کور / تازه خبرونه / هالنډ:پوهنمل م. اسمعيل يون دکلتوري ټولنو له استازو سره وکتل

هالنډ:پوهنمل م. اسمعيل يون دکلتوري ټولنو له استازو سره وکتل


د کابل پوهنتون استاد ، ليکوال او څېړونکي پوهنمل محمد اسمعيل يون نن په هالنډ کي د هالنډ، بلجيم او جرمني مېشتو افغاني کلتوري ټولنو له مشرانو او استازو سره په يوه مجلس کي برخه واخيسته .


نوموړي د هالنډ د سفر پر مهال د يوشمېرفرهنګپالو سره د ليدني کتني پر مهال د افغانستان د وروستيوحالاتو په اړه د مجلس د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه اومعلومات ورکړل . نوموړي د خبرو په يوه برخه کي اشاره وکړه چي په افغانستان کي د امنيت ، ښووني او روزني ، پوليسو او ملي اردو  او اقتصاد په برخه کي ډير پرمختک سوی دی خو دومره نه دی څومره چي افغانستان اړتيا لري ، نوموړي وويل چي په حکومت کي د ځينو ورانکارو شتون او د بهرنيو هيوادونو لاسوهنې ددې لامل سوي دي چي په عمومي ډول د افغانستان بياجوړونه له خنډ سره مخامخ سي او په ځانګړې ډول په پښتني سيمو کي د ناامنۍ پېښي زياتي سوي دي .


دا مجلس چې د افغان فرهنګپال  او شاعر علي محمد مجبور په کور کي جوړ سوی و ، له جرمني څخه د افغانستان د کلتوري ودي ټولني سکرټر عاشق الله غريب ، ليکوال او شاعر محمداجان يار ، له لندن څخه د افغانانو د فرهنګي ټولني استازي ښاغلي نجيب احمدزي ، له بلجيم څخه د افغان کلتوري بهير استازي ښاغلي حاجي امين باوري ، په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا ډاکټر سيد نصير احمد ، عبدالله احسان ، ډاکټر صبور عابد ، ډاکټر شفيق ، ښاغلي ساپي ، عبيدالله نوري ، ايمل  او خوشال برخه اخستې وه .


د لراوبر ويبپاڼي د هالنډ خبريال ددې مجلس ځيني برخي په ويډيوي ډول عکاسي کړي دي چي ډير ژر به يې په همدې ويبپاڼه کي وګورئ .