افغانستان او د سپتمبر د یولسمی غمیزه

د لراوبر اداره | سپتمبر 12th, 2011


دسپتمبر یولسمه ۲۰۱۱ کال


هسی خو په نړۍ کی د هر هیواد تاریخی ورځی د لمانځلو ځانګړی طریقی اولاری لري خو ډیره په زړه پوری ده چی دافغان ولس ځوانانو دوه تاریخی ورځی ، چی یوه یی دافغانانو خپله اوبله یی دامریکایانو د تراژیدۍ ورځ ، چی هسی په هسی یی افغانان د امریکایی استکبار ښکار کړل، په ډیره عجیبه او مثالی توګه ولمانځلی.


د اګست نولسمه ورځ چی د افغانستان په تاریخ کی د انګلیسانو داستعمار څخه د ازادۍ دورځی په نامه ثبت شوی او دهمغه وخته راهیسی په ځانګړو مراسمو لمانځل کیږی، سږکال یی ځانګړی مراسم په دی خاطر بل منګه و چی افغانستان د انګلیسانو د ولکی څخه د وتلو وروسته یوځل بیا دهغوی په لاسو کی دلسو کالو راهیسی ښکیل دی . ازادی یی له لاسه ورکړی ، دهیواد زمکه ، اسمان او جغرافیایی پولی د پردیو عسکرو تر پښولاندی دی ، دبهرنی سیاست او کورني امنیت په اړه مو نور تصمیم نیسي او یوشمیر په میو مست افغانان یی د حکومت او نظام تر نامه لاندی په داسی خدمت کی بوخت دی چی هره خبره یی د قوم او ولس د شرمیدو او خجالت سبب ګرځی . خو سږکال دا ورځ دیوشمیر سرتیرو له اړخه په کابل کی دانګلیس په سیاسی دفتر باندی د برید کولو او دهغوی څخه د ازادۍ د ترلاسه کولو په توګه و لمانځل شوه . او نن د سپتمبر یولسمه ورځ هم په داسی حال کی چی په کابل کی دامریکا دسفارت له اړخه په ځانګړو مراسمو لمانځل کیده د یو شمیر سر تیرو له اړخه د ودرګو په ولایت کی بین المللی ښکیلاګرو ته دعبرت د ورښوولو په څیر و لمانځل شوه . د راپورونو له مخی هلته ددی نه د مخته ورځی په ماښام د لرګیونه ډکه یوه لارۍ و چاودیدله او دهغه ځای دمیشتو ۷۷کسه امریکایی عسکر و په ګډون یی ۱۱۵ کسان مړه اوژوبل کړی دی . مونږ ددی پیښی په اړوند څه نه وایو ، خو ددی پیښی څخه باید امریکایان او انګلیسان د نورو نیواکګرو سره یو ځای دا درس واخلی او شاید چی اخستی یی هم وی چی افغانستان د هغوی له پاره دقبرستان په څیر ګرزیدلی او په دی کی شک نه شته چی دا هیواد به لکه دتاریخ پاڼی چی وایی او دافغانستان شازلمو د خپلو وینو په واسطه دا ثابته کړی چی افغانستان دبهرنیو ښکیلاګرو له پاره قبرستان دی .


ددی نه مخته چی دهیواد د ازادۍ د ورځی په ویاړ چی په کابل کی د انګلیس په کونسلګرۍ کوم وژونکی برید شوی و ، پخپله ددی ښکاروندوی دی چی افغانان هوډ من دی دانګلیسانواو امریکایانو څخه یوځل بیا د خپل هیواد ازادي تر ګوتو کړي . پخپله غربی سیاستوال په دی اړه لیکی چی : « هغه بمب چی نن یی په کابل کی دانګلیس کونسلګري وڅیرله ، مونږ ته دا پيغام راکوی چی عسکر باید خامخا وویستل شی او افغانستان یو ځل بیا د انګلیس او امریکا دامپراطورۍ څخه ازادي تر لاسه کړي .»


دا چی دسپتمبر یولسمه څه ډول او څنګه راپیښه شوه ، مختلف څیړونکی یی بلمنګه څرګندوی ، پخپله امریکایی څیړونکی په دی آند دی چی په دی پيښه کی د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جارج ډبلیو بش لاسونه ښکیل دی ، دا دهغه د هغه خونړي سیاست یوه برخه وه چی غوښتل یی په دی بهانه او چل سره د افغانستان د ولکی کولو او بیا دهمدی لاری په نړیوالو طبیعی سرچینو او دمرکزی اسیا په هیوادونو ولکه وکړي . امریکایانو اټکل کړی و چی د شمالی ټلوالی د یوڅو پلورل شوو عناصرو او د روسانو په خلاف په پاکستان کی د یوڅو جوړکړل شوو بی بنسټه اوبی اساسه ډلو ټپلو په اخستلو او د یوڅو بی سره پروفیسورانو په رانیولو به افغانستان د تل له پاره په خپله ولکه کی راوړی . هغوی تر یوه حده په دی موفق هم شول . ځکه دامریکا ولسمشر په افغانستان کی د طالبانو درژیم د له منځه وړلو اوهلته د بن د خندونکی ډرامی وروسته د ولسمشر کرزی تر نامه لاندی د یوه نظام د جوړښت په وخت کی په ډیره خوښۍ سره اعلان وکړ چی ( مشن اِز اکمپلیش ) ، هغه په دی ډیر خوشحاله و چی ټول افغانستان یی د (۷۵ میلیونه ډالرو ) په مقابل کی واخست او خپلی مهری یی پری حاکمی کړی . په دی اساس یی خپله مخه عراق ته کړه او هلته یی د افغانستان په ګډون هغه غیر انسانی اعمال تر سره کړل چی د نازیانو او یهودانو دوینه تویونکو اعمالونه ډک تاریخونه هم تری مخونه پټوی .


د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمی نه وروسته او دهمغه کال د اکتوبر د اومی سره سم ، یعنی کله چی امریکایانو افغان مظلوم ولس دخپلو پرمختللو بمی وسلو ، یوارنیمي بمونو او ډول ډول بمباریو لاندی ونیو ، تر دی دمه چی د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر یولسمه یی لس کاله پوره کوی د افغانستان د ولس تر نیمایی زیات وګړی بی کوره شوی ، دغیر رسمی شمیرو له مخی په سلګونو زره کسان وژل شوی ، جایدادونه او شتمنۍ یی له منځه تللي ، کورونه او کلی یی هوار شوی ، عصمتونه او عفتونه یی د پردیو عسکرو ترپښو لاندی شوی ، فحشات ، نجاست ، لواطت ، قمار ، شراب …..هر څه په کی د امریکا او اروپا دکوڅو اوبازارونو څخه هم د ازادۍ تر نامه لاندی تر خپل اخری پولو پوری رسیدلی ، مافیایی عناصر او جنګی خونړي سالاران په کی حاکم دی ، د امریکا اوایساف نظامی تمځایونه دافغانی نجونو اوښخو دښکار مهم ځایونه ګرزیدلی اونن په هیواد کی همغه خلک ډیر مخته دی ، ډیر شتمن دی ، ډیر مخور دی چی په دغو کارونو کی په یوه ډول نه یوه ډول راښکیل شوی دی.او د امریکایانو په باد راوړی بودجه یی په لاسو کی اوړی را اوړی . نن ټول هیواد د افغان ولس د ازادۍ د پتنګانو له پاره دګوانتانو زندان ګرزیدلی ، د افغانانو دپاره خپل هستوګنځی ، او هغوی له پاره هم چی د امریکایانو په پښو کی یی خپله حیا او عزت ځار کړی ، یو ستر زندان ګرزیدلی ، نه یی ښځه ، نه یی کوچنیان او نه پخپله دازادو ګرزیدو اجازه لری . خو افغانستان یوازی د پردیو له پاره ازاد هیواد دی ، دهغوی له پاره دهغوی له اړخه دلاسپوڅی رژیم د وخت نا اهله ، بدکړچاره او ناپوهه وزیر عبدالله سند لاسلیک کړی چی ( بیرونی ځواکونه چی هر څه کوی په کی ازاد دی او دهیڅ ډول عدلی تعقیب لاندی به نه راځی ). او طبیعی ده چی دا قانون به تر هغو پوری روان وی تر څو چی په هیواد کی یو انقلابی بدلون نه وی راغلی .


نن چی د سپتمبر د پیښی څخه لس کاله تیرشول ، او امریکایانو هم څه نا څه خپل هدف ، د اسامه بن لادن ، په وژلو سره تر لاسه کړ ، او تر څنګ یی دامریکا د سی ای ای د اداری له اړخه اعلان هم وشو چی په افغانستان کی اوس د القاعدی دغړو شمیره د پنځوسو اوسلو په شاوخوا کی پاته ده ، نوپه کار خو دا و چی امریکایانو د افغانستان څخه د خپلو پښو دسپکولو له پاره ګام اخستی وای. هغوی باید دخپل ډیر نزدی دوست سعودی عربستان د استخباراتو دپخوانی رئیس خبری په غور سره اوریدلی وای .لکه چی هغه په یوی وینا کی داسی وویل :


« امریکا ته په کار وه ،چې دبن لادن له ترور یې ډیره ګټه پورته کړې وه اعلان يې کړې وای ،چې موږ دافغانستان جګړه وګټله او له دې هېواده نور راوځو او لامل یې دهمدې بن لادن وژنه په ګوته کړای وای ، خو امریکا له یو ډول ولسي مقاومت سره مخ ده او وضعیت نور هم ترینګلې کیږي . نوموړی زیاتوي : د روان کال دمی په لومړۍ نېټه امریکايي ځواکونو بن لادن په ایبټ اباد کې له منځه یوړ ، خو داوباما حکومت هیچا ونه ستایه . ترکي الفیصل ،په امریکا کې د دستراتیژیکو او نړیوالو څیړنو په مرکز کې يې دترهګرۍ په اړه خبرې کولې وویل : په ګرده نړۍ ان په امریکا کې هم دبن لادن دترور ښه هرکلی ونشو ، د بن لادن وژنه دامریکا لپاره یو ښه چانس و ،چې ستاسې ولسمشر ویلای وای … زموږ دنده ترسره شوه او موخه مو تر لاسه کړه او له افغانستانه يې دراوتلو مهالویش اعلان کړې وای او دافغانانو لپاره یې دپرمختګ هیله غوښتې وای ، خو دا ډول هیڅ یو کار ونشو .


ترکي الفیصل وايي : زه بیا خپله خبره تکراروم ، چې دبن لادن له وژلو سره جوخت باید اوباما له افغانستانه دخپلو سرتیرو دسمدستي راویستلو اعلان کړې وای او له افغانستانه راوتې وای زما موخه دا نه ده ،چې تاسې خپل سفارت وتړې او اقتصادي مرستې مو بندې کړې ، خو په افغانستان کې دسرتیرو میشتیدل داسې یوه چاره ده ،چې هیڅکله یې ګټه نه ده کړې . ترکي الفیصل زیاتوي : زه اندېښنه لرم ،چې امریکا به په نږدې راتلونکي له افغانستانه راووځي ، خو دبن لادن د وژنې مهال ډیر ایډیالي و ، چې امریکا له افغانستان سرلوړې راوتې وه او ددې روانې جګړې لپاره ، چې دپای څرک يې نه لګیږي کوم بل ډول بڼه غوره کړې وه . »


ترکي الفیصل وايي اوس جګړه تر طالبانو محدوده نه ده او نه یوازې پښتانه د طالبانو ملاتړ کوي ټول افغان ولس بهرنیان نه غواړي ،چې ددوی په هېواد کې میشت وي .. جګړه ورسره کوي اوس دامریکایانو پر ضد یوازې پښتانه نه جنګیږي ، بلکې جګړې ملي بڼه غوره کړې ده . نوموړی وايي : سپینه يې وایم ملا عمر اوس د دویمې درجې کس دی ماته ټول رارسیدلې معلومات وايي : ملا عمر اوس په افغانستان کې نشته د پاکستان په کومه سیمه کې به غلې وي ، خو جګړه اوس ملي شوې ده او دهېواد نورو برخو ته هم غځیدلې ده او ملا عمر به دهغو کسانو له ډلې یو وي ،چې مقاومت کوي »


اوس راځئ د ترکی الفیصل تجزیه دخپلو ناافغانانو د خبرو او څیړنو سره مقایسه کړئ .


دنظار د ډلګۍ د قومندان اوبیا وروسته د پخوانی شوروی اتحادد څلویښتم لمبر د ځواکونو له اړخه د ورکړل شوی لقب اتل!!؟ احمدشاه مسعود دمړینی په لسمه کلیزه کی د په اصطلاح جهادی مشرانو یوه لیکه د امریکایانو په صفت کی لاس په نامه ولاړه وه . هر یوه یی غوښتل خبری وکړی او په خپلو خبرو کی امریکایانو ته د هیوادوالو د وژلو سند په لاس کی ورکړی . په دی ډله کی د هزارګانو دډلی مشر محقق د نیواکګرو په خلاف د راولاړ شوی غورزنګ مسؤلین په دی تورن کړل چی دخپلو هغه احسان کونکو په خلاف راپاڅیدلی چی د شوروی د اشغال په وخت کی یی مونږ او دوی ته ګډ کومکونه ور کول . ….محقق حق لری دا خبره وکړی ځکه چی که بهرنیان نه وایی او دبهرنیانو لاس نیوی او بسپنه یی تر شا نه وایی نو هیڅکله به دی بی وزرو مرغه الوت نه وای کړی . پروفیسور سیاف بیا وایی چی :


«اې وروره ته چې ډیر ځان ته مسلمان وایې، اوله بهرنیانو بده وړې، ایا ته په خپله په بهرنو پیسو نه یې جوړ شوی، د افغانستان د جهاد په مقابل کې د چا له خوا اماده شوی یې ؟ ،جګړه مخکې له بهرنیانو هم وه، له بهرنیانو وروسته به هم وي او دا دی د بهرنیانو په شتون کې هم دوام لري، دا جګړه د بهرنیانو په ضد نه ده، دا جګړه د افغانستان په ضد ده او دا جګړه ددې مجاهد هیواد د ژوندي پاتی کیدو په وړاندې ده»


پروفیسور سیاف ریښتیا وایی ، ځکه هغوی ټول چی په بهرنیو پیسو جوړ شوی او ځانته یی مسلمان وایه ، د سیدنا عمر رضی الله عنه دحکومت نه یی پورته حکومت غوښت ، دپخواني پادشاه ظاهرخان له پاره یی دهغه په سینه کی د کلاشینکوف د جاجور د تشه ولو ژمنی کولی ، امریکایی دیپلوماتانو ته به یی لاس نه ورکاوه ، اوس باید دهغوی د پیسو احسان او بدله ورکړی اوهغه احسان همدا دی چی دپردیو په چوپړ کی د هسپانیی د (ابوداود) رول ولوبوي . ریښتیا هم چی دا جګړه د بهرنیانو څخه پخوا هم وه ، یعنی هغه وخت چی محترم استاد او انډیوالان یی په پردیو لاسو کی لوبیدل ، دوه ګونی مخ یی درلود، او اسلامی انقلاب یی په زوره اختطاف او دپردیو په ولکه کی ورکړ. هغه باید نن دامریکایانو صفت وکړی اودهغوی د لاسپوڅو ملاتړ وکړی . خو هغه ته دا باید ډاګیزه وی چی هغوی چی دخپلی خاوری په غیرت را لوی او جوړ شوی هیڅکله به هم په خپله دغه مقدسه خاوره کی دپردیو په ځنځیر کی شپی تیری نه کړی ….استاد ته په کار ده چی خپل ځان د تاریخ په آینه کی وتلي …..


فهیم بیا شکایت کوی او وایی چی : اوسنی وضعیت بحرانی دی ، اوسني نظام ونشو کولای چی موجوده ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي ،د هغه په وینا ضرور ده چې په هیواد کې ملي زعامت رامنځ ته شي څو موجوده ستونزو ته د پای ټکې کیښودل شي »


فهیم د لسوکالو د ولسمشرۍ د معاونیت نه وروسته اوس هغو پایلو ته ورسید چی مونږ یی همغه لس کاله مخکی وړاند وینه کوله . ټولو روڼ آندو افغانانو ، سیاست او اقتصاد پوهانو ته دهمغه لمړۍ ورځی دا ډاګیزه شوی وه چی د هیواد زعامت که هغه د ولسمشرۍ په کچه دی او که دهغه دمعاونینو او وزیرانو ، اووالیانو په کچه دی ټول کمزوری ، ضعیف په مافیایی لومو او اداری فساد کی ککړ او ددی نظام اورژیم د پر مخ بوتللو جوګه نه دی. اوپه کار وه چی دی خلکو دخپل تاریخ دخرابیدو په ځای په همغه وخت کی په عزتمنده توګه خپلی دندی پری ایښی وای .


ددی نه اخوا امریکایانو او د ناټو غړو هیوادونو هوډ کړی چی د افغانستان څخه به خپل ځواکونه باسی . خویو شمیر پلورل شوی عناصر دهغوی پسی کلک نښتی چی باید په افغانستان کی دایمی فوځی تمځایونه ولری. نزدی یوه میاشت مخته مو د لویی جرګی د جوړښت له پاره د جوړشوی کمیسیون د یوه معاون سره د سولی د جرګی د دایریدوپه اړه خبری کولی ، ویل یی چی که چیری تاسی غواړئ زمونږسره د امریکایی فوځی تمځایونو په اړه خبری وکړی نو مونږ خو هوډ لرو چی په دی اړه لویه جرګه راوبولو او امریکاته تمځایونه ورکړو ځکه چی دامریکایانو د وتلووروسته به زمونږ تضمین کونکی نه وی . که په دی اړه خبری کول غواړئ او موافق یاست مونږ درته ښه راغلاست وایو او که نه معذرت مو ومنئ …..


په دی اړه ماته د امریکا د دفاع د پخوانی وزیر رابرټ ګیټ خبره را یاده شوه چی ویلی یی وو ، چی مونږ په افغانستان کی نظامی تمځایونه نه غواړو خودا افغانان دی چی زمونږ څخه غواړي تمځایونه ولرو ، نو که افغانان له مونږه غواړی تمځایونه ولرو نوهغه به دافغان ملی اردو سره یو ځای وی ……


دامریکانوی سفیر څو ورځی مخته وویل چی امریکایان په افغانستان کی تمځایونه نه غواړی …… خو دبلی لوری د ولسمشر کرزی ماهویست سلاکار سپنتا دهر چانه مخته دامریکایانو په چوپړ کی پروت دی او دهغوی سره غواړي په ستراتیزیکو اړیکو یا په بله اصطلاح د افغانستان دخاوري په رسمی پلورلو باندی سودا وکړی. دسپتمبر په لسمه په خبرو کی ګډون کونکی امریکایی سلاکار وویل چی :افغانستان غواړي چې دموافقې دتصویب لپاره لویه جرګه وغواړي څو مشروعیت ترلاسه کړي. خو امریکا به دا موافقه کانګریس ته وړاندې نه کړي ځکه چې دا داسی تړون نه دی چې دکانګریس تصویب ته اړتیا ولري. په دې سند کې دامریکا لپاره مهم هدف دا دی چې افغانستان ته ډاډ ورکړي چې د ځواکونو له ایستلو وروسته به افغانستان ته بیا شا نه اړوي ….. ددې موافقې په مسوده کې له ۲۰۱۴ وروسته هم دافغانستان له پوځي اډو څخه دامریکايي پوځیانو له لوري دګډې استفادې یادونه شوې ده. امریکايي پوځیان تاکید کوي چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو دحضور دوام دافغانانو دبلنې پراساس وي. »


فوځی نظامی تمځایونه خو لاپریږده چی امریکایان دی ته هم حاضر نه دی چی هغه اردو ته چی په خپلو لاسو یی جوړه کړی ، د وسلو او مهماتو د ورکولو ژمنه وکړی ، ځکه هغوی وایی چی مونږ د ډیر بد اقتصادي بحران سره مخ یو اونه شو کولی په دی اړه همدا اوس وړاند وینه وکړو . طبعی ده چی په هغه صورت کی به دا اردو هم له منځه ځی ځکه چی د اردو دمیاشتینو معاشاتو لړۍ تر شپږ میلیاردو ډالرو زیاتیږی او د امریکا د مالی سرچینو په کمښت سره به دغه په زور راوړل شوی عسکر هم خپلی دندی پریږدی . همدا دوه ورځی مخته د ناټو اوایساف راپور خپورشوی چی په کی یی ویلی دی چی یواځی په تیرو شپږو میاشتو کی د ملی اردو ۲۴زره کسان داردو څخه تښتیدلی دی ، نو که داوسنۍ تنخوا سره سره بیا هم دا غولول شوی عسکر دهغوی تر څنګ نه تم کیږی نو د تنخوا د بهیر د وچیدو اویا کمیدو په صورت کی خو به هیڅکله هم تم نه شی او بیا به د نظامی تمځایونو دغه لاسپوڅی عناصر دخپلو خوندی پاته کیدو له پاره د بلی توطئی د جوړښت له پاره لاس وپښی وهی .


که لږڅه زیر شو نو بهرنی سیاستونه ورځ په ورځ بدلیږی ، انګلیسان وایی چی په دی تیرو لسو کالو کی یی پنځوس زره عسکر په سختو روانی ناروغتیاو ککړ شوی ، امریکایان خودا شمیره ان تر یوسل او دیرش زرو پوری څرګندکړی ، نور اروپایی اودناټو غړي هیوادونه خپلی دغه څرګندونی دخپلو ولسونو څخه پټی ساتی . په دی اساس که دملیاردونو ډالرو د لګښتونو ، غلاو او فساد نه اخوا ددی ولسونو په کړاونو باندی غور وکړو نو بلکل به دقران کریم دا ایت د انسان تر مخه و دریږی چی وایی : (وان یمسسکم قر ح فقد ….) که چیری تاسی زخم لیدلی نوستاسی نه مخته همستاسی په څیر هغوی هم زخم خوړلی ….). په دی کی شک نه شته چی افغانان ډیر دردیدلی اولا دردیږی خو اروپایی او امریکایی ټولنی هم ددی دردونو څخه خالی نه دی پاته شوی .


دبهرنیو آند هغه دی چی نمونه یی مونږ د ترکی الفیصل په خبرو کی وینو ، خو دکورنیو آند هغه دی چی دخپل فساد په خاطر د امریکایانو په پښو پوری نښتی او عذر ورته کوي . یو وخت یوی ښځینه وزیر ی وویل چی ( دا امریکایان ډیر ناپوهه دی ، دوی چی وځی نومونږ چاته پریږدی ……) طبیعی ده چی امریکایان به هم لکه د کاناډایانو په څیر د خپلو ټولو هغوبړیڅو له پاره چی ددوی په چوپړ کی پاته شوی هلته په امریکا کی ځای ورکړی . اودا ځآی ورته دطبیعی توپانو دلګیدو په واسطه په خپله تر لاسه کیږی . ( ومکرو و مکرالله …)


نن د سپتمبر په یولسمه دافغانانو دمقاومت د ډلو له اړخه یو ځل بیا دا هوډ را څرګند شو چی هغوی دخپلی ازادۍ د ترلاسه کولو له پاره هر ډول قدم اخستو ته تیار دی . هغوی امریکایانو ته لکه د انګلیسانو په څیر یوه اشاره ورکړه چی افغانستان مود تم کیدو ځای نه دی .
که څه هم زه د ترکی الفیصل د کړو وړو سره څه سرو کار نه لرم خو دهغه دا خبره بیرته تکراروم چی وایی :


اوس جګړه تر طالبانو محدوده نه ده او نه یوازې پښتانه د طالبانو ملاتړ کوي بلکه ټول افغان ولس بهرنیان نه غواړي ،چې ددوی په هېواد کې میشت وي…… زه اندېښنه نه لرم ،چې امریکا به په نږدې راتلونکي وخت کی له افغانستانه راووځي ، خو دبن لادن د وژنې مهال ډیر ایډیالي و ، چې امریکا له افغانستان سرلوړې راوتې وه او دې روانې جګړې ، چې دپای څرک يې نه لګیږي بله کومه بڼه غوره کړې وای . »(پای)

Copyright Larawbar 2007-2024