کور / z_buitenland_news -- 5 / ډیک چیني له ولسمشر کرزي سره ولیدل.

ډیک چیني له ولسمشر کرزي سره ولیدل.

Afghan President Hamid Karzai, right, speaks to U.S. Vice President ...


دامریکا دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډیک چیني نن کابل ته په یوه رسمي سفر را ورسید، له ولسمشر کرزي سره یې دوه په دوه اوږدې خبرې وکړې او له خبرو وروسته خبري ناستې ته را څرګند شول، ولسمشر کرزی په سر کې دنوموړي د راتګ هرکلی وکړ وروسته ډیک چینې په افغانستان په تیرو څو کلونو کې په ترلاسه کولو لاسته راوړنو وغږید. دیوې پوښتنې په ځواب کې دامریکا مرستیال ولسمشر چینی چې ایا افغانستان ناکامه هیواد ګڼل کیدا ی شي که نه وویل چې نه امریکا په افغانستان کې دیه او دناټو په مشرۍ له نظامي لښکرو سره مرسته کوي هغه وویل چې په بوخاریست کې دناټو په راتلونکې غونډی کې به پدغه هیواد کې دناټو په زیات رول خبری وشي چې دا کار دافغانستان لپاره مهم دی ولسمشر کرزی بیا همدی پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې افغانستان ناکامه هیواد ندی خو جګړو دومره ځپلی چې په اسانۍ نه شي جوړیدای هغه وویل افغانستان دا مهال حکومتي موسسې لري، اداری فعالې دي او یو کاري سیسټم را منځته شوی. دپاکستان دنوی جوړ شوی ټاکل شوي حکومت په اړه دواړو مشرانو وویل چې له نوي حکومت سره دنیږدو اړیکو د لا پراخیدو تمه لري. ولسمشر کرزي وویل چې افغانان دپاکستان له نوي حکومت له جوړښت خوښ دي، هغه وویل چې دپاکستان دپارلمان دمشرې په توګه دیوی ښځې ټاکل غوره کار دی، دامریکې مرستیال ولسمشر چینی بیا وویل چې پاکستان له امریکې سره نیږدی اړیکې لرلې او له نوي حکومت هم دپخوا په څیر تمه لري.