د بې پيلوټه الوتکي په بريد کي ٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

عطاالله محمدي | سپتمبر 13th, 2011


د شمالي وزيرستان د مير علي نومي ښار په يوې اړونده سيمه کي د امريکايي بې پيلوټه الوتکي د بريد په پايله کي ٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
په سيمه کي امنيتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وايي چي الوتکي په ياده سيمه کي پر يوه موټر د ٢ مزايلو وار وکړ چي په پايله کي يې ياده مرګ ژوبله واوښته .
چارواکي وايي چي په وژل سوو کسانو کي يو عرب او يو بل هم د سيمي اوسېدونکى دئ خو په دې اړه چي وژل سوي کسان به جګپوړي چارواکي ول او که يا ناخبري ښيي .
په سيمه کي ولسي وګړي هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چي د الوتکي تر بريد وروسته موټر اور اخستى چي په پايله کي يې ياد کسان سوځلي .

Copyright Larawbar 2007-2024