کور / شعر / پښتو

پښتو

پښتو
 راځئ د ارتقا په لاره سمه کړو پښتو
د نورو د رفتار سره همدمه کړو پښتو
فرهنګ د ورور وژنې او کینې له منځه یوسو
غمجنه له دې غمه چې بې غمه کړو پښتو
چې جوړیې خط او خال شي هم جمال شي هم کمال شي
په آب د معرفت سره پرتمه کړو پښتو
تثبیت د شخصیت او د هویت کیږي په ژبه
د ځان په تشخص کې مقدمه کړو پښتو
چې علم په کې نه وي، فضلیت به یې په څه وي
په علم به رڼا ته له تورتمه کړو پښتو
هنر چې په کې راشي نو اثر به په کې راشي
رسا او برابره په ریتمه کړو پښتو
دا سر او دا دماغ د پښتنو جوړول غواړي
په ښه کره دماغ به معظمه کړو پښتو
را ټول به طالبان دعلم او فن په دې ټغر وي
خوش فهمه او خوش بویه کړو ګل فمه کړو پښتو
را وسپړو د حال او د ماضۍ د کتاب پاڼې
را پورته له کتابه له قلمه کړو پښتو
د ژبې د پوهانو کمي نشته پښتنو کې
که ژبه سره وکړو او  محکمه کړو پښتو
راځي به پتنګان ورته ټولیږي له هر خوا نه
چې بله کړو روښانه لکه شمعه کړو پښتو
پښتو سره پښتو له پښتنو غواړي سرتوره!
په دې دستور ډاډمنه خاطرجمعه کړو پښتو