په مزار شريف کي د سخي صاحب جنډۍ پورته سوه
په مزار شریف کی د 1387 هجری شمسی کال راتگ د نوروز د جنډۍ په جګولو سره ولماځل شو د نن ورځي په مراسمو سره د ګل سرخ او نوروزي ميلو جوړيدل پيليږي
هر كال د نوروز په ورځ د دولت لوړ رتبه مسولين له خلكو سره ويني او خلكو ته وينا كوي سږ كال هم د نوروز جڼډه د افغانستان جمهوريت د لومړي معاون احمد ضيا مسعود په قومانده د يويشت توپونو په ويشتلو سره لوړه شوه احمد ضيا مسعود همداراز خلكو ته وينا وكړه ده د خپلي وينا پرمهال د نوروز په تاريخي سابقه خبري وكړي او ويي ويل چي افغانان بايد د خپل وطن په سمسورتيا آبادي و زرغونولو كي كوښښ وكړي
د بلخ ولايت والي عطا محمد نور هم خلكو ته په خپله وينا كي د تير كال د لاسته راوړنو نه يادونه وكړه او تير كال يي د دي ولايت په آبادي كي ښه كال و باله
كه څه هم د ګڼي ګوڼي رامنځ ته كيدا نه خلكو د امنيت په اړه انديښنه درلوده خو مراسم په يوه آرامه او سوله ايېه فضا كي دمسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي د زيارت خواته پيل او تر سره شول تاريخ پوهان وايي چي نوروز د آريايي قبايلو ريس كيومرث له وخته را پدي خوا لمانځل كيړي خو ځيني بيا په دي باور دي چي جمشيد لومړني آريايي شاه وو چي دا مراسم يي طرح كړي او له هماغه وخته را پدي خوا د نورز جشن نيول شوي چي له هغي ورځي لا تر اوسه ۵۶۸۷ كاله وتي دي او دا ۵۶۸۷ يم نوروې دي