کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آيا د لوئى جرګي څخه چا ادر واخستي.. ؟

آيا د لوئى جرګي څخه چا ادر واخستي.. ؟


We will never allow you to dictate to us, How to run our country to comply to whom our country

ژباړه- موږ به چاته اجازه ورنه كړو چي څوك موږ ته لارښودنه وكړي چي داوكړي دامه كوي موږ خپل هيواد څنګه مايه كوو دازموږ كار دي.


دهغه ..هغه وينا وي دي چي دافغانستان دلويوجرګو استاځو ياد افغانستان حكمرانانو هر وخت ونړۍ والو ته په ګوته كړي دي چي په افغانستان كښې او دافغانستان په تاريخ كښې خوندي او ثبت دي كله چي دنړۍ لوئى استسمار په ټول هندا او ايران باندي خپل حكم چلوي او افغانستان ته هم لارښود نه كوله چي د روس سره دي اړيكى نه ټينګوي دوخت حكمران لويه جرګه را وغوښته چي دبرتانيې په شوي لارښودنه غور وكړي د جرګى استاځو هم داپورتني خبره وكړه چي برتانيه څوك ده چي وافغانستنان ته لارښودنه كوي چي داو كړه او دامه كوه بيا چي شهيد داود خان په كال ۱۹۷۷ء كښې دمارچ په مياشت كښې ماسكو ته دوخت دشوروي اتحاد په بلنه ولاړي او د د واړو هيوادو دپلاؤ په خبري دسردار محمد داؤ دشهيد او د ښاغلي بريژنيف په مشري كښې پيل شوي دشوروي اتحاد مشر بريژنيف ته هم داخبره وكړه شهيد محمددا ؤدخان دخپل پلاوي سره ولاړ شوي هم هغه څه يې ورته وويل خو دوي هم هغه جواب وركړي چي ته څوك يې چي افغانستان دي دا وكړي او دادي نه كوي هم دا ډول پيښه په ماسكو كښې دنور محمدتركي سره وشوه چي داټولى خبري او تاريخى پيښى په تاريخ كښې خوندي دي. خو دبده مرغه نن هغه ملكونه وافغانستان ته پيغور وركوي چا چي دافغانستان دوخت دحكمرانانو په ضد ولاړ وو چي دوي دي دنړۍ وال استعمار په ملاتړ كښې و دريږي او سيټو او سنټو غړۍ دى شي هم دهغه دافغانستان ګاونډيان او داستعمار ملا تړي وو چي په افغانستان باندي نه يواځي اقتصادي بنديځو نه لګول بلكى دنړۍ وال قانون څخه يې سرغړو نه هم كوله او لوئى لاري بي تړلي چي په اوسنى زمان او وخت كښې هم ليدل كيږي دافغانستان دهغه ګاونډيان وو چي د دوي دناوړه بنديځونو دكبله دخپل ګاونډي شوروي سره واړيكوټنكو لوته اړشو او هغه په پټه خپل سوچ او نظريات دومره په افغانستان كښې و خورول چي داپريل ۱۹۷۸ء لويه پيښه رامخ ته شوه او بياد يوه لوئى لاس پوځى په مشري كښې په كال ۱۹۷۹ د دسمبر په مياشت كښې شوروي سرى لښكري وافغانستان ته ننوتي او د دهغه كزك پائيلي نن زموږ او ټولي نړۍ ومخ ته دي افغان ولس او افغانستان څومره وران او ويجاړ شو په دي هر څوك خبر دي خو بيرته هم دهغه ګاونډيان دا خوار ولس او دهغه خاوره په كراره نه ايله كوي ولى چي يوسو كاله افغانستان د دوي وګټوته يو لوئى خنډ دي او هر افغان ماشوم په دي ښه پوه دي خونن نړۍ ډيره بدله شوي ده نن يو نړۍ وال كلي رامخ ته شوي چي څنګه څنګه وخت تريږي د زور كمبله به كت كيږي اود برابري اوعدالت لاره به دهغه نړۍ وال كلى په مخه كوي كنې دانړۍ وال كلي به ورانيږي ځكه بشر ته په كار دي چي دخپلو ګټو دپاره دي نور ملكونه او ولسونه نه تالار كوي او په زياته بياګاونډ يوته په كاردي چي دبرابري په لاره تګ سره وكړي نه داچي دخپلو ګټود پاره هر څه تر پښولاندي كړي چي ګاونډي يې و دي ته اړشى چي د زورور مرسته وغواړى لكه افغانستان چي ودي ته په وارو وارو اړكړل شوي دي؟


پښتانه وائى څه ميرمن ګنده څه ميچن ګنده كه موږ داتيرو ناخوالو ته وګورو نو په دي كښې لوئى لاس پخپله دافغانانو پښتنو دي كه هغه دوخت حكمرانان وو يا كه هغه سياسي او مذهبى مشران وو چي دخپل هيواد او ولس دګټو په ځائى يې دنورو په ټال يې ځان ټال كړي وو تراوسه شهيدداؤ دخان په حكومتى څوكى ناست وو خوګلبدين حكمت يار بر هان الدين ربانى احمدشاه مسعود څه ونه كړو؟ او ددي دڅنګه ځان ته مترقى ويونكو دچاپه وينا داسي حالات جوړ كړو چي دوي دبل باندني هيواد سره اړيكي جوړي كړي او دافغانستان په خاوره يې كودتاه وكړي او دهيواد دورانو لوبنسټ يې كښيښو دي بياثر دي هم يو ګام وخوروي چي ولي مشر ببرك كامل يې دسرولښكرو سره ځان په ټانك باندي كابل ته راوررساوي خو دوي داسوچ ونه كړي چي ددي پايلي يه څه وي؟ په يوه داسي هيواد كښې چي هغه كله هم باندني په خپله خاوره نه وي ايله كړي پايله يې ټولو وليده او ګوري يې دافغانستان حكمرانانو داپړه وكړه چي دوي دخپل ولس ته قومى اقتصاد جوړنه كړي چي ټول ولس باندي راټول شوي وي بلكى ولس يې ودي ته اړكړي چي وګاونډي ملكوته ولاړ شي پاته يې هغه كډوالو برابره كړه چي دلكاؤ په شمير دثور دپيښى وروسته واستل شوه چي پايلى يې نن هر څوك ليدلى شي.


په دي كښې شك نشته چي پښتنو افغانانو هر وخت دجنګ ډګر په خپله مړانه ګټلي دي او دتاريخ په او ږدوكښې داهم رښتيا دي چي دسياست په ميدان كښې دوي خپله ګټلى دلاسه وركوي ده د اځكه چي داملت د ډيروسرشندنو وروسته ګټه دبل په لمن كښې اچولي او باك يې نه دي پكښى وهلي داځكه چي پښتون افغان خپل ځان نه دي پيژندلي كه څوك دكيميونسټ په نامه راغلى دي كه څوك داسلام په نامه راغلى دي يا دوطنوال په نامه راغلي دي ترراغلى څخه زياته سرشندنه مر دهغه ساداره كړي ده اوچي دګټى وخت راغلى دي په دوه لاسه ولاړ شوي دي داځكه چي هر څوك وځان ته يوهدف او مخه لري او غواړي چي دهري لاري وخپل هدف ته ورسيږي خو زموږ هغو هم د دوي په ټال ټال خو ري چي دټال څخه راځوړ شي سريې پرله ګرځي او دانه ورښكاره كيږي خو يارانو خپل كارځينى اخستي وي په حكمرانانو كښې هم دومره زور پاته نه وي چي دخپل هيواد او دخپل ملت په ضد كار كونكى راوپرځوي ولكه هغه هر څوك وي په ۳۲كلو كښې چي څومره مرګونه او ورانى په افغانستان كښې وشو خو تراوسه يوه ته سزا څه چي ګوته هم ونه نيول شو چي داهر څه نور په لمسون هم تاكړي دي بلكى نن هم دهغه ډول كسان وياړلي باتوره او(HEROES) دي داځكه چي دوي ته دخپلوكړونه سزا وركول شوي نه ده دوي ددهغه ګنده كار څخه راكرځول شوي نه دي هر يو غواړي چي ديوي وړوكى ډلي په زور دهري لاري چي وي دافغانستان و دهغه بي خاونده لوئى څوكي ته ځان ورسوي ددي سره چي دهغه وړوكى ډله د باندنيو ملكو مرسته اخلي او دخپل هيواد او خپل ولس سره به خيانت هم كوي او په دي اوسنى لويه جرګه كښې استاځوداخبره په ګوته كړه چي په حكومت كښې په پارليمان كښې او ددي څخه وتلي داسي ډلي ټپلى شته چي دوي دباندنيو شبكو دپاره كار كوي.


په هر ملك كښې څه نه څه لږ كي قوميتونه اوسي بلكى په افغانستان كښې خود نور ولږ كيوافغانانو شمير دايران په پرتله ډير لږ دي خوالته دلږكيو څه ارزښت دي آن داچي دپارسي په چپه بله ژبه نشته خو په افغانستان كښې لبزكي افغانان د ډيرو څخه زياته برخه وړي دهر لږكى ژبه دلوست او دښوونځي ژبه ده بلكى پارسي خوتر پښتو هم زياته ونډه په زده كړو په دفتر او بازار كښې لري خو بيا هم دوي چي نه هغه چمونه كوي دانه چي افغانستان يواځى دپښتنو دي بلكي هر يو چي په دا هيواد كښې ژوند كوي هغه افغان دي او خپله برابره ونډه لري.


پښتانه وائى چي دوه وروڼه دريم حساب خو په دي هيواد كښې داسي نه ده تاوان به هغه څوك وړي دچاپه لاس كښې چي هيڅ نه وي او په تيرو كلو كښې داهر څه وليدل شول اوس اوس چي په كابل كښې لويه جرګه وشوه چي تر دوه زره زياتو استاځو ګډون پكښى وكړي خود طالبانو دڅنګه افغانستان په واك او چاروكښې دبرخى لرولود څنګه ځان ته اپوزشين هم وائى هغوددي جرګى مخالفت وكړي ولى چي دايران او پاكستان نه وخوښه چي دهغه لويه جرګه وشې كه څه هم دافغانستان ولسمشر دا واك لري چي لويه جرګه په دي حالاتو كښې راوغواړي او داپه اساسي قانون كښې راغلى دي خو داسي څوك دخپلو ګټو په چپه بل څه نه ويني په طالبانو خو مخامخ داتور دي چي دوي دپاكستان او ددي ملك د مخبري شبكى په لارښودنه كار كوي خو دوي څنګه ځان ته سپين چرګان وائى او ددي دڅنګه كله چي ددي ډلى مشرد افغانستان دباندنيو چارو وزير وو او دامريكا سره په كومه لوزنامه لاس ليك وكړي دومره جرات اوزړوتياوكړي او هغه مسوده دي وافغان ملت ته ورښكاره او څرګندكړي كه يواځى او يواځي دوي خپلى ګټى څاري او دخپل ملت وګټو ته ارزښت نه وركوي نو به ارومرو افغان ولس دچاپه اړه خپله پريكړه كوي لكه په اوسني لويه جرګه كښې چي يې وكړه عجبه خبره دا ده چي هم هغه څوك چي دطالبانو كلك مخالف دي او داهم نه غواړي چي طالبانو سره دي دسولي خبري اتري وشې او ددي دڅنګه دپاكستان او ددي ملك دمخبري شبكي آئى ايس آئى څخه كلكه كركه كوي دوي دطالبانو سره سم او دايران او پاكستان په لارښودنه دشوي لوئى جرګي په مخالف كښې ورسره يوځائى كيږي او دخپلى خو څخه بشپړه هڅه كوي چي دهغه لويه جرګه ونه شې او ددي دڅنګه په خبري ناستو كښې داخبره په وازه خوله كوي چي دولسمشر حاحدكرزئى دلوئى جرګه دراغوښتلو وشاته يوه بله پټه اينجډا چي نوموړي ولسمشر غواړي چي دلوئى جرګى څخه دامنظوري واخلى چي ديوبل وار دپاره ولسمشر جوړ شې خوكله چي ولسمشر حامد كرزئى دلوئى جرګى په لومړي ورځ په لوئىږغ وويل چي دلوئى جرګى ومخ ته دوي خبري دي يوه داچي دامريكا سره داسټراټيجك تړون او دويم دا چي دمخالفينو يا طالبانو سره دسولي خبري اتري او ددي دڅنګه ولسمشر حامدكرزئى داهم وويل چي دولسمشر يې دوه نيم كاله پاته دي ددي وروسته په نوموړي اپوزيشن مشر كښې څه پاته شول؟ ياپه نوروټكو چي نوموړي و خپل ولس او نړۍ والو ته درواغ ددي دپاره وويل چي افغان ملت او دلوئى جرګى استاځى بدراكړي يا يې په مخالفت باندي وګماري ښاغلى داپوزيشن مشر يوه خواته دافغانستان را روان ولسشمر څوكى ته ځان تيار وي او بلى خواته د ملت څخه ځان كوښه كوي خو دده خوب هغه وخت تحبيرته رسيدي شي چي دي ديوي وړوكى ډلى دمشري څخه ځان راوباسي او دټول افغان ملت مشر ځان په افغانانو وپژنى خودا هغه وخت كيدي شې چي په هره چاره كښې عدالت او هر چاته دابرابري حق وركولو ته غاړه كښيږدي په هر ښه او بده خبره يواځى مخالفت دي نور دملت څخه ليري كوي؟


په تيره اونۍ كښې چي په كابل كښې څلور ورځني لويه جرګه وشوه هغه دهر مخالف او دافغانانو دګټو دمخالفينو سترګي وروغوړولي كه هغه دملكو په بڼه كښې دي كه دسړو په جامه كښې دي ياځان نه تش په نامه اپوزيشن وائى تر دوه زره زيانو استاځو هغه څه څرګندكړو كوم چي دافغان ولس غوښتنه ده ياد سيمى دسوله خوښونكو يادنړۍ والوغوښتنه ده هغه داچي افغان ملت يواځي او يواځى سوله سو كالى او امنيت غواړي داهر څوك چي په افغانستان كښې په يوه نامه اوبل افغانستان ورانوي يا د نورو دګټو دپاره څوك كاركوي داهغه ردكوي اودوي نه مني او دولسى جرګى دهغه تر دوو زره زياتو دګوټ ګوټ څخه راغلو مشرانو سپين ږيرو ديني پوهانو يانور دپارليمان غړو او نورو چي په ګډه كومه پريكړه كړي ده داهم دټول لراوبر افغان غوښتنه ده كه څوك غاړه نه ورته ايږدي هغه دهغو خپل كاردي او دوي ته به خپله افغان ملت سزا وركوي خو په پائى كښې يو وار بياد اخبره چي هر افغان په كار دي خپل ځان وپيژنى او دخپل ټاټوبى خاوند شي.اونړۍ والو ته دا ور څرګنده كړي چي افغان ولس ددي سيمي يوه غږتلي او پياوړي ملت دي چي دسيمي دنورو ملكو ور ته واك او اختيار لري.