هلمند : ماين چاودني ١٠ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
عطاالله محمدي
د هلمندولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوې چاودني په پايله کي لسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې . د چارواکو په وينا چي پوليسو په سيمه کي د عملياتو په موخه تلاښي کوله چي يوه چاودنه وسوه او په پايله کي يې يو پوليس او يو ولسي وګړى ووژل سول او اته تنه نور ژوبل سول .
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر هم رسنيو ته د يادي پېښي پخلى کړى .
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي .