کور / تازه خبرونه / افغان کډوال: په پاکستانيو بانکونو کې افغانانو ته حوالې نه ورکول کيږي.

افغان کډوال: په پاکستانيو بانکونو کې افغانانو ته حوالې نه ورکول کيږي.

پېښور: يو شمېر افغان کډوالو چې په بهر کې يې خپلوان او خواخوږي اوسيږي او پاکستان ته ورته پيسې د حوالو په بڼه د پاکستانيو بانکونو له لارې رالېږي دلته پاکستاني بانکونه ورته پرافغان سټيزن کارټونو باندې نه ورکوي او ورته وايي چې پاسپورټ او يا د پاکستانيو شناختي کارډونه راوړئ چې دې کار په پېښور کې ميشت افغانان اندېښمن کړي له افغان سفارت اواړوندو چارواکو څخه يې غوښتنه کړې چې ژر تر ژره ورته دغه ستونزه هواره کړي.