کور / شعر / غزل

غزل

په کرکه خېلوکې له مينې ډک ډک زړونه لري


څه بختوردي  په تياروکې څراغونه لري


زه به دچا  ،چا دزړه ملهم دزړه پټۍ شمه


دلته خو هرسړی  بلابلا دردونه لري


زه چې ستايل  دمحبت اودجامونو کوم


شېخه په کوم  کتاب کې دي چې عذابونه لري


دمحبت کتاب لوستل ورته نورنه دي پکار


داخلک قورمغزي  لکه کاڼي غوندې زړونه لري


هغه پخواچې تادګل ګذارپرې هم نه کاوه


هغه تسکين  دې شوګېرې کوي غمونه لري



۱۳۹۰/۴/۲۹چنګاښ  دخوست اوګردېز لويه لاره