کور / کره کتنه / نيمګړي خبرتياوی

نيمګړي خبرتياوی

لراوبر ويبپاڼه په ټوله نړۍ کي افغانانو په ځانګړې توګه پښتنو ته په هيواد کي دننه او بهرمېشتو افغانانو کلتوري ، سياسي او ټولنيزو چارو په اړه په پرله پسې توګه معلومات خپروي.


لراوبر د نورو کلتوري ټولنو ،خيريه او تعليمي مؤسساتو او افغاني رسنيو خبرتياوي هم په وړيا توګه خپروي ، ډېر وختونه موږ ته داسي خبرتياوي راځي چي يوه ليکوال يا خپرندويي ټولني د نوي کتاب د چاپ د خبرتيا هيله کړې وي خو دايې نه وي ليکلي چي مينه وال دا کتاب چيري او له چا څخه له ترلاسه کړي .


ځيني کسان خو په دې اند هم دي چي د پښتو ويبپاڼو وړيا خدمتونو د هغوی نشراتي کيفيت راټيټ کړئ دی ، که دانټرنټ ويبپاڼي هم لکه چاپي اخبارونه و راډيوګاني او ټلويزيونونه د اعلان پر سر پيسې وغواړي هغه وخت به خبرتياورکوونکي هم يا له دغسي خبرتياو تېر سي يابه خپل د اړيکو پته او شمېره نه هېروي.


دداسي خبرتياو په خپرولو کي موږ هم زړه نازړه يو ، که يې نه خپروو هغوی چي کلتوري خدمت يې ترسره کړئ وي ګيله کوي چي ولي يې خبرتيا نه خپريږي ، که يې خپروو ، لوستونکو ته خبر ورسيږي خو د تماس نيولو يا لاس رسي لاره يې نه وي ورته څرګنده سوې .


د بېلګي په توګه په دې وروستيو په پرله پسې توګه د مشرق نړيوال تلويزيون لخوا ددوی د چينل د پرانستني خبرتيا راورسېده ، هر څو واره چي مو هيله وکړه چي د خپل چينل فريکونسي او د اړيکو شمېره راوليږي بيا هم يوازي هماغه خبرتيا راوليږل سوه او هيله يې کوله چي بس همدا ورته خپره کړو . چي په اړه يې د لراوبر ادارې ته هم يو شمېر مينه والو زنګ ووهه او هم يې په ليکلې بڼه د فريکونسۍ غوښتنه وکړه .


د بېلګي په توګه دغه وروستئ راغلئ ليک کټ مټ  خپروو ، په دې هیله چي مشرق ټلويزون والا  او ټول نور کسان چي خبرتيا ليکي دغسي مهيم ټکي په پام کي ونيسي .



اسلام عليکم هيله ده زه يوه پوښتنه لرم خداې وکوی څه ځواب راکړی،ستاسو لطف کړی وی څه ده شرق تلويزيون په پښتو خپل نشرات شروع کړی ډير خوشحا له شوم په ده خبر،او په بيړه کمپوتر ته لاړم او هر څه مه وکړ فريکا نس مه پيدا نکړ، هيله کوم که د ده تلويزيون فريکا نس پوهيږی په خپل سا يت کښی نشر کړی څه ټول پښتا نه ور څخه استفا ده وکړی ، بريا لی او روغ راته اوسی۰ ش ميره کی