کور / علمي / په شخصيت کي دتحرک را منځته کول

په شخصيت کي دتحرک را منځته کول

دشخصيت  لغوي تعريف
 دشخصيت کلمه ديوه عربي مصدر څخه اشتقاق سوې دصفت(ستايني) کلمه ده چي په انګليسي کي ورته Adjective ويل کېږي   دصفت دا کلمه دکائناتو په جهان کي   اکرم دمخلوقاتوفردي حرکاتو (انساني وړتيا) ته ور کول کېږي  
دشخصيت اصطلاحي تعريف :
هر هغه څوک يا کس چي په ټولنه کي په ښکاره يا پټ ډول دخپل حرکت په پايله کي چي ديوه شخصيت څر ګندونه کوي .پربنسټ يې موږ  په ټولنيزو نظامونو کي ديوه چا کړه وړه دهغه دشخصيت زېږنده بولو  يا په بله معني  (( شخصيت عبارت له هغي پديدې څخه دى چي ديوه چا دکړوړو څرګندونه کوي )) 
يا په بل عبارت  (( شخصيت عبارت  له هغي پديدې څخه دى چي  په ټولنه کي دکړنو او کردار په پايله کي  دانسان  دماهيت اهميت  ثابتوي ))  ښايي درانه مفکرين دشخصيت اړوند  ډېرتعريفونه ولري  ولي زما په نظر دا پورته دوه تعريفه يې هډو  هر چا دتائيد وړ باله سي
دشخصيت  ماهيت  :
انسان اړ دى چي په ټولنه دانساني کرا مت په ثبات خپل ځان مطرح وښوي ځکه نو اړ تيا ده چي په ټولنه کي   دهغه شخصيت  په ټولنه کي چي په مثبتو حرکاتو سره  دطغن ، سبوتاز ، ناانډولي ، کرکي او …… منفي کړو په وړاندي  دمبارز په توګه ښوول کېږي ماهيت ټاکي
دشخصيت اهميت :
په هر ډول چي وي انساني سرچيني دنده لري چي دالهي  اموراتو دمصداقونو او اوامرو په لړ او پلي کولو په هدف  دالله(ج)  له ذاته پرته په نورو مخلوقاتو کي انسان  اکرم پيدا سوي چي دهغه دتکريم مفهوم هم په دې کي نغښتئ چي  انسان دنورو مخلوقاتو په پرتله ددرې ګونو توکو (عقل،تميز،فکر) په لرولو داو بشري کالبوت دهغوئ دکاروني په پايله کي   دهغه شخصيت  ټولني ته وړاندي کوي چي په دې سره دهره يوه انسان  شخصيت دهغه دکړو وړو تر جماني کوي
دشخصيت ډول :
شخصيت په ټولنه کي  متفرق  پوهان له متفرقو زايو څخه څېړي ، ځيني په دې نظر وي چي : کودن ، کاڼه ، ګونګيان ، ماشومان ، زاړه يا په بله معني غير نور نورمال کسان  په شخصيوتونو کي نه را ولي ، ولي داسي نه ده  هر هغه څوک چي  دمځکي پر مخ ديوه وګړي په توګه  ژوند کوي هغه ته شخصيت ويل کي چي په تدريجي ډول له پټ حالته وڅرګند حالت ته  را وړاندي کېږي 
په انساني شخصيت کي دتحرک را منځته کول
موږ دنده لرو چي په ټولنه کي دژوند کولو  په مفهوم تل له ځانه سره  داسي کړوه وړه ولرو چي زموږ په لفظي يا جسماني حرکت سره ديوه چا په وجود کي  دپارېدني حس پياوړى  کړي 
په شخصيت کي دپاريدني لاري او چاري ډېري او متفرقي دي  دا ټولي کړني  داغاز يا پيل  په سر  دmission   دپلي کېدو په موخه دوې پديدې ديوه مصدر غوندي لري  چي هغه  عبارت : له ګړدود او خوځښت  څخه دي .
په ګړدود سره موږ کولاى سو چي دخبرو له لاري  ديوه شخصيت دراپاريدني له پاره دهغه په ذهن کي داسي  يوه نقطه ورکړو  چي هغه دهغه لپاره  يه راتلونکي نقش لوبوونکى  هدف وټاکي  او دګړدود ديوه بل پسوند په توګه  دليک دود په مرسته په ليکلي ډول هغه ته داسي څه ورکوي چي  دهغه نوشتې دلوستني په پايله کي يو شخصيت  په ځان کي دپارېدني حس لمړئ پيدا او بيا هغه وپالي 
په دوهم اړخ کي موږ په تخنيکي ډول کولاى سو چي  ديوه مثبت او ټاکونکي عمل په تر سره کېدو يو شخصيت زموږ له کړني اقتباس واخلي  او دهغه په تر سره کېدو سره ځان تر يوه پړاوه ورسوي
دساري په ډول :
موږ يوه داسي چاته  چي تر اوسه په عقيدتي اړخ کي ځان نه وي جوړ کړى  داجوته کړو چي انسان اړدى چي دارواحي پلوه پر يوه خداى باور ولري   او په دې سره موږ هغه ته دعقايدو داسي يو کتاب په نښه کړو چي الله (ج)موږ ته په صفاتو او قدرتونو سره را پېژني
او په عملي اړخ کي موږ پنځه وخته لمونځ کوو چي په دې سره هغه ته دا احساس وي چي انسان په فزيکي اړخ سره  دخپلي بندګۍ اعتراف   دلمانځه په حرکاتو ثابت کاندي
يا په يوه بل مثال سره  موږ ديوه بېکاره ځوان لپاره دکسب تيوري ټاکو هغه ديوه مشخص مسلک  دلاسته را وړلو په مفهوم دتخنيک لور ته سوق کوو هغه (مستري خانې ، نجارۍ ، او ….. ) ته بيايو  او هلته دهغه مسلک دزده په لاس ته راوړو  سره هغه دا تيوري  ور کوو چي که ته دغه مسلک ولري سبا ته به ديوه نجار ، ميخانيک ، استاد ، موټر وان ……. په توګه مطرح سې چي په دې لاسته را وړنه سره به   له يوه اړخه  له بيکارۍ او دهغې په پايله کي له لټۍ ، خرافاتو او بې سرنوشتۍ را وګرځې په بل اړخ کي به دخپل مسلک په لرلو سره  دخپل شخصيت طول په ټولنه کي لوړ کړې او درېيم اړخ کي به  دي اقتصادي پياوړ تيا ددې لامل سي چي هوسا ژوند ولرې .