کور / تازه خبرونه / حزب اسلامي کابل ته د پلاوي لېږل او په بون کنفرانس کې ګډون رد کړ

حزب اسلامي کابل ته د پلاوي لېږل او په بون کنفرانس کې ګډون رد کړ

جلال اباد:د پژواک خبري اژانس د خبر له مخې د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د دولت مخالف حزب اسلامي هغه خبرونه رد کړل، چې ګوندې دوى د بون په کنفرانس کې ګډون کوي اوکابل ته يې پلاوى له دولت سره د خبرو اترو په موخه تللى دى  
ددغه ګوند وياند انجنير هارون زرغون د وږي په ٢٦مه،له يو ناڅرګند ځاى څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د ځينو رسنيو له لوري خپاره شوي هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګوند پلاوى يې له افغان دولت سره د جوړجاړي په خبرو کې موافقې ته نږدى شوى دى.
هغه زياته کړه : (( موږ کابل ته هېڅ پلاوى نه دى لېږلى.))
نوموړي هغه راپورونه هم رد کړل ، چې د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د بون په راتلونکي کنفرانس کې په مشروط ډول ګډون کوي.
نوموړي د قريب الرحمن سعيد په اړه ، چې هغه وخت ناوخته د حزب اسلامي په اړه خبرپاڼې خپروي ، پژواک ته وويل چې سعيد د حزب اسلامي د سياسي کمېټې غړى او په اروپا کې د دوى د ګوند استازى دى.
ديادونې ده ، چې څو ورځې مخکې قريب الرحمن سعيد ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و ، چې ددوى ګوند حاضر دى ، چې د بون په غونډه کې په مشروط ډول ګډون وکړي.
د هغه شرط دا و، چې که حزب اسلامي ته په ځانګړې توګه د سياسي ګوند په توګه بلنه ورکړل شي، نو دوى به پکې ګډون وکړي
    نوموړي په تاکيد سره وويل چې مشرانو يې ورته سپارښتنه کړې، هغه اوازې رد کړي ، چې ګوندې دوى له دولت سره جوړجاړى کوي.
له څه مودې راهيسې داسې خبرونه اورېدل کيږي، چې د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د بون په کنفرانس کې د ګډون په موخه له دولت سره په خبرو اترو بوخت دى.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان لپاره د بون دويم نړيوال کنفرانس د افغانستان تر مشرۍ لاندې د روان زېږديز کال د دسمبر په پنځمه، د المان په بون ښار کې جوړ او افغانستان په کې خپلې طرحې وړاندې کړي