لغمان:دپنج پای منځني ښوونځی بنسټ کښېښودل سو

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2011



د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پنج پای منځني ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره د نوموړي ولايت د پوهنې ريیس لخوا په داسى حال كې چې د دولتی ادارو یو شمیر مسوولینو، قومي مشرانو، استادانو او شاګردانو ګډون درلود کیښوودل شوه.


نوموړی ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړیز ډول د ۷۶ زرو امریکایی ډالرو په مجموعي لګښت د د پوهنې وزارت د انکشافی بودجي څخه د۷ میاشتو په موده کې جوړیږی، چې ۶ درسي ټولګي، ۲ اداري خونۍ، ۵ تشنابه او نوري آسانتیاوې به و لری.


دی ادې ونې وړ ده چې اوس مهال په نوموړی ښوونځي کې ۳۷۰ تنه هلکان زده کوونکی د خیمو لاندي په زده کړه بوخت دې چې دیادې ودانۍ په جوړولو سره به د زده كوونكو ستونزه د درسي ټولګيو د نشت والي له امله حل شی.

Copyright Larawbar 2007-2024