کور / شعر / بيابه رڼاراشي

بيابه رڼاراشي

شپه به خـــدای سبا کړي،خـــامخــــا به سحــروبريښي
تيــــربه داتورتم شي ،بيا به څــــريکه دلمـــر وبريښي


دادخــــدای وعــــده ده،چې زحــــمت پسې راحت راځي
داخفــــګان به تيــــرشي،بيابه دلتــــــه اختـــر وبريښي


زمــــونږ مـــــاته بيړۍ به،د طـــوفان له څپو تېره شي
بيــــابه دساحـــــل په لــــــوري،الر او ګــــودروبريښي


هـــــــرځــــــــای به رڼاشي ،دهــــرڅــــه پته به ولګي
بد به لـــــه ښو بيــــل شي،دهـــرڅه به جوهروبريښي


اوس خــــوهرشيطان په ځان،دشيخ لباس اغوستئ دی
څيـــرې به مـــــاسکونه شي،دوخت کوډګر به وبريښي


اوس کــــــه تـــــوره شپه ده، نظر نه لګي،سبا به شي
ورورتــه به پخـــــپل ډز،دورور تکسورپرهـــروبريښي


ورورچې ورورته ګــــــوته په مــــاشه،سنګرنيولی دی
هـــــرورورته به خــــپل سنـګر،دبل چا سنګر وبريښي


اوس کــــــه له يوبلــــه مـــروردي،سره جـــوړ به شي
يوافغــــان به بل تـــه،دځــــان ليــــچ او وزر وبــريښي


ورک به شي دجنګ قاصد،شيطان به هم مختوری شي
خپـــل منځکې به ټـــول هيـــواوال،يار اوياور وبريښي


تېــر به سره هېرکړي،وروربه ورورپه غيږکې ونيسي
وروربه دخپـل ورورپه څنګ کې،بيرته سرلوړوبريښي


ورکــه به جګــــړه شي،خدای به سوله په مونږ راولي
ورځ به داختـــر په څېـــــر شي،شپـــه به قدر وبريښي


اوس کـــــه دسياالنوپه قطـــــارکې،افغــان سيال نه دی
دا افغـــــــان به بيـــرته،دهــــر سيـــــال برابر وبريښي


اوس چې دوخت تــــــورې،سيلۍ وړی بيـــدرکـــــه دی
بيـــــرته به قيــــامــــه،درک ستـــا ددلبــــــــر وبريښي