کور / شعر / زه به شاعر يم

زه به شاعر يم

د څخه www.jahaniOnline.com په مننه


 زه د هغي ګونګۍ چیغي ترجمان یم         چی یی څوک په ژبه نه سي پوهیدلای
زه د هغی بوري مور د زړه اواز یم              چی یوازی یی خالق سي اوریدلای
زه د هغه ادم خان د رباب شرنګ یم        چی درخو سي په بازار کی نڅولای


زه د هغي ځواني مرګي نغمې ترنګ یم        چی جلاد د دار پر سریم اورېدلې
زه د هغي مستي شپې د پیالې بنګ یم        چی ساقي په محفل نه یم ګرځولې
زه ډېوه یم د توپان په توره شپه کي           چی رڼا می چاته نه ده رسېدلې
زه د ژوند د ښکلا ګانو قصیده یم             لا تر اوسه قلم نه یم پېژندلې


ماهغه کنډوالې ولیدې په سترګو              چی پرون لا د بېوزلي میني کور وو
زه د هغي بې پناه نجلۍ فریاد یم              چی اسمان یی پر هستۍ بل کړی اور وو
زه له هغه مظلوم ښار څخه راځمه            چی هر کونج یی د دوږخ په لمبو تور وو


د نسیم په څېر یې والوتم پر کلیو             مایی ولیدې حملې د ځناورو
ما د وینو ویالې ولیدې په سترګو            بهېدې پکښي بګړۍ د شمله ورو
قاتلان د شهیدانو سر ته ژاړي              پر چلېږي لا منتر د جادو ګرو
لا فلک له چیغو نه دی ستړی سوی          لا منګولي سرې کوي د ستمګرو
د توپان وحشي څپو بېړۍ اخیستې            نه مخ ګوري د مظلوم نه زورورو


بې اختیاره زمزمه کوم ولاړ یم              پر دوو شونډو مي بې سُره ترانه ده
هرڅه رنګ د بدرنګیو دی اخیستی           څه کوډ ګره کرغېړنه زمانه ده
تاج پر سر یا د لېوه یا لېوني دی             د هوښیارو یی په برخه زولانه ده
چی قسمت وي بېرنګي ورته لیکلې          له ازله یی نسکوره پیمانه ده
د زمان پر واټ ولاړ تماشه ګر یم           چی لا ژبه هم لرم زه به شاعر یم.


۲۰۱۱ـ۱۱سپتمبر