کور / کیسه / جادوګره بي بي ( ۲ )

جادوګره بي بي ( ۲ )

د لومړۍ برخي په ادامه


کې ګډوډی او بدګماني جوړه کړي ،له برکلي څخه به هم يوه زړه بوډۍ چې توري جامې به يې په تن وې ،بې پوښتني حرم سرای ته ننوته او بيابه له نوي بي بي سره پټه پټه ږغېده ،هغوی که هرڅه په خپلو کې جوړول ،موږ به ليدل زړه به مو په درزا وو چې خدای مه کړه څه بلا راته جوړه نه کړي . تورپوښي بوډۍ لاره مټنه کړې وه ، په ورځ کې يو ځل به خامخا کلي ته راتله او تر پلوه لاندي به يې يوه توره غوټه ځواني بي بي ته
ډالۍ راوړه ،او چې کله به بوډۍ بيرته ولاړه ،نو په يو دم به د نوي بي بي سترګي راته په څټ کي سوې او نوره به هم موږ وړونو ته لېونۍ شوه ،وچ په وچه به يې غاښونه راته چيچل ،نور يې زموږ وړونو رنګ هم بد ايسېدی ،په دې بوخته وه چې څه ډول موله حرم سرايه وباسي ،ددې کار لپاره نوې بي بي د تور پوښي بوډۍ په مرسته ډېر ژر بريالۍ سوه ،اول خو يې دبچو زېږېدو ته ملا وتړله ،بي بي به هر کال غبرګ غبرګ بچي زېږول ،له بر کلي څخه يې هم بې کسه اويتيم هلکان حرم سرای ته راوستل ،او بابا يې په دې خوشحالوه چې يتيمو اوبې کسه هلکانو ته پناه ورکول ،ثواب لري خدای به يې په هغې دونيا کې اجر ورکړي ،او بل به د کور خدمت هم راته کوي ،داسي چې بي بي خپله هم چيچ وکړ د برکلي يتيمان يې هم له ځانه سره ځای کړه ډېر ژر يې د لښکر سايه جوړه سوه ،د حرمسرای هوا او جوله هم له هر پلوه واوښته ، له بر کلي يې نوی باغوان راوستی ،هغه هم دنوي بي بي په حکم دلرو ملکونو د ګلونو تخمونه او نيالګي راوغوښتل او پخواني يونيم وني او ګل بوټي چې د بي بي ښه نه اېسېدل هغه يې هم ټول له ريښو وايستل او پر ځای يې د خپلي خوښي ګلان وکرل ،بي بي هره ورځ نوي نوي نخښې جوړولې او بيا به په بابا پکيرپوري نښتې وه چې هغه هم راضي کړي ،کله چې يې د باغ چاره وروکړه ، بله ورځ يې بيا غوغا پورته سوه چې دا اشپزي ، چټلي او دا لغوړن بوی د څه لپاره ..؟
د يوې ګولې ډوډۍ لپاره دحرم سرای ټول چاپېريال او هوالغوړنه ده ، دې کار ته څه حاجت دی بې له دې هم پلارجان مي د واده په ورځ چې دې خوا ته راتلمه وعده راکړه چې د عمر تر آخره به خوراک او څښاک تيار او پاخه راته رالېږي ، بيانو دوه تاوانه او زحمته د څه لپاره ..؟ بابا خو هسي هم بي بي داسي جادو کړی وو چې نور يې د بي بي خبره کورټ نه ردوله او په ډېري نرمۍ او ادب به يې ورته ويل هو ګراني ولي نه ،له کومي ورځي چې مي زړه ستا دميني په جال کې بند سوی د خپل ژوند اختيار مي هم تاته سپارلی ، او نور په دارنګه وړو خبرو او کارو کې له ما نه پوښتني ته اړتيا څه ده ..؟ .
 ځواني بي بي د بابا په دې خبري نور هم من من غوښه واخيسته ، او سم دلاسه يې په حرمسرای کې پخلی بند کړ او نور به خوراک او څښاک هم له برکلي څخه حرم سرای ته راوړل کېدل ، خدای سته چې موږ وړونه هم په دې کار خوشحاله سوو ،دم مو غنيمت ګاڼه په دې چې د وينځلو ، پاکولو او وړو راوړو کار يې زموږ پر اوږه وو دسبا سوچ مو نه وو کړی ، چې پردی کټ تر نيمو شپو وي او د بل لاس خواړه کله ناکله په زهرو هم ککړ وي ،او په دې کارو خو د ډېرو کلمې پرې سوي دي .
څه موده لا نه وه تېره سوې چې د کور شين وطنی ټغر هم چې په رنګ يوڅه خوار او خړ ښکارېده د بي بي په حکم ټول سوو ،اور يې پر بل اوتوري اېرې يې کړ او پر ځاي يې سرې مشهدۍ غالۍ راوغوښتې . هسي خو خبره ډېره ښه روانه وه دخدای نعمتونه وه چې له هري خوا پر بابا اورېده، بي بي نه وه سپاه سوتره د سرو زرو کونجۍ وه او که ووايو چې د تېلو او ګازو چينه وه هم به وه د حرم سرای هغه پخوانۍ سپېره جوله يې پرمخ واړوله ، دبر کلي نجلکيو هم نور د ګودر خواته کتل هم نه د زرکو غوندي به حرم سرای ته رارواني وې ،عصري ټنګ ټکور هم راوړل شوی وو ،نور دآدم خان او دورخانۍ د سپېرې خېټي کېسې او خالي وچ رباب ته چا غوږ نه نيوی ، داسي چې هر څه بدل سوي وه سندري او ټنګ ټکور هم بدل سوه .
د بابا په ژوند کې هم ډېر بدلون راغی نور یې هم رنګ او ځواني وايستله کوم جنت چې خلک يې په هغې دونيا غواړي ،ده ته خدای په دې دونياکي ورکړ ، دغلام بچو په نوم جنتي غوندي حوري او غلمان په درځنو سوه ،روښتيا خبره خو دا وه چې له بي بي سره دبابا ژوند ښه تېرېدی ، که مرګی نه وای پر راغلی نور کمی يې په ژوند کي نه وو .
پخوا خو په نوم حرم سرای وو ، نه حوري وې نه غلمان ،نه پخې ډوډۍ ، نه مېلې او نه هم ماډرن ټنګ ټکور ، غټه خوشحالي به دا وه چې په کال کي يو دوه ځله به مو خپل خپلوان د بابا ليدو ته راتله ، او هغه غټ سوغات به يې د کدني ترخه او بوين نصوار وه چې پر شل مترۍ يې بوی ته خرس هم ځان نه ټينګاوه ،ماته خو داسي ښکاري چې هماغه غم لړلو نسوارو بابا ته دا بده خاطره پرې ايښې وه چې کله يې بغل له بي بي سره تود سوو نور يې زموږ او نورو خپلوانو رنګ هم ښه نه ايسېدی .
 بي بي هم د بابا په دغه احساس پوهېده ، بله ورځ يې بابا دې ته ګمارلی وو چې موږ وړونه له حرم سرايه وشړي ، هغه همداسي وکړه نور يې له حرم سرايه بهر دغوجل څنګ ته د غلو دانو يو څو زړو ګدامونو ته ور کډه کړو بابا نور بابا نه د مور مېړه سوو ، د حرم سرای ورونه يې زموږ پر مخ وتړل او د جادوګري بي بي په مشوره يې پخواني پيره داران هم بدل کړه او له بر کلي يې نوي ساتونکي راوغوښتل ، نور په مياشتو مياشتو هم کلي ته نه راوتی يوازي د پسرلي په موسم کې به يې وخت ناوخت د چلګزی زيارت کاوه او يو دوه ځله به يې د نيکه د زيارت خواته هم پېښه کېده .
خو يوه ورځ يې بابا دومره پارولی وو چې ناظر او د کلي ملا يې وروغوښت او وصيت يې وکړ ، که زه مړ سوم نو ميراث مي زما د نوي مېرمني او د هغې د نازولو بچو دی ، ملا ورته وويل ګوره خانه دنوح عمر دي نصيب شه تر اوسه خو لا روغ رمټ او په سل منه زور کې يې دارنګه وصيت ته حاجت څه دی ؟ ..
 او که بيا هم تاسو غواړی نو دا خو دانصاف لاره نه ده چې تا نيولې ده ، اولادونه د خدای نعمت دی ، په هغوی کې فرق کول ګناه ده ، ناظر هم دملا بغل ټينګ کړ . هغه خو غوښتل چې د نيکه له وختو ټول جايداد او شته بي بي او دهغې نازولو ته ورقواله کړي ، خو کور يې دملا او ناظر ودان چې د مور مېړه يې دې ته راضي کړ چې دا خبره بل وخت ته پرېږدي ،خو څو ورځي لا نه وې تېري سوي چې بابا په حق ورسېدی او پور یې پرې کړ ، خلک وايې چې دهغه په مرګ کې د بي بي لاس شته ، که څه هم په عمر ډېر وو خوو په صورت روغ رمټ وو او په يو دم پر ځمکه را پرېوت او په څو ګړيو کې يې ساه ورکړ ه .
 د ژوند په وروستو شېبو کې يې خوله ځګنه شوه ، او د ژبي کلام يې مات سوو چې څنګه يې پور پرې کړ شونډي يې تکي شنې سوې غوږونه يې تور پر له واوښته تا به ويل افعي مار چيچلی وي ، له ده سره دي خدای ښه وکړي که هر څه وو بياهم دپلار په حق کې د بدو دوعا ښه نه ده ، خو غم دادی چې جا بي بي زموږ پر ټول جايداد او شتو لمن غوړولې ده نورمو د حرم سرای شاوخوا ته هم نه پرېږدي .
ملايانو به ويل ښځه چې کونډه سي نوشرعاُ يې تر شپږو مياشتو له چاه سره نکاح نه تړل کېږي ، او که چېري يې زړه ډېر هوس درلود نو تر ټاکلي مودې وروسته دي د ځان څه غم وخوري ، خو جادوګري بي بي د شرعي حد خيال هم ونه ساتی پّه دوهمه ورځ يې د ګاونډ کلي له لونډانو سره يارانه ټينګه کړه .
 په هر حال چې « څه کرې هغه به رېبې » .
څوک چې پردۍ چټي کورته راولي همداسي به ورسره کېږي .
هغه خو ولاړ غم يې مږ ته وګولاوه پر داسي بلا يې اړولي يو چې نه مري او نه رغېږي ، ټول ژوند مو ورسره په غم دی ، په ظاهره د خندا ډکه خوله او شاتو غوندي خوږه ژبه لري خو په زړه کې جناور غوندي بې رحمه ، په چل ، مکر او دروغ ويلو کې هم دومره پهلوانه ده چې افسانوي جادوګري يې هم ګوته ته نه رسېږي ، چې کله يې زموږ وړونو سره خبره تاو سي نو دمار په څېر پر سينه ترخته راته ودرېږي ، او واری کوي ، بي بي يوازي جادوګره نه ده ، بلکه د سړي په بڼه کې ښکاره او بربنډ جنايت دی چې دمګړی موږ په دې لانجې کې ورسره ښکېل يوو .
د برکلي تور پوښه بوډۍ خو اوس پر مخ راکډه سوې او په حرم سرای کې يې له جادوګري بي بي سره يو ځای اړولي دي .
تور پوښه بوډۍ کال دوه لس مياشتي ويرجنه او دوير توري جامې يې په تن دي ، او چېري چې جادوګره بي بي ځي ويرجنه بوډۍ دروي په څېر ورسره ملګرې وي ، خلک وايې چې د بي بي ټولې نخښي او لاري چاري تور پوښه روې جوړوي او بيا يې زمو خوارانو په غاړه کې را اچوي
. د تور پوښي بوډۍ په راتلو سره خو اوس جادوګره بي بی دومره مغروره سوې چې موږ وړونه خو څه ، په کلي کې يې نورو ته هم پښې نيولي او يو هم نه مني دچا پر جامو د چاه پر خوړو ، د چاه پر غوږ او د چاه پر پزه لګېږي ، ټول وران يوازي بي بي په هرڅه پوره ده . او چې څنګه يې زړه غواړي هماغسي خپل نيلی ځغلوي ، که د بي بي په پښه دي اتڼ کاوه خو ښه او ښه ، که نه نو کلی به ورته پرېږدې . په دې وروستيو وختو کې چې باچهي نوې سوه نو زموږ د علاقې قاضي هم نوی سوو ، وامو ورېدل چې د خوار او غريب ژړا اوري ، ما هم د بي بي او بابا پکير او خپلو وړونو ټول حال ورته وليکی ،چې د خدای لپار که ښه کوي د جادوګري بي بی او دهغې د لونډانو له منګلو څخه زموږ د خلاصون څه چا ره وکړي ،او دا مي هم ورته وليکل چې دنيکه يوازي کابلی جايداد مو يو سل او شل چاريکه کېږي که تاسو بي بي راضي کړې دم ګړی خو موږ په شل چاريکه هم راضي يو، او نه غواړو چې د جادوګري بي بي او دهغې له نازولوسره مولانجه اوږده شي . قاضي ته دي خدای خير ورکړي زموږ ژړا يې واورېده او د لانجې د حل لپاره يې خپل ملازم ته حکم وکړ چې زموږ لانجه د قانون له مخي په انصاف سره اواره کړي ، ملازم هم دقاضي امر په لاس کلي ته راغی او غوښتل يې چې د نيکه په جايداد کې زموږ او جادوګري بي بی برخې بېلي او دا لانجه د تل لپاره غوڅه کړي ، خو بي بي په يوه غړومب د ملازم خوارکي زړه تر تلو ورلاندي کړ ، خو ملازم په عاجزۍ بي بي ته وويل چې خېر دی ، جايداد خو د خدای مال بېخي ډېر دی په سمبالېدو يې ته هم نه رسېږې ، داسي وګڼه چې دغه خواران ستا شريکان نه بلکي مهاجر دي او اوس يې پنا درته راوړې ، له بلي خوا قاضي هم نه غواړي چې خبره غټه سي ، ښه به دا وي ،چې که پوره حق يې نه منې نو له سل او شل چريکه خو او س دا خواران په شل هم راضي سوي دي ، اوس اوس خو به پر همدې پرېکړه وکړو او دسبا خبري به سبا ته پرېږدو ، خو جادوګره بي بی هيڅ نه مني ، ملازم خوارکی خو داسي هم نه ګڼي لکه د خيرک مور ، نه حساب مني نه کتاب وچ په وچه په ناحقۍ کې رډه راته ولاړه ده ، اوس خو ملازم هم خبره يوې خوا بلي خوا ته رغړوي ، ها خوا پسرلی راغي نور خلک بوخت دي ځيني يې نيالګي کښېنوي ځيني يې په کرکيلې بوخت دي ، خو موږ لا هم د نن سبا په تمه ناست يو چې که په يو ډول بي بی راضي سي ، تېر پسرلی مو هم يو څه نيالګي او د غلوو دانې برابري کړې خو پر نن سبا همداسي پاته سوه .
 بي بی ته خو بېله دې هم هرڅه له برکلي جوړ او پاخه را روان دی ، خاوري خو زموږ پر سر سوې ، يوازي هم دا د نيکه را پاته جايداد دی ،چې هغه هم د بي بي له لاسه کنډ کپر پروت دی ، دا پسرلی مو بيا يو نيم نيالګی برابر کړي دي او په دې تمه يوو چې که بي بي راضي شي خو هغه له عادت سره سم خوشي په خوشي وخت تېروي ، کله د سردرد نارې وهي ، کله روغتون ته منډي وهي .
 څو ورځي پخوا خو يې ځان د عصابو په روغتون کې بستري کړ ، او ګرم موږ ګڼي چې هم مو قاضي ته شکايت کړی او هم مو ملازم ورته درولی ، او خپله پخوانې خبره يې ټينګه کړې چې حساب د څه لپاره بې اتفاقي به نه جوړوو ، خدای وهست څه چې سته په ګډه به يې خورو ، کبر ښه نه دی څه چې مي د پلار له کوره راځي هغه ومنی ،خو دا د هغې نه لومړۍ خبره ده او نه هم وروستې ، په دې خبرو خو يې ډېر ځله تږي تر اوبو تېر کړي يو خو نور په مکر او هيلې يې نه غولېږو خپل حساب کتاب به هرومرو ورسره کوو . خبره هم نور خلاصه ښکاري په دې چې د محکمې حکم په لاس کې لرو ، وړونه مي هم د پخوا غوندي ويده او بې خبره نه دي تر يوه حده يې په خبره سر خلاص دی ، يوازي ملازم ته لږ همت په کاردی .
 که څه هم ځيني وړونه مي واي چې جادوګري بي بی نوی ملازم منتر کړی دی څه خواږه ماږه يې ورکړي ، خوشي وخت اړوي ، ځيني بيا واي چې نه ملازم خوارکی د بي بي له قهره ډارېږي چې خدای مه کړه خپله جوړه نوکري له لاسه ور نه کړي ، هسي خو په دې غمجنه زمانه کې دخوارۍ موندل هم څه ساده خبره نه ده ،او نه هم جادوګره بي بي څه ټوکه ده .
 يو وخت کوم چا له ښکاري وپوښتل چې خرس هګۍ اچوي که بچي ښکاري ورته وويل « بد ځناور دی هرڅه ورسره تړلي » بي بي هم تر ځناور په کمه نه ده هم يې منتر زده اوهم د تالندي غړومبی .
کله چې د عصابو په روغتون کې بستري سوه همدا خبره یې ډېره کوله چې ملازم
 يې ماغزه ور خراب کړي دي ، او په دې خبره د ملازم خوارکي جوله هم يو څه پرله اوښتې وه ،خو رښتيا خبره داده چې بي بي د عدالت فيصلې ليونې کړې ده ، که دا ملازم ولاړ سي بل راسي تردې به هم لېونۍ سي ، بي بي په بې حسابۍ کې راغلې او تر مرګه به هم په بې حسابۍ کې ولاړه وي .
خو ملازم ته به ښه دا وي چې زړه وانه چوي او د محکمې فيصله عملي کړي ، جادوګره بي بي نور هغه پخوانې بي بي نه ده ، نور هغه پخوانې ځواني ، سهرګري سترګي او بادامي پزه نه ده ورپاته ، خوشي وچ بوس ترې جوړشوي ، خپل او پردي په خبردي چې هر برېتور يې تر سترګو سوو بي بي يې دکټ مېلمنه وي . او ملازم دي په دې پوه شې چې د باچاه نوکري دکراستي ملا بند غوندي ابدي نه ده ، دا پسرلی ملازم دی خو خدای خبر چې بل پسرلی به چېرته وي ، خو دخير کارونه ابدی وي ، که چېري يې زموږ او جادوګري بي بي دغه لانجه غوڅه کړه نو موږ خو څه چې زموږ لمسيان به هم دوعاګاني ورته کوي او که خدا دخپل بڼ خاوندان کړو نو هر پسرلی به ملازم هم ورته رابولو .