کور / د ډيورنډ کرښه / د ( پښتنو ملي جرګه ) ،یوه تاریخي اړتیا

د ( پښتنو ملي جرګه ) ،یوه تاریخي اړتیا

ليکنه: احمدجان اریوزی 

په دې وروستیو کې د پښتنو یو پيژندل شوي شخصیت افضل خان لالا رسنیو ته ویلي دي چې په دې مهال کې د ( پښتنو ملي جرګه ) جوړول ډير اړین دي .

د ده په باور دې جرګې ته د پښتنو ټول سیاسي او مذهبې ګوندونه ورتللي شي او هم که طالبان له وسله والې مبارزې څخه لاس واخلي دې جرګې ته غوښتل کیدای شي .

دې وایی چې کیدای شي دا جرګه په کویټه ، پیښور ، کابل او یا جلال اباد کې جوړه شي . د ده په باور دا جرګه د پښتون قوم جرګه ده په کوم ګوند او شخصیت پورې تړلي نه ده.
هغه وايي چې دا د وخت غوښتنه ده چې ټول پښتانه سیاسي او مذهبي مشران سره یو موټی شي.
دی دې ته اشاره کوي چې په دې جرګه کې د پاکستان ، افغانستان او امریکا هیوادونو استازي هم ګډون کولی شي.

په دې زیاتره سیاسي څیړونکي باور لري  اوسنی روانه  جګړه په بشپړه توګه د پښتنو په ضد جګړه ده چې د پښتنو دښمنه استعماري ځواکونو ( پنجاپ ، تهران اوپه افغانستان کې د واکمنو کړیو ) له خوا د ټاکل شوي ستراتیژي له مخې  د پښتنو په سیمو کې نږدې دیرش کاله  روانه ده. همدې پورتنی استعماري حکومتونه او ځواکونه د خپل ماهرانه پلان له مخې په دې توانیدلي دي چې لویدیز هیوادونه هم د پښتنو ضد اړخ کې ودروي .

 ددې جګړې قربانیان په سلو کې پنځه  نوي پښتانه ماشومان ، میرمنې ، بوډاګان او سړي دي. په دې جګړه کې یوازې د پښتنو کلی او کور ورانیږي . یوازې پښتون د لوږې او بدمرغی کندې ته لویدلی او د تعلیم د نعمت څخه بې برخې ساتل کیږي. د ساري په ډول یوازې په کندهار کې چې د پښتنو عنعنوي مرکز ګڼل کیږي په سلو کې اویا د ښوونځي د عمر ماشومان ښوونځي ته نشي تللی . ښايي دا سلنه په کوچیانو ، بادغیس ، قبایلو او نورو سیمو کې لوړه وي .

د پښتون په ضد دا جګړه یوازې په افغانستان کې نه ده روانه بلکې ددې هیواد څخه د باندې هم د پښتنو په ضد روانه ده.   په بلوچستان ، پښتونخوا ، ازادو قبایلو او کراچۍ کې پښتانه د یوه لوی او هر اړخیز تیري سره مخامخ دي چې نه یوازې د انساني پيژندل شویو حقوقو څخه بې برخې دي حتې د سیمې استعماري کړیو څخه یوه شپه هم ارام خوب نه شي کولی.

ددې جګړې څخه موخه د پښتنو  کمزوري کول ، د افغانستان تجزیه او له منځه تګ اوهم د افغانستان څخه بهر د پښتنو ځپل دي چې  ونه کولای شي د پنجاپ څخه د خپلې ازادی غوښتنه وکړي.او یا د ایران د لوړتیا غوښتنې په لاره کې ودریږي.

پښتانه په داسې حال کې د دیرشو کلونو څخه په زیاته موده کې د یوې پراخې جګړې په اور کې سوځي  ډير شمیر کتونکی ددې جګړې د پای په هکله نه پوهیږي  دا ځکه چې په یوه نوم د پښتنو په ضد جګړه پای ته ورسیږي سمدستي ورپسې په بل نوم جګړه پيل کیږي.

په دې هیڅ شک نه شته چې پښتنې ټولنه د راز راز سترو اقتصادي او ټولنیزو ستونز سره مخامخ وه او ده. دلته ددې ټولنې بشپړ اکثریت د لوږې ، بې سوادې ، بې کوری سره مخامخ دي . دا ټولنه  په اقتصادي لحاظ یوه  وروسته پاتې ټولنه ده چې دد ې ټولنې د اقتصادي ودې په لازه کې خنډونه په قصدي توګه پیدا  کیږي.

ددې حالت څخه د ژغورلو له پاره پښتني سیمو باسواده ځوانان اړ شوي چې راز راز سیاسي او اقتصادي مفکورو ته مخ واړوي خو له بده مرغه ددغو مفکورو څخه پښتون دښمنه ځواکونو په خپله د پښتنو په ضدکار اخیستی دی او همدغه مفکورې په خپله پښتنو ته د سترو ستونزو سبب شوي دی.

پښتون دښمنه کړیو هڅه وکړه چې پښتانه په مختلفو نومونو سره وویشي او دې موخې ته د رسیدلو له پاره یې لټه وکړه چې پښتانه د کمونست، مجاهد ، طالب او دموکراتانو  په نامه سره وویشي په خپلو منځو کې یې وجنګوي او دا میړنې اولس کمزوری کړي. مګر پښتون اولس د یوه قوم په توګه ژوندی پاتې شوی دی.
د کتونکو په باور زیات شمیر په اصطلاح سیاسي ډلو مشرانو هیڅکله د پښتون اولس د کړاوه ډک حالت ته پاملرنه نه ده کړي بلکې دوی په ډير صداقت سره خپلو بادارانو ته چوپړ وهلی او دې ته یې زمینه برابره کړي ده چې د پښتنو سیمه د امو څخه تر کراچی کشمیره پورې په کنډواله او مړستنو واړوي.  دوی په سلګونو زره پښتانه د کمونست ، طالب ، مجاهد او د امریکاد جاسوس په نامه په ډيره بې رحمانه توګه وژلي دي او دا بهیر تر اوسه روان دی.

 دې ډلو په ټول قوت سره هڅه کړي ده چې د پښتنو ترمنځ دیووالی او پیوستون مخه ونیسي او حتې د پښتنو پيژندګلوي تر ګواښ لاندې ونیسي.

 په سیمه کې په کلي ډول پښتانه د افغانستان په ګډون د محکوم اولس په توګه ژوند کوي.  چې د هر ډول سیاسي ، اقتصادي او کلتوري حقوقو څخه بې برخې دي. پښتو ژبه په افغانستان  او ټوله پښتونخوا کې نه په ملي او نه رسمي توګه د چارواکو له خوا مراعات کیږی .

په دې ډول د پښتنو سره نه یوازی په رسمی مسایلو کې د تعصب له مخې چلند کیږی بلکې په تعلیمي سطحه کې هم په پښتو ژبه د تعلیم مخه نیول کیږي. په مورنی ژبه د زده کړې حق یوازې په اساسي قانون کې د کاغذ په مخ پروت دی . د ساري په توګه په ټول هرات ، لویدیزو او شمالي  ولایتونو کې چې پښتون میشه ولایتونه دي په مورنۍ ژبه زده کړه په بشپړه توګه په نشت شمیرل کیږي. په افغانستان کې د پوهنې لوړ پوړي چارواکي په دې اصل په بشپړه توګه سترګې پټوي  . چې په خپله د پښتو ژبې او د پښتنو سره ددې وزارت جوته او خطرناکه دښمني په ډاګه کوي.

دا یو واقعیت دی چې د واکمن قوم ژبه هم واکمنه وي او پښتو د یوه بیواکه اولس ژبه ده چې  د کابل ادارې له خوا ورسره د تعصبه ډک چلند کیږي.

پښتون  اولس یو ټوټې ټوټې وجود دي چې د هرې برخې څخه یې وینې بهیږي .
پښتانه د افغانستان او ټولې پښتونخوا د ملا تیر جوړوي او  په مجموع کې د افغانستان د ټوټې ټوټې کیدو مخالف او د یووالی غوښتونکي دي هغه پښتانه دي چې د نورو میلیتونو عادي اولسونه یې په ځان راټول او تر اوسه یې افغانستان د ټوټې کیدو څخه ژغورلی دی.

همدا ټکی دی چې د افغانستان دښمنان ددې له پاره چې دا هیواد ټوټې ټوټې کړي دا وپتیله چې لومړی هغه قوم چې د نورو قومونو له پاره مرکزي حیثیت لري باید کمزوری شي.

ددې پښتون ضد کړیو موخه دا ده چې ټول هغه مشران او روڼ اندي چې د اوسنیو تراژیدیو څخه د پښتنو د ژغورلو په هکله فکر کوي او یا امکان لري په دې لاره کې کوم عملي اقدام وکړي په جسمي ډول سره له منځه یوسي .

په ټوله قبایلي سیمه کې د شپږ سوو ، دلوي کندهار په سیمه کې د شپږسوو څخه زیات او د هیواد په شمال کې په لس ګونو  قومي مشران  له منځه یووړل شول. اوس په ننګرهار کې د پښتنو د مشرانو په وژلو پيل شوی دی .  د مشرانو وژل   ددې سبب شوي  چې زیات شمیر مشران اړونده سیمې پریږدي. همدارنګه په ښاغلي حامد کرزي ، افتاب احمد شیرپاو ، افضل خان لاله څو څو ځلې وژونکي بریدونه شوي دي.

د هیواد په شمال کې په متعصبو ډلو پورې تړلي پوځي چارواکي د طالبانو د ځپلو په نوم  د سیمه ایزو پښتنو په ضد پوځي عملیات ترتیبوي ددې عملیاتو اصلي موخه په شمال کې د پښتنو اړیستل دي چې اړونده سیمې پریږدي. دوی نه یوازې د پښتنو په ضد پوځي عملیات ترتیبوي بلکې د پښتنو ضد په زړه بوګنونکو جنایتونو باندې تورنې ملیشاوې یې د سیمه ایزو پولیسو تر نامه لاندې  د دولت په چوکاټ کې تنظیم کړي چې د هغه ځای په خلکو کې رڼا ورځ توره شپه کړي ده.

د افغانستان په شمال کې د کابل د ادارې له خوا  د سیمه ایزو پولیسو تر نامه لاندې د متعصبو او پاشسیتي کړیو تر کوماندې لاندې د پښتنو ضد ملیشاو جوړول د یوې نوي تراژیدی پيل دی.
د هیواد په مرکزي سیموکې د پښتني کوچیانو شخصي ملکیتونه د متعصبه سیاسی ـ پوځي کړیو له خوا غصب ، یوه بله د افغانستان ضد توطیه ده .

په افغانستان کې پښتانه د یوه ملي مشرتوب او مرکزیت څخه بې برخې دي د کابل په اداره کې شته لوړ پوړي پښتو ژبي چارواکي خو د متعصبو پاشیستي کړیو په وړاندې د خلکو په اصطلاح سوڼ هم نه شي ویلای. دوی نه د ملت او نه د پښتنو په دړد خوري بلکې د متعصبو زورواکانو ښه چوپړاسیان دي .
اوس زیات شمیر پښتانه روڼ اندي په دې باور شوي دي چې  ( یا به یو کیږو ، ګني ورکیږو ). دوی غواړي ددې ستر شعار د عملي کولو د پاره چې د پښتنو د ستر مشر خان عبدالغفارخان له خوا ورکړل شوی دی د یو کیدو یو میکانیزم رامنځته کړي.

دا یو واقعیت دی چې تر هغه چې پښتون اولس که هغه په افغانستان کې دی او که د افغانستان څخه بهر ټول په یوه ټغر سره راټول نه شي تر هغه د پښتنو ضد جګړه او توطیه نه شي پای ته رسیدلی. د لوی احمدشاه  د واکمنې څخه مخکې  هم ورته شرایط و. د لوی میرویس خان څخه مخکې همدا ډول حالات و.

دې دواړو مشرانو لومړی د پښتنو تر منځ  د جرګو په جوړولو سره یووالی تامین کړ او د پښتنو یو وړ مشرتوب یې رامنځته کړ او وروسته نور قومونه په خپله په دې قوم باندې راټول شول.

د ویلو وړ ده چې هر قوم او اولس د ځان لپاره ټاکلي موخې لري او غواړي چې د تاریخ په اوږدو کې هغه تر لاسه کړي .

دا  ډيره په ځای خبره ده چې افضل خان لا لا  د پښتنو دداسې ملي جرګې جوړولو له پاره چې د ټول پښتون اولس استازیتوب پکې وي بندوبست وکړي.

ټول پښتون اولس د داسې جرګې د جوړیدو ته بیصبرانه انتظار وباسي . دا ځکه چې د یوه وجود په توګه  د ټولو پښتنو دښمنان یو ، دوستان یې یو او برخلیک یې شریک دی.

خو ددې جرګې جوړول دومره اسانه کار نه دی . په سیمه کې ددې جرګې د جوړولو سره مخالفت شته دی.
• تر ټولو لومړی مخالفت ددې جرګې سره دکابل اداره کوي . دا ځکه چې د کابل اداره د ستونزو څخه د پښتنو د ژغورلو پلوي نه ده . د کابل اداره به زیار وباسی چې دا جرګه هم د متعصبو کړیو تر اغیزې لاندې راولي . او په دې ډول پښتانه پرینږدی چې د خپل برخلیک په هکله خبرې وکړي او تصمیم ونیسي. چې ښه مثالونه یې د امن جرګه او یا د سولې مشورتي جرګې دی چې ددې جرګو واک ښاغلي کرزي د پښتون دښمنه  متعصبو کړیو په لاس کې ورکړ.

• د پنجاب استعماري اداره به هڅه وکړی چې د پښتنو د سراسري جرګې د جوړیدو مخه ونیسي او ښایی د پښتني سيمو څخه دې جرګې د تلونکو استازیو مخنیوی وکړی.

• ایران هم د پښتنو یو ستراتیژیک دښمن دی د ایران له پاره دا د زغملو وړ نه ده چې پښتانه دې د خپل برخلیک د ټاکلو له پاره سره راټول شي. نو ځکه دا هیواد به هم په مختلفو لارو سره هڅه وکړی چې ددې جرګې د جوړیدو په لاره کې خنډونه پيدا کړی.

• په ایران ، پنجاپ او دکابل په اداره پورې تړلي پټې او یا جوتې ډلې به دا ګواښونه وکړي چې دوی به د دې جرګې ګډون کونکی ووژني .

• یو شمیر غوړه مال او ځان غوښتونکي پښتو ژبي په نامه سیاستوال او مشران به د پورتنیو اړخونو په لمسون سره دا هڅه وکړي چې د دا ډول د پښتنوملي جرګې د جوړیدو په لار کې خنډ شي .
په دی کې هیڅ شک نه شته تر څو چې ټول پښتانه په یوه ټغر د خپل برخلیک د ټاکلو او د اوسنیو ستونزو څخه د ژغورلو د پاره راټول شوي نه وی ترهغه به د دوی وینې همداسې روانې وي.

یوه لویه ستونزه چې پښتانه ورسره مخ دي په هغوی کې د ملي او بیرته د یووالی  احساس کمزورتیا ده چې د پښتنو دښمنان غواړي په دوی کې دا احساس په بشپړه توګه ووژني
.
هزاره هر چیرې ځانته هزاره ، ازبک هرچیرې ازبک ، پنجاپی هر چیرې پنجاپی دي . خو تر اوسه نه په افغانستان کې پښتانه ځانته پښتانه ویلی شی او نه ددې هیواد څخه بهر.  که کوم داسې وګړی ووایی چې زه پښتون یم ، بیا نو د کابل په اداره کې غوړه مال پښتو ژبي ورته وايي چې دا مه وایه چې ملي یووالی خرابیږي.
دا په دې مانا چې  واکمنې متعصبې کړۍ غواړي  چې پښتانه په خپله ژبه د خبرو ، لیکلو ، او زده کړې څخه تیر شي  خپل ملي کالي و نه اغوندی او ځانته پښتون و نه وايي  او هم په سیاسي لحاظ ، په دولتي اداره کې د ځينو متعصبو ډلو په ګټه چې ځانونه د هزاره ، دیګانو او ازبکو استازي بولي تیر شي. په اقتصادي لحاظ د ودې او پرمختګ د پروګرامونو غوښتنه ونکړي او ټول اقتصادي نظام په پورتنیو کړیو پورې د  تړلو مافیاګانو په لاس کې متمرکز شي . او په سیمه کې د نورو پښتنو سره د یووالي تمایل ښکاره نکړي.

اوس تر هر مهاله ډیره روښانه شوي ده چې پښتانه نه یوازې د سیاست په ډګر کې د واکه بې برخه شوي بلکې د هغوی هویت هم د ګواښ سره مخامخ  شوی دی او اوس ددوی د فزیکي وجود له منځه وړلو له پاره پروګرامونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.

پښتانه په دې نیمه لویه وچه کې یو واقعیت دی چې هیڅوک یې د سترګو نه شی غورځولی.
خو تر ټولو باید لومړی دې ټکي ته اشاره وشي چې داسې جرګه جوړه شي چې په هغه کې د کابل متعصبه اداره ، پنجاپ او تهران اغیزه ونلري او  یوازې او یوازې په دې سیمه کې د پښتنو غوښتنې او ارادې تمثیل کړي.

کیدای شی دا د پښتنو ملي لویه جرګه دا موخې د پښتنی ملي غورځنګ له پاره په ډاګه کړي :
• لومړی په ټوله پښتونخوا ( افغانستان ، بلوچستان ، خیبر پښتونخوا  او قبایلو ) کې د جګړې د اور بندول او د سولې  تامین

• په ټولو پښتني سیمو کې د انکشافی او تعلیمي پروګرامونو پيل

• د ټولو پښتنی  سیمو د خلکو تر منځ د اړیکو د ټینګښت  ، او د پښتنو سیمو تر منځ د تګ راتګ په مخه کې د هر ډول رسمي او پوځي خنډونو لرې کول .

• په ټوله پښتونخوا ( چې لوی احمدشاه بابا ورته اشاره کړي ده) کې د خلکو تر منځ د سیاسي او ملي پیوستون د روحیې  پیاوړ تیا

• بلاخره د ټولو پښتنو په یوه سیاسی جغرافیا ( د یوه خپلواک هیواد په توګه ) کې راټولیدل
همدارنګه د پښتنو په ملي جرګه کې اړینه ده چې ددې موخو د عملی کولو د پاره په ټوله پښتونخوا کې د یوه پراخ ټولنیز ـ سیاسي سازمان په جوړیدو بحث وشي .

او دې سازمان ته لارښوونه وشی چې پښتنی ټولنې د ځانګړتیاو په نظر کې نیولو سره ، د دموکراتیکو ، سوله ایزو او په نړیواله سویه د منل شویو پرنسیپونو په بنسټ د پښتون اولس د حقه حقوقو د تر لاسه کولو د پاره کار وکړي .

د پښتنو  یووالي ، ملي خپلواکي او په یوه واحده سیاسي جغرافیا کې د یوه متحد هیواد تشکیلول ، اقتصادي پرمختګ  او د نړي د نورو اولسونو سره په سوله او ورورۍ کې ژوند د دوی طبعي او د نړیوالو پيژندل شویو حقوقو مطابق  حق دی.

اوس پښتون اولس په دې پوهیږي  چې حق نه ورکول کیږي بلکې حق اخیستل کیږي او ددې حق د اخیستلو د پاره ملي یووالي ته اړتیا لري. دا ځکه چې د پښتنو ملي یووالی ددې سبب کیږي چې خپلې سیاسي ، اقتصادي، امنیتي او کلتوري ستونزې حل کړي  .

 د ملی یووالی  تامین میکانیزم همغه میکانیزم ( جرګو ) دی چې پښتنو سترو مشرانو ترې کار اخیستی دی او دا میکانیزم د کلي د سویې څخه نیولي تر ټول پښتون پورې د سراسري جرګې جوړول دي . په دې جرګو کې به پښتانه د یوه بل خبره واوري دړدونه به سره شریک کړي او د راتلونکي له پاره به یې خبره او لاره یوه شي . او ددې جرګو له لارې به پښتانه وکولای شي چې یو ملی مشرتوب رامنځته کړي.

 دا یو واقعیت دی چې د پښتنو یووالی به ددې سبب شي چې پخواني استعماري کرښې چې ددې ستر اولس  د بیلولو له پاره ایستل شوي دی په خپله ړنګې شي .

د پورتنیو موخو په تر لاسه کولو کې رسنۍ ډیره مرسته کولی شي تر څو دا ژوبل اولس د ستونزو وژغورل شي .

دلته یوه پوښتنه پيدا کیږي چې په لس ګونو پښتو ژبي رسنۍ او ویب پاڼې هم شته دوی داسې ښکاره کوي چې ګواکې د پښتنو له پاره خپرونې کوي دې رسنیو د پښتنو ټوټې شوي وجود د یو کیدو له پاره  تر اوسه د خلکو غوښتنو ته انعکاس نه دی ورکړی.

 همدارنګه دې رسنیو د پښتنو د پيژندل شوي مشر په دې لوی وړاندیز غوږونه کاڼه او سترګې پټې کړي دی او دا لټه یې ونه کړه چې ددې مشر دا په ځای د پښتنو له پاره د ستونزو څخه د راوتلو یوازینی وړاندیز خلکو ته ورسوي . دا په دې مانا چې دا رسنۍ په خوله یو څه او په ماهیت کې د پښتون دښمنه کړیو په چوپړ کې ولاړې دي او د خلکو په ا صطلاح د روپيو کڅوړې ( دلته د روپيو هغه کڅوړو ته اشاره ده چې ایران یې یو شمیر  افغاني لوړ پوړو چارواکو ته ورکوي )به ورته رسیږي  .

همدارنګه په پښتنو کې  په اصطلاح  سیاسي څیړونکي خورا زیات دی خو دوی د ښاغلی افضل خان لا لا په دې وړاندیز باندې خپلې تبصرې ونکړې .

مګر بیا هم د وخت پیل دی کیدای شي پښتو ژبي رسنۍ په پښتو او پښتنو باندې د بیزنېس څخه لاس واخلي او ددې ځوریدلي او ټوټې شوي قوم  په وړاندې خپلومسوولیتونو ته پام واړوي او د پښتنو د یوې بریالۍ ملي جرګې په جوړولو او د هغې د فیصلو په عملی کولو  کې ارزښتناکه ونډه واخلي.
.
پښتون اولس یو کیدونکی دی او دا د تاریخ غوښتنه ده  .