کور / تازه خبرونه / ١٨ تنو افسرانو ته ستاينليکونه ورکړل شول

١٨ تنو افسرانو ته ستاينليکونه ورکړل شول

د هلمند ولايت په ٢١٥ ميوند زون کي د يو لړ مراسمو په ترڅ کي چي د کورنيو چارواکو تر څنګ بهرنيانو هم ګډون کړى ؤ ١٨ تنو د ملي اردو سرتېرو ته ستاينليکونه ورکړل شول .
په دې مراسمو کي د ياد مرکز مرستيال غلام فاروق پر دې کار خوښي وښوده او زياته يې کړه چي دا کار به د امنيت په لېږد کي مرسته وکړي .
وروسته د امريکايي سمندري ځواکونو د ښووني او روزني مشر زياته کړه چي دا ډول نوري مرستي به هم کوي او اوس هم يوشمېر کسان د بهرنيو او کورنيو ښوونکو له لوري تر کار لاندي دي چي حربوي او بشري زده کړي ورکول کېږي .