کور / تازه خبرونه / پېښور کې ميشت افغانانو له خپلو سفارتکارو څخه مننه وکړه

پېښور کې ميشت افغانانو له خپلو سفارتکارو څخه مننه وکړه

پېښور:په پېښور او خواوشا کې ميشتو افغانانو په اسلام اباد کې د افغان سفارت د کلتور مسئول د وينا څخه مننه وکړه چې د افغان دولت په نمايندګۍ يې په پاکستان کې د ټولو ميشتو افغانانو څخه دفاع وکړه، څه موده د مخه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک په کويټه کې د وينا پر مهال پر افغان کډوالو د ورانکاريو تور لګولى چې د افغان سفارت کلتوري مسئول ښاغلى زردشت شمس دغه تور په کلکه رد کړيدى، همدارنګه افغان کډوالو په اسلام اباد کې د خپل سفارت څخه غوښتنه کړې ده چې په تورخم پېښورپر لويه لاره د هډو د منشيانو او ډرايورانو د نا سم چلند چې د افغانانو سره کوي هم پوښتنه وکړي، يو شمېر افغانانو رسنيو ته دا هم ويلي دي چې پوليس يې بې ځايه د ناقانونيت په نامه ازاروي او ورسره پيسې ترې اخلي