کور / کره کتنه / زه څه وکړم ؟

زه څه وکړم ؟

نن مي له ځان سره وويل چې راځه له دې پښتنوليکوالوسره په سپينوټکوکي دزړه خواله وکړه.
ډېري منډي ترړي مي يوې اوبلي خواته وکړې خوهيڅ سپين په لاس رانغلل، بس دخدای ښه پوهېږي چې زه به نابينايم اوکه داټول چې راښکاري په سمه نه دي.
داکيسې دي چې په تېراخريې دې ته مجبورکړم چې له ټولوهغوچې دکافه مسلماني دعويداردي ديوې سپيني مامديني خبري غوښتنه وکړم.
له تېروپنځوکلونوراپه دې خوامي دکمپيوټرزده کړه په دې موخه ترسره کړه چې د دين، ځان اووطن له پاره پکي خدمت وکړای شم اوانټرنټ ته مي هم له تېرودرې کلونوراهيسي پس له ډېروستړيواودمشکلاتوله برداشت سره سره ددې له پاره لاس رسی وموندچې ګوندي څه پکي زده کړم اويايې نوروته پکي وښيم.
خومتاسفانه چې نه مي دپښتنوله خولوڅه واورېدل اونه مي خپله وکړای شول ددوئ اذهان دخپلوتجربواوزدکړوله پلوه تنويرکړای شم.
اوس حيران يم څه وکړم؟
حيران په دې چې که سياست ته ګوتي ورنژدې کړم نويابه دکرزي صاحب، يادامريکايانواوياهم دطالبانوصاحبانوملاتړکوم اويابه له دې دريوڅخه ديوه بدي بيانوم.
بدي که دطالبانوبيانوم نوداسي وپتېيه چې دپيريانوبدي مي وکړه چې والله که دمورپه غېږه کي ترې خلاصون ومومم، اوکه يې دامريکايانوبيانوم نوګوياضمنا مي دکرزي صاحب بدي بيان کړه، داهم په خپل ځای ترپېريانۍ بدي کمه نه ده، ځکه چې له يوپلوه به دپاکستان دآی آيس آی دايجنټ ټاپه درباندي وهل کېږي اوله بل پلوه به دي دځينوليکوالوغوندي کنځلي په برخه وي اوبلاخره به دي کوراوکوروالادشپنۍ تالاشي په ترڅ کي تالاشي اوبې عذته کېږي.
که له سياسته تېرشم اوراشم ادبي بانډارونوته، که رښتياووايم په خدای که يې چندو خونده وي، نه يې پښتوته پکي خدمت کړی اونه وطن او وطن والوته، حتی ځيني خويې له اسلام سره له يوې مخي په بشپړټکرکي واقع دي.
ځيني چې ځان باغي شاعران ګڼي داسي څه يې له شاعري خولې راوځي چې خبرې پرې کول هم ګناه لري اومتملقين يې بيادشاعرپه اندپوري تړي او وايي چې شعريوداسي غونډدی چې هرڅوک ترې دخپلي خوښي معنی را ايستلی شي، چې خوندوردليل نه دی.
اوځيني بيازمااوستاپه خوندوپسي را اخستي او ورته وايي چې داشين خال دي نه دی! دامي ډېرخوښ دی اوپه دې سروغومبرومي يوه ټينګه خوله درلګولي وای نوايله به مي زړه سوړشوی وای.
خوکه نوموړي ته ووايې چې که ستاسوناموس ته چاداسي خبري وکړې آياتاسوبه يې داسي په چکچکوبدرګه کړئ لکه څنګه چې ستاسوشعري کنځلي اودتورسرو سرتوري کول په چکچکو، واه واه  او يوځل بياووايه بدرګه کېږي ؟
که په دې کي هم نه ورګډېږم او دين پوهانوته ورځم نوبياهم حيران دريان پاتي شم چې په دې يوسل اوشل ډلوکي دکومي ومنم اوله کومي سره ځان شريک کړم ترڅوجنت ته لاړشم اوله کومي نه ځان وژغورم ترڅود دوزخ له لمبونجات ومومم.
که مذهب منې، وهابيادي که وابيان دي؟، دا درته راپورته شي او وايي چې مذهب لا له کومه راپيداشواصل خوحديث شريف اوقرآن کريم دی، اومذهبيان بياوايي چې مذهب هم له حديث شريف اوقرآن کريم څخه اخستل شوی اونن سباورځوکي مجتهدين ( له آيت اوحديث نه مسئله اخستونکي ) نشته، نوپه دې بنابايد دمذهب پيروي وشي اوهرڅه الابلابه ګردن ملاشي، په دې سره به موپه قرآن کرم اوحديث شريف کي تېروتني دغاړي توک نه وي.
له دې راپه دېخوايوڅونوري ديني ډلي هم شته چې نومونه يې دلته اخستل ناشونی کاردی، ځکه چې له سلوهم زياتېږي، اوبل يې دخپلي ليکني دموضوع دنه بدلېدوپه خاطرنه ليکم.
دامي هغه څه بيان کړل چې په انټرنيټي نړۍ کي مي ليدلي اوترخې خاطرې ترې لرم، په دې شاهده نړۍ کي هم داحال دی خوداچې کوم يوبه يې بيان کړم ؟ ترې تېرېږم اوراځم خپلي پوښتني ته چې اوس :
زه څه وکړم ؟