کور / سياسي / په قطر کي ددفتر جوړښت او دطالبانو ځواب

په قطر کي ددفتر جوړښت او دطالبانو ځواب

«قريب الرحمن سعيد»


(د هيواد او سيمي دسياسي چارو شنونکئ او کارپوه )


۱۵ سپتمبر ۲۰۱۱کال


پر افغانستان باندي دامريکا ديرغل په همغو لومړيو وختونو کي دهغه وخت د امريکا د دفاع د وزير رامسفيلډ څخه يوه پوښتونکي پوښتنه وکړه چي په راتلونکي وختو کي به دطالبانو او د جهاد د ليکو د نورو وګړو سره ستاسي سلوک څه ډول وي؟ ، هغه په ډيره موسکۍ توګه د پوښتونکي پوښتني ته ځواب ووايه ، ورته يي وويل چي : «مونږ به هغوي دهر غار اوهري سوړي څخه راکاږو او له منځه به يي وړو. زمونږ بي دوه پنځوس الوتکي په هره ډله او هرځاي کي هغوي په نښه کوي او له منځه يي وړي ……»


خو وخت او حالات هغسي چي هغوي د خپلو ځانو سره انځورول ، پاته نه شول ، ورځ په ورځ بدلونونه رامنځته شول ، په افغانستان کي دازادۍ جنګ زور واخست او اوږود شو ، او رو رو يي ټول هيواد په خپل ځان کي را ونغاړه . دبلي خوا دبن دتړون له مخي دامريکايانو په لاس جوړشوي رژيم هم يو ورځ تر بلي په شړيدو شو . اداري فساد ، لوږه ، دخلوک تښتول ، وژل ، تړل ، قومي اوژبني عصبيتونه او …. خپل اوج ته ورسيدل . ترڅنګ يي افغانان خو لا پريږده چي امريکايان او نور اروپايان هم په اداري فساد کي راښکيل شول . هغه ارګانونه چي يي په خپله جوړ کړي وو د فساد ښکار وګرزيدل . په مافيا او قاچاق کي رالتاړ شول او ان تر دي چي د کابل څخه د امنيتي سرچينو په وينا د هيروينو ډيره کي قاچاق وړونکي پخپله همدا خپلسري پردي راغلي عناصر دي چي نه يي الوتکه پلټل کيدي شي او نه ددوي څخه څوک پوښتنه کوي ، وګرزيدل . دهغوي دهمدي خپلسريو پايلي دا شوي چي دافغانستان ولس يي په مقابل کي دمقاومت ليکو ته ور ودانګي ، د مقاومت او جهاد ليکي ځواکمني کړي او ددوي قيموميت او قيادت ته د پاي ټکي کيږدي


نن دادي دوي پخپله په داسي حال کي د افغانستان څخه د وتلو په بيړه کي دي چي په لمړيو کي يي د وتلو آند هم په سر کي نه راته . ددوي هيلي په ناهيلو بدلي شوي ، په افغانستان کي ددوي په خلاف پاڅون اوس ملي بڼه نيولي ده . د يوي غربي مجلي د ليکوال له مخي ګڼ شمير دولتي مامورين چي په کي دملي اردو او ملي پوليسو وګړي هم شامل دي د ورځي لخوا په خپلو رسمي ماموريتونو کي بوخت وي خو دشپي له اړخه د جهاد اومقاومت دليکو سره خپلو (……) هلوځلو ته دوام ورکوي .


د افغانستان جنګ ددوي د هيلو نه ډير و غوځيد، په اقتصادي توګه يي ددوي د کپيټليزم ملا را تاوه کړي ، د اقتصادي رکود سره مخ دي ، په امريکا کي همدا اوس طبيعي توپانونو داسي حالات منځته راوړي چي په ميليونو انسان يي د برق په څير دورځني عاجلو اسانتياو څخه هم بي برخي کړي . يواځي سږني توپان چي څو ورځي دمخه يي د امريکا ساحلي سيمي ان د نيويارک تر ښاره پوري دخپل قهر لاندي راوستي وي د ميليونو انسانانو په بي کوره کولو ، دهغوي د شتمنيو د له منځه وړلو او …..باندي منتج شوي. دا په داسي حال کي چي دامريکا دپخواني ولسمشر بش د وخت د(کترينا ) نومي توپان ځپلي سيمي اوس د ګوست سيټيز يا ( دارواحو دښارونو) په نامه ياديږي .د لروبر دبريښنا پاڼه ( داسوشيټيډ پريس د امريکا د ملي احصایًيې د تازه راپور په حواله ليکي چي د امريکايي بې وزلو او غريبو انسانانو شمير تر ۴۶٫۲ مليونو واوښت ، يعني د هرو ۶ امريکايانو څخه يو يې غريب يا فقير دي .
راپور زياتوي چي دا مصيبت په داسي حال کي شديد سوﺉ چي تقريبأ پنځوس مليونه امريکايان د وړيا روغتيايي خدمتونو څخه محروم دي او ۹٫۱٪ امريکايان بې روزګاره او په کارونو پسي يې پښې تڼاکي دي . راپور زياتوي چي د فقر دا خورا لوړه کچه د امريکا په تاريخ کي سارﺉ نه لري . )


دهمدي سرچيني د راپور له مخي ، د اقتصاد پوهانو په وينا د بېکارۍ تر څنګ د امريکا له خوا جګړې هم ډېر مهم رول لري . د واشنګټن پوسټ د يوه راپور له مخي جګړه د ورځي ۷۲۰ ميليونه ډالره لګښت لري چي په دقيقه کي ۵۰۰۰۰۰ ډالره کيږي . دغه راز په افغانستان کي د ۲۰۰۱ز کال راهيسي د جګړې مصارف تقريباً ۴۵۰ ميليارډه ته رسېدلي دي .)


ددي ترڅنګ امريکايان نور دافغانستان د جنګ څخه هم ناهيلي شوي دي . د هغه رپوټ له مخې چې سي آي اې د ساحوي څېړنو له مخې د افغانستان د جګړې په اړه چمتو کړي، ويل شوي چې د افغانستان جګړه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او په دې برخه کې د پرمختګ کوم څرک او هيله نه ليدل کيږي. رپوټ وايي، چې ان په هغو سيمو کې چې له تېرو اتلسو مياشتو د ناټو ځواکونه د وسله والو پر ځپلو لګيا دي، هم حالات نا هيلي کوونکي دي او ناټو بريالۍ نه ده. د سي آي اې نوي مشر جنرال ډېوېډ پتريوس بيا له دغه ډول ارزونې سره موافق نه دي او دي له هيلې ډک نظر لري. شنونکي وايي چې دا به د سي آي اې د ارزوونکو او نوي مشر ترمنځ اختلاف رامنځته کړي، ځکه جنرال ډېوېډ پتريوس خپل محبوبيت تر ډېره د افغانستان له جګړې ګټلي، خو که اوس د ده خپله اداره وايي چې د امريکې جګړه په افغانستان کې ناکامه ده، نو بيا دا خو د ده ناکامي ښيي، چې همدا اوس د افغانستان د جګړې له ډګره راستون شوي.


په همدي خاطر اوس د امريکا ولسمشر اوباما غواړي دخلکو څخه دمحصول په اخستلو کي ډيررښت راوړي تر څو هر کال څلور مليارده اضافي پيسي تر لاسه کړي . ددي يو علت دا هم دي چي چناينانو امريکا او همدا تيره ورځ اروپايي هيوادونو ته سور خط کش کړ چي خپل اقتصاد درست کړي او د چين قرضونه بايد په خپل وخت ورکړي . په تيره مياشت کي دامريکا يو لوړ پوړي هيئت هم چين ته د تسلۍ د ورکولو په خاطر سفر وکړ او په خپل وخت يي دخپلو قرضونو د ورکړي ژمنه ورسره را غبرګه کړه . امريکا په دي وخت کي نژدي اتلس ټريليونه ډالره قرضداره ده . چي په دي کي نژدي څلورمه برخه د چين قرضوړي ده .


دهمدي قرضونو په خاطر و چي امريکايانو دادي اعلان وکړ چي هغوي به دافغان ملي اردو ته د خپلو بسپنو کچه تر نيمايي هم زياته راکمه کړي . دا په داسي حال کي اعلانيږي چي همدا اوس د امريکا د ورکړل شوي بودجي ډيره برخه د امريکايي روزونکو لاسو ته ورځي ، د راپورونو له مخي چي په افغانستان کي هر کال دامريکايي روزونکو مصارف ان تر شپږ ميليارده ډالرو اوړي .


د امريکا په څير د نورو اروپايي هيوادونو حالات هم ددي نه بدتر لوري ته روان دي . يواځي انګلستان دخپلي اقتصادي بودجي دپر ځاي ساتلو په خاطر د لوړو زده کړو مصارف دري پوړه پورته کړل . او په دي توګه يي د نادارو زده کونکو په مخ د تعليمي ادارو دروازي و تړلي . تر څنګ يي په خپلو خيراتي ورکړو کي هم ډير زيات کمښت راوست . د تقاوت عمر يي د ۶۳ کالو څخه ان تر ۶۷ کالو پوري پورته کړ . خو ددي سره سره بيا هم دبي کارۍ کچه په کي تر هر وخت زياته ده ، همدا عوامل سبب وګرزيدل چي په ټول انګلستان کي د چور ، چپاول ، داورلګولو، سوځولو او غلا پيښي ډيرښت ومومي . نن د انګلستان په يو شمير ښارونو کي دبي کاريو اندازه تر دي را رسيدلي ده چي خلک يي لکه د اسيايي هيوادو په څير په لارو کوڅو کي سوال او ګدايي کوي ……


په اروپايي هيوادو کي مالي روکود دايرلينډ نه نيولي تر ايس لينډ او بيا ان تر يونان پوري تر دي ځايه رارسيدلي چي نزدي دي دغه هيوادونه بلکل په اصطلاح کنګال اعلان کړل شي . داروپا پولي واحد (يورو ) تر دومره فشار لاندي راغلي چي يو شمير هيوادونه دهغي د له منځه وړلو په فکر کي لويدلي دي …..


دغه او دغه ډول بي شميره حالات ددي سبب شول چي ناممکن ممکن کړي . امريکايان او ناټو چي افغانستان ته ددي له پاره تللي و چي دغه هيواد به يي تل په ولکه کي پاته کيږي اوس په دي فکر کي ډوب دي چي څه ډول خپل وراستول شوي عسکر او وسايل بيرته را بيرون کړي . دادي همدا اوس د اروپايي اتحاديي يوشمير غړي هيوادونه د تاجکستان او ازبکستان سره په خبرو لګيا دي چي د افغانستان څخه دخپلو وسايلو دبيرته راوستلو له پاره لاره همواره کړي .


په دي اساس هغوي چي د افغانستان په جنګ خپل ځانونه پخپله ښکيل کړي ، ددي غميزي د پاي ته درسيدو او د خپلو اتباعو د سهي سلامت د راويستلو له پاره د مخالفينو سره دخبرو له پاره ليواله دي . که څه هم هغوي دخپلي ماتي د پټولو له پاره دداسي څه د څرګندو ويلو څخه ډډه کوي خو دهغوي دغه اوسنۍ هلي ځلي او طالبانو ته د قطر په کوچني هيواد کي د دفتر د پرانستلو اجازه دهغوي دماتي د اعلان څرګند دليل دي .


دهمدي هلو ځلو په لړ کي ،د سپتمبر د يولسمي څخه نژدي لږ څه مخته امريکايانو اعلان وکړ چي د طالبانو له پاره به په قطر کي ديوه سياسي دفتر د جوړښت له پاره نه يوازي اجازه ورکړي بلکه عملي بسپنه به هم ورسره وکړي . د طالبانو پوري يو شمير نښتو کړيو لکه مولوي متوکل دا خبره ډيره کلکه تائيد کړه او د يو شمير نورو غرب پلوه شنونکو سره يي دامريکايانو له اړخه دداسي يوه دفتر جوړښت مثبت ګام و ګاڼه ، ترڅنګ يي غربي رسنيو هم په دي اړه په خپلو څرګندونو کي دامريکا او ناټو دغړو هيوادونو هغو ستونزو ته چي د طالبانو دسياسي قيادت سره يي دکتلو او د خبرو اترو د ميز تر شا دهغوي درابللو له پاره لري ، هم اشاره کړي اودا کاريي يو مثبت قدم ګڼلي دي . شنونکي په دي آند دي چي ددي دفتر د جوړښت نه وروسته به د امريکايانو او طالبانو تر منځ د اړيکو د نيولو له پاره اسانتياوي پيدا شي .


خو په خپله طالبانو ددي دفتر د جوړښت په اړه ناخبري ښوولي اودا يي دامريکايانو له اړخه يوه تبليغاتي هڅه ګڼلي ده ، د طالبانو وياند د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (دا يواځې ديو شمېر مطبوعاتو راپورونه دي، مونږ له دې څخه هيڅ خبر نه يو، په دې اړه مونږ سره هيچا تماس نه دى نيولى او له دې زيات به په دې هکله عکس العمل هم سم نه وي. )


خودطالبانو عکس العمل څرګند و او ددي په مقابل کي يي د سپتمبر په ديارلسمه د کابل په ښار کي داسي قدم واخست چي نه يواځي دافغان ځواکونو ، دشمال دټلوالي د قومندانانو بلکه د امريکا اوناټود ځواکونو او ديپلوماتانو هيلي يي هم دخاورو سره خاوري کړي . پنځه کسانو نزدي شل ساعته د افغانستان په ګډون د ټولو بين المللي ځواکونو مقابله وکړه . دامريکا سفارت ، د پوليسو قومانداني ، د ايساف مرکز او …..ټول يي د يرغل لاندي راوستي وو ، داچي دا يرغل څنګه وشو مونږ يي په اړه اوس څه نه وايو ، خو په هرصورت دغه قدم به دامريکا او ناټو په غړو هيوادونو باند ي دا فشار راوړي چي هرڅومره ژر چي شوني وي دافغانستان څخه د خپلو عسکرو د ويستلو او په دي هيواد کي دسولي د اعادي له پاره ګړندي ګامونه واخلي. ترڅنګ يي په دي مافيايي اداري او په اداري فساد ککړو انسانانو باندي خپله تکيه کمه کړي او د افغانستان واکمني ددي ولس اصيليو زامنو ته و سپاري.


په کابل کي د طالبانو اوسني بريد ټولي بين المللي سياسي کړئ په شک کي اچولي ، دهغوي يوشمير کسانو خپل سفارتونه پريښودل او بيرته خپلو متبوعو هيوادو ته ولاړل . دروهي دراپوله مخي «دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت کې يوې باوري سرچينې ويلي دي ،چې دسې شنبې دورځې دځانمرګي او ډليز بريد پرمهال دسعودي عربستان عرب ډپپلوماتان او مامورين ،چې ټولټال 35 تنه کيږي له افغانستانه تښتيدلې دي .
سرچينه وايي : زموږ دحيرانتيا خبره خو داده ،چې دسعودي عربستان دسفارت عرب مامورينو خپل ټول اسناد ، تړونونه ، ارشيف سوځولې دي او له خپل هېواد ( عربستان ) ځانګړې الوتکه راغوښتې ده او ټول تښتيدلې دي . دسفارت عرب ډيپلوماتانو خپلو مامورينو او ملازمينو ته ويلې دي ،چې موږ بيا خبر نه وي درکړې تاسې به تر هغې نه راځې .
سرچينه دا هم زياتوي ،چې حکومت ورته دهر ډول امنيتي تدابيرو خبره کوله ، خو سعودي ډيپلوماتانو نه منله.
ديادونې ده ،چې دسعودي عربستان سفارت او دسفير کور دکابل په تر ټولو خوندي ځاي کې دي اوس حکومت دسعودي عربستان دسفير کورته غځيدلې لار دترافيکو پر مخ تړلې ده »


نو که د سعوديانو چي د افغانانو سره هر ډول مذهبي او ديني د ورور ولۍ اړيکي لري حال داسي وي نو دغربيانو او غربي ديپلوماتانو حالات خو به ددي نه هم ډير زيات د انديښني وړ وي . او دا پخپله په بين المللي ټولنه باندي يو ستر فشار دي چي طالبانو پري دخپل دغه ګذار له لاري راوړي دي .


په کابل کي د طالبانو ديرغل په اړه هر شنونکي خپل آند وړاندي کړي . د روهي د بريښنا پاڼي شنونکي بيا دا پخپله دامريکايانو له اړخه ګڼي او ليکي چي : (خبري رسنيو ته د رسيدلو راپورونو له مخې د کابل په عبدالحق څلور لاره کې د وروستيو ډراماتيکو عملياتو تر شا د امريکا لاس دى او په دې توګه غواړي د هغه نوي جوړيدونکي مارکيټ مخه ونيسي چې امريکا يې په کابل کې خپل سفارت ته په راتلونکې کې مهم ګواښ ګڼي ،ځينو رسنيو ته يو شمير امنيتي سر چينو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې داسې ښکاري ددې بريد تر شا خپله د امريکا سفارت نيغ په نيغه لاس ولري او په دې توګه د نوي جوړيدونکي مارکيټ د نړيدو لپاره لاره هواره کړي .)    خودا دليل ډير کمزروي بريښي ، ځکه د مقاومت او جهاد د ځواکونو له اړخه د کابل اوسني عمليات دامريکانو دبرم د راپرځولو په معني وو او دهمدي بريد له امله دامريکانانو د قدرت او غرور پوزه په خاورو سپيره شوه . که چيري امريکايان وغواړي ددغه ډول مارکيټونو مخه و نيسي نو بيا يي دداسي عملياتو د ملاتړ په ځاي کولي شو نيغ په نيغه دمارکيټ خاوند ته څو ډالر په لاس کي ورکړي او ځمکه يي را ونيسي ، امريکا همدا اوس په کابل کي د کرزي د رژيم څخه پنځه سوه جريبه زمکه د سفارت دانګړ له پاره را نيولي ده چي ويل کيږي په سيمه کي ترټولو ځواکمن سفارت دي ، ان تر دي چي غواړي په همدي سفارت کي دخپلو اتباعو د تګ راتګ له پاره د الوتکو دکيناستلو ليکه هم جوړه کړي . دا پلان هغوي د خپل اشغال دهمغه لمړۍ ورځي څخه تر لاسه لاندي لري ، خو که چيري هغوي ته ټول کابل د جنګ سنګر و ګرځي نوبيا به لکه دخپلو فوځونو دبيرته ويستلو په څير په خپل دغه ډول آند باندي هم يو ځل بيا فکر کوي .


خو امريکا او ايساف يي بيا په پاکستان ور اړوي ، هغوي وايي چي دا دحقاني دشبکي کار دي ، ځکه داپيښه د ودرګو د سيدا اباد د پيښي سره چي د سپتمبر په اتم ماښام دامريکايانو پر خلاف تر سره شوه شباهت لري . او ددي کار له پاره دکسانو د تيارولو روزنځاي دپاکستان وزيرستان دي . او دا چي غچ به يي اخلي . پخپله د مولوي جلال الدين حقاني ډلي هم دا منلي چي دابريد ددوي له اړخه تر سره شوي دي. دامريکا دبهرنيو چارو وزيري هيليري کلنتن بيا ګواښ کړي چي ددغه بريد مسؤلين به د جزا ورکولو پرته پاته نه شي . خو دا معلومه نه ده چي ميرمن کلنتن به په افغانستان کي دخپلو مرکزونو پر خلاف دکوم بريد ، عاملينوته سزا ورکوي ؟ ځکه په افغانستان کي دهغوي ځواکونه د ډيرو زيا تو جرايمو مرتکب ګرځيدلي او لار ګرځيږي ، او دهغوي په مقابل کي د افغان ولس دا ډول عکسلعملونه يو عادي کار دي . طبيعي ده چي ميرمن کلنتن به دخپلو ځواکونو له لاري پښتون ميشته سيمي يوځل بيا تر قهر وغضب لاندي نيسي ، خو هر څومره چي دهغوي قهر زياتيږي په همغه اندازه ورسره د افغان ولس په مقاومت کي ډيرښت راځي . ميرمن کلنتن ته غوره داده چي د غچ اوبدل داخستو په ځاي دخپلو خپلسرو فوځونو د رام کيدو په اړه غور وکړي.


دا چي شنني به هر څه وي خو د طالبانو او دمقاومت دليکو له اړخه په دي حساسه وهله کي ، چي له يوي لوري امريکايان هلته په خپل هيواد کي دخپلو زخمونو په مرهم پټيو مصروف وو، دا سي يو چټک او حيرانونکي ګام اخستل امريکايانو اود ناټو غړو هيوادونو ته په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانستو د اجازي ورکولو له پاره د طالبانو له اړخه يو ډير کلک ځواب ارزيابي کيدي شي .
که څه هم دا ډاګيزه ده چي طالبان به هيڅکله هم دامريکا دغه وړانديز ونه مني او نه به دي ته حاضر شي چي دامريکايانو او د ناټو غړو هيوادونو ته ددام دايښولو زمينه برابره کړي ، خو طالبان کولي شي په سياسي هلو ځلو کي د نورو لارو څخه برخمن شي . جنګ د مجبوريت له مخي کيږي خو د جنګ پايلي په سياسي خبرو اترو باندي تر لاسه کيږي . که چيري د امريکا تر مشرۍ لاندي نيواکګر ځواکونه د افغانستان د ازادۍ ډاډ ورکوي او غواړي د مقاومت او جهاد د ليکو سره دخبرو اترو له لاري خپل فوځونه د يوه ټاکلي مهالويش دموافقي وروسته بيرون کړي ، نو طبيعي ده چي په دي لړ کي به د هغوي سره دميز تر شا کيناستو ته اړتيا وي او ددي اړتيا د پوره کيدو له پاره بايد په هر اړخيزه توګه فکر وکړل شي . او طالبان ديوه سياسي ځواک په څير د دې له پاره يو بديل ته اړتيا لري . (پای)