درې بهرني پوځیان ووژل سول
ناټو خبر ورکوی چی نن او پرون د جلا جلا پیښو په ترڅ کی درې بهرني پوځیان ووژل سول . لومړنی پرون په جنوب کی وویشتل سو ، دوهم نن په ختیځ کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله ووژل سو او درېیم نن په جنوب کی ماین والوزاوه چی په دې سره د سپټمبر په روانو ۱۸ ورځو کی د خارجی عسکرو تلفات ۲۶ ته ورسېدل .