کور / خبرتیا او پيغامونه / دنوي كال دمباركۍ پيغام وړاندې كړم . . . ؟

دنوي كال دمباركۍ پيغام وړاندې كړم . . . ؟

دګران هېوادافغانستان لروپښتنووروڼواوخويندواودنړۍ ټولومسلمانانوته دنوي كال مباركي وايم .
له لوى خداى څخه غواړم چې دغه نوى كال دافغانانواودنړۍ دمسلمانانوديووالي ،دظالمانوله منګولوڅخه دخلاصون،سوكالۍ ،ازادۍ ،نېكمرغۍ ،برياليتبونواورنګينيوكال شي .
ګرانو ! دغه لنډټكي زمالخواپه ډېرڅه ومنۍ ،ځكه ! كله چې مادغه ټكي وليكل نوفكركې مې وكړچې دزړه اوازمې په توريوكې څرګندكړاوهغه څه مې پكې راغونډكړل چې ښايي هرټكي يې زښتې ډېرې چيغې
په ماناوي انداز كې ولري . . . له دې امله مې دخپل كمپيوترسكرين دهغواوښكوله امله سم نه ليدچې په سترګوكې مې راغونډې شوې وې  .


په پاى كې له هغو وروڼواوخويندومننه كوم چې په ځانګړيواېميلونوكې يې راته دنوي كال دمباركۍ پيغامونه راليږلي اولاندې شعرپه ټوليزډول ډالۍ كووم .



پسرليه پسرليه .
داستاخوښه ده چې خامخارادرومې
خوزموږ كلي كې نوم هم دبڼ نشته
نيلوفرنشته،رامبېل اوچندڼ نشته
دا لاپرېږده  پسرليه
نورې نورې ډېرې واوره
سردې ډېرورباندې نه خوږوم ګله
ځكه زماكيسه نړۍ ته ده مالومه
نو!
تابه څنګه اوپه كوم دودسره لمانځو
دسندروسُرموڅه چې ،هم ژڼكي داټن نشته
زموږځمكې بارودي رنګ دى اخستى
پدې ځمكه ګلان كله راشنه كيږي
دالامل دى ،دموچيوهم زڼ نشته
موږته ډېروخت لاپكاردى
چې داځمكه ځان په ورو،ورو
دګلونوټوكولوته تياركړي
ماشومان چې شي ژڼي
هغه نورماشومان راوړي
خدايزده بيابه هم تياراوكه به نشو
ستالمانځنې ته سپرليه !