کور / تازه خبرونه / یو برتانوﺉ ،پنځه امریکایی او یو بل خارجی عسکر ووژل سو

یو برتانوﺉ ،پنځه امریکایی او یو بل خارجی عسکر ووژل سو

د انګلستان او امریکا د دفاع وزارتونه خبر ورکوی چی طالبانو په څوتیرو ورځو کی د جلا جلا حملو په ترڅ کی د دوی شپږ پوځیان وژلی دي . لومړنی چی برتانوﺉ دی په چهار شنبه د هلمند په نهرسراج کی وویشتل سو ( دا ۳۸۱یم انګریز دی چی وژل کیږی ) ، دوهم چی امریکایی مرین پوځي دی وړمه ورځ په هلمند ولایت کی ووژل سو ، څلور نور امریکایی پوځیان په دغو نېټو وژل سوي دي : د سپټمبر پر دوهمه ( په نامعلوم ځای کی ) ، د سپټمبر پر دیارلسمه په وردک کی ، د سپټمبر پر ۱۴ په کندهار کی ، او د سپټمبر پر ۱۵ په لغمان کی .
بلخوا ، ناټو اعلان وکړ چی پرون د هېواد په جنوب کی ماین یو بهرنی پوځی والوزاوه چی په دې سره د سپټمبر په ۱۷ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات۲۳ ته ورسېدل چی ۱۷ یې امریکایان ښودل سوي دي .