کور / تازه خبرونه / د ننګرهار والي ګل اغا شيرزئ د کال شخصيت ونومول سو

د ننګرهار والي ګل اغا شيرزئ د کال شخصيت ونومول سو


د ننګرهار والي او د افغانستان د جمهوري رياست سلاکار وزير  ګل اغا شيرزی د ازادۍ راډيو د اوريدونکو په له خوا د ټيلفوني رايو له مخې د کال شخصيت وټاکل سو .


د ازادي راډيو د اوريدونکو درايو په اکثريت سره ګل اغا شيرزي د افغانستان ولس ته دده د ښو خدمتونو له امله د کال د شخصيت په توګه وټاکل سو، د ازادۍ راډيو د خبر له مخي په لسګونو زرو اوريدونکو د ټيلفونونو ، ټيلفوني پيغامونو او ليکونو له لاري د کال شخصيت لپاره د پنخو کانديدانو ( شکريه بارکزۍ ، ګل اغا شيرزی ،محمدحنيف اتمر او رمضان بشردوست ) څخه تر ټولو ډيري رايي وړې وې او نن د ۱۳۸۷ لمريز کال په لومړۍ ورځ د کال د شخصيت په توګه اعلان سو .


د ازادۍ راډيو سره د خبر پرمهال ښاغلي ګل اغا شيرزي د خوښۍ څرګندونه وکړه ، نوموړي د خپلو خبرو په يوه برخه کي وويل :  څوک چې د افغان ولس لپاره خدمت وکړي هغه نه ورکيږي .