کابل : سخته جګړه روانه ده – ويډیو
د کابل ښار د مکروریانو په سیمه کي د عبدالحق په څلور لاره کې وسله والو مخالفینو حمله کړي، چې اوس هم له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي. تر اوسه پوری پدی سیمه کی د لسو چاودنو غږونه اوریدل شوي،او سیمه د امینی ځواکونو لخوا کلابنده ده. چارواکو پدی بریدونو د احتمالی مرګ ژوبلی په اړه څه ندی ویلی. ددی پیښی په اړه نور جزیات په راتلونو خبری سرویسونو کی مه هیروي. نور جزیات د دارالامان پر سړک حبیبې لیسې ته څيرمه چاودنه شوې، د دهمزنګ په څلور لارې او وزیر اکبر خان کې هم د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د کابل میرویس میدن ( کوټې سنګي) کې هم چاودنه وشوه
خو د چاودنو له ډیرښت او ځایونو ته په کتو سره ویل کیږي چې د بریدونو مرګ ژوبله به ډيری ملکي خلکو ته اوښتې وي
وسلوالو طالبانو د برید مسولیت منلی دی
د عبدالحق څلور لارې ته څيرمه یوې جګ پوړیزې ودانۍ چې له لسو پوړونو لوړه ده ، دې ته څلور بریدګر ختلي او د چاودیدونکو موادو ډک موټر یې هم ورسره ودانۍ ته ننه ایستلی دی
بریدګر له هغه ځایه یې نږدې امریکې سفارت ته توغوندي شړل.
همدا راز ملي امنیت وايي چې دوی د بي بي مهرو په سیمه کې چې مخامخ د امریکې په سفارت یې سړک غځيدلی یو ځانمرګی مخکې له برید وژل شوی دی.
حبیبیې لیسې ته څيرمه چې کوم برید شوی ، کورنیو چارو وزارت وايي چې هغه کې یو کس ملکي وګړی او یو پولیس ټپي شوی دی
همدا ډول د نوي خبر له مخی ویل کیږي چې د څرخي پله په ( سړک نو) سیمه کې هم یو ځانمرګی شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې ددې بریدونو هدف د ملکي خلکو وژل دي.