه عصريه کي ګډون وکړ چي دنوموړي تعليمي مرکز دتشريفاتو په خونه کي ترتيب سوې وه


سخت مي سفردئ زادمي قليل دئ
چي درمانده يم عيب مي عليل دئ
چي ګنهګاريم بخښنه غواړم
چي اُميدواريم نوم يې جليل دئ
عصيان زمادئ نسيان زمادئ
احساس خوستادئ دامي دليل دئ
الله شافي يې الله کافي يې
والله عافي يې خيردي کثيردئ
ساتنه غواړم دسره انګاره
په روى دهغه چي ستاخليل دئ
په روى دهغه رضاطلب يم
چي خدمتګاريې حضرت جبريل دئ
چي ستاحبيب دئ دزړوطبيب دئ
چي ستاقريب دئ زموږوکيل دئ
اى ګلبيداره!صبربه کاندې
خوى دنېکانوصبرِجميل دئ






ادامي سترګي


راواړوه خماري په نازياره نامي سترګي
شهلابادامي سترګي


دحکمت په رنجوتوري زړونه يوسي دلبري کا
ښکاره کېماګري کا


په کتو کي خاوري زرکړي ورته کړي سلامي سترګي
شهلابادامي سترګي


دنرګس دغنچوګل چي له ګرېوانه سربالاکي
له سترګودي حياکي


هغه دي چي رنګ زردوتاته ګوري مړامي سترګي
شهلابادامي سترګي


پراطلس دئ زمادسترګوستادپښونقش ونګار
هرڅوک دي طلبګار


محموددي قدمبوس هم دايازغلامي سترګي
شهلابادامي سترګي


دسروګلوپه پيالوکي ميوناب دميني زيب کا
داستاچشماني زيب کا


فردوسي حوري ښايستې دي اوکه ستاخوشفامي سترګي
شهلابادامي سترګي


اې دوسته! ستادسترګوپه روى رب پيداګړې سترګي


چي وويني ستاسترګي


نوځکه ګلبيدارويني ددوست ګرامي سترګي
شهلابادامي سترګي

Copyright Larawbar 2007-2024