کور / کره کتنه / ايا (دوستم) نه د خير تمه کيدلاى شي؟

ايا (دوستم) نه د خير تمه کيدلاى شي؟

۱۹-۹-۲۰۱۱


يو خبر مې له نظره تيره شو چې په افغانستان کې د (بنيا دخيريه دوستم) په نوم يوې خيريه ټولنې په فعاليت پيل کړى دى .


د دې خبر د ليدلو سره سم مې دوه خبرې ذهن ته راغلى لمړۍ دا چې د دې خبر له نشريدو څو ورځې وړاندې مې يوه بله ليکنه لوستى وه په کومه چې په افغانستان کې د افغان بيسيم د مخابراتي شرکت په هکله څه رازونه راسپړل شوي وه .


هغې ليکنې ويل چې  احسان الله بيات د طالبانو د حکومت په دوره کې د غربي استخباراتي شبکو په مستقيمه لارښوونه او مرسته په افغانستان کې د يو مخابراتي شرکت د پيلولو لپاره هلې ځلې پيل کړى وى او مقصد يې هم ځينې دا ؤ چې د القاعده او طالبانو جاسوسي پرې وکړي مطلب دا چې دغه شبکه په بشپړه توګه په جاسوسي نيت جوړه شوې او غربي استعمار ورڅخه کار اخيست ، اوس نده څرګنده چې د دې لپاره به کارول کيږي او کنه خو داسې فکر کيږي چې دغه شبکه اوس هم د خپلو اصلي بنسټګرانو په لاسونو کې ده .


پدې هکله مې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو د وزير مولوي وکيل احمد متوکل په يو کتابګوټي کې هم ليدلي وه خو هغه دغه کار د يوې لاسته راوړنې په توګه ياد کړى ؤ ، بيچاره نه ؤ خبر چې هيواد ته يوه ستره جاسوسي شبکه راوړي ، علت يې د دوى ناپوهي نه ، بلکه د حکومت کمزوري او د بهرنيو لاسوهنى وى.


دوهمه خبره چې د(بنياد خيريه دوستم) سره را په زړه  شوې  هغه دا ده چې يوه ورځ مې په يوه ويبپاڼه کې د انجنير ګلبدين حکتيار د ځوى په حواله يو خبر وليد چې نوموړي کومه د ځوانانو ټولنه جوړه کړې او خپله يې مشر دى ، همدا راز هغه په سياست کې يو څه ويلي وه خپل ، اکا ته مې د نوموړي د خبرو يادونه وکړه چې د حکمتيار صاحب ځوى داسې او داسې ويلي دي ، هغه راته په ځواب کې وويل (زه پوهيږم چې د دې خبرو څه مطلب دى ، حکتيار غواړي خپل ځوى نه سياستمدار او رهبر جوړ کړي).


د دوستم د خيريه ټولنې سره د دې دواړو اړيکه راته پدې ډول ښکاري چې احسان الله بيات د يو پرمختګ په جامه کې هيواد ته راننوت او بيا يې غربي ښکيلاک ته جاسوسي کوله ، کله چې افغانستان ته راغلو نو د اشغال په لمړيو ورځو شپو کې يې د (بنياد بيات) په نوم يوه مؤسسه جوړه کړه ، خلکو ته داسې احساس ورکوي چې د هر غريب سره مرسته کوي خو ټوله مخه يې د اسماعيله فرقې پلويانو ته ده  او په ځانګړيو ځايونو کې فعاليت کوي او  د حزب اسلامي د مشر د ځوى خبرې خو هغه څرګندې دي چې د ټولنو او بيانونو له لارې په سياست کې قدم ږدي.


که د افغانستان اوسنيو حالاتو ته وګورو نو پخواني ټول جهادي رهبران او قوماندانان کوښښ کوي چې خپل اهل او عيال د افغانستان په حکومتونو کې مطرح کړي لکه مجدديان او ګيلانيان خو لا د ظاهر شاه له وخت نه پيژندل شوي خلک دي د مجاهدينو په وخت کې هم په لوړو لوړو چويکو ناست وه او اوس هم دغه خلک د رياست ، وزارت ، ولايت او سفارت د ماڼيو واکمنان دي .


استاد رباني خو له يوې خوا د مسعود د ډلې سره خپلوي لري ، زوم يې هم يو پيژندل شوى سړى دى او له بلې خوا خپله د استاد کوم ځوى هم په بهرني هيواد کې سفير دى .


د  خليلي ، محقق او سيد کيان هم مزى دي ځکه چې تر اوسه پورې لا پخپله ښه فعال دي ، د منصور نادري ځوى جعفر نادري هم په باميان او بغلان کې نفوذ درلود او لا لري يې ،  په ختيځ کې د حاجي قدير کورنۍ ښه په درز کې د واک څخه مزې اخلي او په لويديځ کې خو د پنځه شپږو ولايتونو  واکمن تورن اسماعيل خان د ښه بادشاهۍ څخه وروسته د يو پښتون قوماندان امان الله په لاس هغه مهال مات شو چې يو ځوى يې ورته په ځوانه ځوانۍ کې ووژلو.


د جنوب ختيځو ولايتونو مشهور قوماندان مولوي جلال الدين حقاني هم خپل ځامن خپل مقام ته رسولي دي او د هغه حريف باچان خان ځدراڼ که له يوې خوا خپله لاس او پښې وهي له بلې خوا يې ځوى عبد الولي ځدراڼ د يوې ولسوالۍ څخه برخه من دى چې نور به پرمختګ وکړي کنه ؟


اوريدلي مو دي چې د مولوي محمد نبي محمدي ځوى د سندرغاړى نغمى د مينې سيلاب يوړ او د مولوي محمد يونس خالص ځوى هاغه دې چې د حکومت او امريکا سره يې اړولى ده .


په شمال کې د جمعيت ، شورى نظار او پخوانيو کمونستانو تسلط دى او په جنوبي سيمو کې د قوم ، زور او برلاسۍ په مټ مشري تر لاسه کيږي ځکه خو د يو شمير مرکزي او اوسنيو جنوبي ولايتونو غټى غټې سټې د قومي شخړو ښکار شوې او غټ غټ خلک يې په يو او بل نوم لحدونو ته ښکته شول.


نورو وړو وړو په اصطلاح قوماندانانو او مشرانو هم خپله خواري کړى چې خپل راتلونکي نسل ته ځاى پيدا کړي او خپل زوزات هم د مشرۍ مقام ته ورسوي .


پاتې ؤ کمونست جنرال عبد الرشيد دوستم  ، هغه که څه هم په لمړي سر کې د سر سړى ؤ خو په ورو ورو پرې کړۍ راتنګه شوه او بالاخره د ترکيې په منځګړيتوب له هيواده تبعيد شو ولو که هغه پرې اقرار نه کوي او په ښکاره داسې اعلان ونه شو.


دوستم هيڅ يو قانون او اصل ته ژمن ندى ، نه زده کړه لري ، نه ادب ، اخلاق او خپله تګلاره ، هغه له يوې لسيزې زيات د کمونستانو سره ؤ ، بيا څو کاله د مسعود ملګرى شو ، د حکمتيار د صحبت څخه هم برخه من شوى دى ، د شمالي اتحاد هم کلک اتحادي پاتې شوى ، د کرزي څخه يې هم ملاتړ اعلان کړ او د طالبانو سره ښه وجنګيد.


دوستم نه دين لري او نه ايمان ، نه په ژمنه وفا لري او نه کوم مستقيم خط مشي ، که څه هم په خپل ګوند يې (جنبش ملي اسلامي افغانستان) نوم ايښې خو د اسلام او افغانيت پکې هيڅ هم نه شته ، هغه چې د جوزجاني مليشو او ګليم جم مشر ؤ په کابل او شمال کې يې هغه فجايع تر سره کړي چې انسان يې په ويلو او ليکلو شرميږي ، لوټ مار ، شوکې ، وژنې ، د انسانيت او مذهب توهين ، د افغانيت په لمن داغ او……پدې يو يې هم صرفه نده کړى  ، سربيره پر دى د قلعه جنګي قصه خو يې اوس ګردى نړۍ ته معلومه ده  چې اسيران يې د کوم قانون لاندې په څه ډول ووژل ، خو اوس هماغه طالبان لکه څرنګه چې د احمد شاه مسعود مقتل خواجه بهاوالدين ته رسيدلي همدا راز د دوستم پلرني او مورني ولايت جوزجان ته هم رسيدلي او خپل فعاليتونه کوي.


اوس د دې ستر ملي قاتل او مجرم ځوى  راپاڅيدلى چې باتور دوستم يې  بولي د (بنياد خيريه دوستم) په نوم يې يوه ټولنه جوړه کړى وايي چې د خلکو خدمت کوم  خو وکتل شي چې دا د حکتيار صاحب د صاحبزاده په څير په سياست کې قدم ږدي او که د بيات په څير جاسوسي او يا يو ځانګړي فکر ته کار کوي.


د باتور دوستم په هکله زه زيات معلومات نه لرم ، کيدلاى شي ډير خلک ورڅخه ناخبره وي ، په ازبکستان ، ترکيه او اذربايجان کې اوسيدلى ، نه پوهيږم چې زده کړې يې کړي او کنه او څومره يې کړي ،  څومره په اوبو کى دى (باتوري) يې څومره ده او څه به وکړي خو داسې بريښي چې هغه د افغانستان سياست ته ننوتل غواړي ځکه چې د ټولنې د پرانيستې پر مهال يې ويلي (سياست ام اين است که بتوانم به هموطنانم کمک نمايم و همچنان براى همه يکسان خدمت کنم) ، بس چې د سياست ټکې پکې راغلو نو بيا يې همدا مطلب دى چې د خپل پلار ځاى ورڅخه تش پاتې نه شي ، پوه شه چې په بل ځاى کې يې د خوښې تجارت نشته او يا ورته کومې بهرنۍ ادارى سينه ډبولې او دا يې په اوږه ټپولى دى چې ورځه په راتلونکى کې پکار راځى.


باتور د باتورۍ خبرې کړي چې پوهنتون جوړوي ، ښوونځي پرانيزي ، روزنيز مرکزونه رامنځته کوي او د بې وزله خلکو سره مرستې کوي دا يې موخه ده او ټولنه يې سياسي نه ، بلکه ټولنيز اهداف لري .


خو دا لا څرګنده نده چې مالي سرچينې به يې څه وي ، په کومو سيمو کې به کار کوي او لمړى قدم به يې څه وي؟؟؟ خو هلته به روښانه شي چې دغه ټولنه يا مؤسسه يو څه وکړي ، بنياد خيريه دوستم جوړ شو خو خپله دوستم چيرته په بهر کى ناست دى ، خداى خبر ورڅخه خبر هم دى او کنه او ولى پدې ورځ حاضر نه ؤ ؟؟


ولو که خپله په داخل کې نشته خو داسې فکر کيږي چې دوستم لدې لارې خپل ځان ته بيا ځاى او نوم پيدا کوي او که چيرته هغه له اخه ټوخه غورځيدلې وي نو ځوى خو يې (جوان) ځوان دى هر څه کولاى شي هغه به دغه تشه ورډکه کړي.


که چيرته داسې نه وي نو د دوستم څخه خو د خير تمه نه کيږي او نه دوستم د خير سړى دى ، هغه يو عياش او فحاش انسان دى چې د خپل زړه مني او پدې لار کې د هيڅ پروا نه کوي ، د ځوى په هکله يې هيڅ معلومات ندي تر لاسه شوي ، څو مياشتې مخکې پرې د بغلان په ولايت کې د کابل او مزار شريف په لويه لار بريد شوى ؤ د باتور دوستم موتر يې ور خرابه کړى ؤ خو خپله روغ وتى ‌ؤ .


خو د دې ټولو سره سره پدې ايت شريف هم پوره يقين لرو چې


(يخْرجُ الْحيّ منَ الْمَيتِ ويخْرج الْميتَ منَ الْحيّ)


الله ښه پوهيږي چې د دې بد بوټي څخه راولاړيدونکى دغه نوى نيالګى به کوم ډول ګلان وسپړي خو پدې يقيني يو چې لږ تر لږه د باتور دوستم د پلار عبد الرشيد دوستم څخه بايد افغانان د خير تمه ونه لري او پرې ونه غوليږي .