کور / تازه خبرونه / له یوه وژونکي ویروس څخه خبر اوســـــئ !

له یوه وژونکي ویروس څخه خبر اوســـــئ !

ګرانو وروڼو سلامونه!


تېره ورځ د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا د hotmail, yahoo, gmail, AOL او داسې نورو مشهورو برېښلیک کاروونکو د خبرَونې لپاره یو خبرتیا ولېږله، چې موږ غواړ نوموړې خبرتیا دلته راوړو:



د مهرباني له مخې په بې ساري توګه پام وکړﺉ، په ځانګړي توګه که چېرې تاسو hotmail, yahoo, gmail, AOL  او داسې نور برېښلنالیکونه کاروﺉ.
دا خبرَوَنه نن سهار راورسېده. د دواړو مایکروسافټ او د نارټن (Norton) څخه.


دا خبرتیا د هغه وژونکی او ړنګوونکي ویروس په اړه ده، چې ستاسو ټول هارډ ډسک له منځه وړي. تاسو ته به د (ژوند ښکلې دی) په نامه یو د یو ښکلي سرلیک لاندې برېښلیک په .ppt فارمېټ کې جوړ در ولېږل شي.


هسې خو دا نوم په لیدلو او لوستلو ډېر ښکلې او زړه راښکوونکې ښکاری، خو کله چې دا برېښلیک راپرانېستل شی، نو په سملاسي ډول به دا خبردارې ووینی، چې (اوس ډېر ناوخته شوې دی، ستاسو ژوند نور ښکلې نه دی). لدې څخه وروسته به په خپلکاري توګه ستاسو د ټوله ډېټا له لاسه ورکړﺉ،  او هغه کس چې دا ویروس یې تاسو ته رالېږلې، ستاسو ټولې دوتنې او مهم لاسوندونه خپل کمپیوټر ته ولېږدوي. ستاسو برېښنالیک پته، تېرونویی (password) کرېډېټ کارډ او ټول مهم لاسوندونه (اسناد) به د هغه لاس ته ورشي.


دا یو نوې ویروس دی، چې د خالي له ماسپښین څخه یې خپرېدل پیل کړل.
AOL لا دمخه ددې ویروس په اړه خبردارې ورکړې ؤ، او یادونه یې کړې وه، چې ویروس ضد ساوتری (software) دا ویروس نشي ړنګولې.


د یادولو وړ ده، چې ددې ویروس جوړوونکې ځان (د ژوند څښتن) بولي، مګر کار یې د خلکو ژوند بربادول دی.


مهرباني وکړﺉ لدې ویروس څخه خپل ټول ملګري خبر کړﺉ. او ددې کار سپارښتنه ورته وکړﺉ چې خپل  ټول ملګری ورڅخه خبرکړي.


په درنښت





Usman Mansour Ansari
OLPC Afghan Localization admin
OLPC: One Laptop Per Child – Non Profit Association
Regional Office for South & Central Asia
B-027, IIU Islamabad, Pakistan
http://www.laptop.org    http://www.bloguna.com/olpc    Email:jalalkut@gmail.com
Cell# +92-333-5253083 |  Phone: +92-51-2527281