کور / z_buitenland_news -- 5 / په اروپا کې د امريکائي توغنديو ډيپلوماسي!

په اروپا کې د امريکائي توغنديو ډيپلوماسي!

د پولينډ صدراعظم په خپل هيواد کې د آمريکا د توغنديو د سپر د جنجالي طرحي د عملي کېدو په خاطر  په پولينډ کې د روسي پوځيانو شتون محتمل بللی دی .


 


په چين کې د سينهوا خبري آژانس خبر ورکوي چې ورځ وروسته تر هغه چې د روسيې چاپ“ګازتا ویبورسزا”  ورځپاڼي په يوه ګذارش کې پيشنهاد وکړ چې ښه به داوي چې په پولينډ او چک هيوادو کې  د امريکا د نوموړي توغنديو پر عمل باندي د نظارت په خاطر په دې هيوادو کې روسي پوځيان مېشته شي؛ د پولينډ صدراعظم ډونالډ ټاسک ويلي دي چې کېدای سي دروسيې سره په دې اړه مذاکرات  تر سره سي .


 


د پولينډ صدراعظم په داسي حال کې د روسي پوځ پر شتون باندي نظر څرګند کړ چې د امريکې د بهرنيو چارو وزيره کنډوله رايس او ددې هيواد د جنګ وزير ګيټس ، دروسيې سره په همدې اړه  د دوه اړخيزو خبرو لپاره مسکو ته تللي وه.


 که څه هم د روسيې سره د هغوی خبرو کومه مثبته پاېله نه درلوده خو د پولينډ د صدراعظم ډيپلوماټيکو څرګندونو او خبرو خپله معنی درلودله . .