کور / کره کتنه / په طب پوهنځي روغتون کې بډې او اخلاقي کمزورتيا

په طب پوهنځي روغتون کې بډې او اخلاقي کمزورتيا

زموږ په هېواد کې د ګڼ شمېر بدمرغيو له جملې څخه يوه هم  په پراخه کچه د اداري فساد شتون دى. افغانستان پورې اړونده مسايلو کې دا موضوع دومره مهمه او جدي ده، چې د هېواد د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال پر ښاغلي کرزي باندې د نړيوالو يوه نيوکه همدا وه، چې د ده په اداره کې په پراخه کچه اداري فساد شتون لري او ده په تېره اته کلنه دوره کې ونشول کولاى، چې د دغه مرض مخه ونيسي. که سړى رښتيا هم ځير شي، دا موضوع همدومره زيات اهميت لري، ځکه د افغانستان په څېر يو غريب هېواد کې په دومره پراخه کچه د اداري فساد شتون، د دې ولس لپاره له قاتلو زهرو څخه  بله مانا نه لري، زه لرې نه ځم، تاسې ته د ننګرهار پوهنتون، طب پوهنځي روغتون چې  دا مهال د عامې روغتيا له روغتون وروسته په دولتي چوکاټ کې دويم روغتون دى او د دې ولايت له بېلا بيلو ولسواليو څخه ورته هره ورځ ډېرى خلک خپل ناروغان د  درملنې په موخه راوړل کېږي، په دغه روغتون کې  د هغو بېوزلو او بېچاره خلکو غږ پورته کوم چې هره ورځ له دې ستونزې څخه په لسګونو هېوادوال ځورېږي.
په دغه روغتون کې درې نوعه فساد شتون لري، يو دا دى چې په دې روغتون کې له بېوزلو او غريبو خلکو څخه ناحقه پيسې اخيستل کېږي.
 دا روغتون يو دولتي روغتون دى  او ټوله درملنه بايد په کې په وړيا ډول ترسره شي، دويم دا چې دغه ښځينه ډاکټرانې له ناروغانو سره ډېره بده رويه کوي، اکثره ناروغان د دوى له بدې رويې څخه ډېر شکايت کوي، د دې ستونزې د حل لپاره موږ مخکې هم د دې روغتون مشر ته  وړانديز کړى و، چې دوى ته د بشري عاطفې او له ناروغانو سره د دوى د رويې او برخورد په هکله يو روزنيز او ښونيز ورکشاپ ترسره کړي، زموږ له دې ليکني څخه وروسته هم په دغه روغتون کې دا ستونزې د يوې څېړنې په نتيجه کې معلومې شوې، چې د پخوا په شکل موجودې دي. زه له دغه بداخلاقو ډاکټرانو څخه يوه پوښتنه کوم، چې تاسې د دې غريب او بېچاره يتيم او يسرو په پيسو زده کړه نه ده کړې؟
 ځکه په افغانستان کې زده کړې وړيا دي ډاکټره! ستا په زدکړه کې د دې خلکو لوى لاس دى او نن ته ورڅخه ناحقه پيسې اخلې  او کبر او غرور پرې کوې. يوه يادونه ضروري ګڼم چې دا خبرې د هغه چا لپاره دي چې په دې روغتون کې له ناروغانو پيسې اخلي او کبر او غرور پرې کوي او نه د هغه چا لپاره چې دا کار نه کوي، هغو  ډاکټرانو ته سلام او احترام.
دريېم دا چې ځينې ډاکټرانې په خپله شفاخانه کې له ځينو ناروغانو څخه پيسې اخلي او بيا ورته عمليات په شفاخانه کې کوي. ځينو يې بيا په دې کې خپله ګټه ليدلې ده چې  پوهنتون روغتون څخه ناروغان خپلې شخصي معاينه خانې ته راغواړي او ورته وايي چې دلته د ناروغانو ډېره ګڼه ګوڼه ده، که غواړې ښه درملنه دې وشي؛ نو زما شخصي معاينه خانې ته راشه او هلته به دې زه په ډېره ښه توګه درملنه وکړم.
 موږ په دې هکله د يو شمېر ناروغانو او پيوازانو سره هم غږېدلي يوو، دلته راغلي ناروغان او ناروغ لرونکي يا پيوازان بيا د ډاکټرانو د ناسم چلند د هغوى د بدې رويې، د منظمو روغتيايي اسانتياوو د نشتوالي، د طبي پرسونل دکموالي او د روغتون له ناپاکۍ  څخه شکايت کوي.
دوي وايي له يوې خوا يې په سمه توګه د ناروغانو درملنه او پوښتنه نه کېږي او له بلې خوا په روغتون او په تېره بيا په وارډونو او د ناروغانو په خونو کې ناپاکي دومره ډېره ده چې په خبره يې له ناروغانو سره ورغلي روغ پيوازان هم له بدو بويونو څخه په يو شمېر ناروغيو  اخته کېږي .
شکايتکونکو په خپلو  مرکوکې يادو نيمکړتياوو ته په اشاري سره د دې روغتون چارواکي په خپلو دندو کې په بې غورۍ تورن کړل او غوښتنه يې وکړه چې د خپل کاري مسوليت له مخې دې د خلکو ښې روغتيا لپاره د دې ستونزو حل لارې پيدا کړي.
له يوې راډيو څخه مې د يو خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې د دغه روغتون مرستيال ډاکټر جمال ناصر پر هغو تورنو چې روغتيايي پرسونل يې په ځانګړي ډول د جراحي عملياتو پر مهال  د پيسو غوښتنه ترې کوي او همداراز په روغتون کې يې د ډيرو ناروغيو د درملنې څانګي تړلي وي پوښتنه وکړه؟ ده وويل چې د پيسو غوښتنې په وخت کې دې ناروغ لرونکي دوى ته مراجعه وکړي تر څو له سرغړونکو سره د قانون له مخې چلند وکړي.
په ډېر تاسف سره چې ډاکټرصيب! ته په دې نه پوهېږې چې په دې روغتون کې دا فساد څومره د اوج مرحلې ته رسېدلى دى؟
 د دې ادارې د مسول په توګه په دې نه پوهېږې چې په دې روغتون کې څه روان دي؟
  آيا هغه بېوزله چې د ډاکټر په مخکې د خبرو کول جرئت نه لري  د خپل ناروغ پوښتنه له ډاکټر څخه نه شي کولاى؛  نو ستاسې درانه مقام ته به څنګه حاضر شي؟
 او دويم دا چې تاسې د څو شيبو لپاره په روغتون کې ياست، تاسې ډېر وخت په شخصي معاينه خانه کې اوسئ څومره پست او لويدلى قضاوت او ځواب؟؟؟
زه په پاى کې بيا هم د پوهنتون روغتون مشر ته وړانديز کوم چې په دغه روغتون کې د شتو ستونزو مخه ونيسه او کنه تر هغې به زما مبارزه روانه وي چې تر څو مې دا مظلوم ولس ستا او ستا د ډاکټرانو له ظلمه نه وي خلاص کړى، که چېرته له دې ليکنې وروسته هم سمون رامنځته نه شي؛ نو موږ به خپل غږ تر وزارته هم ورسو چې تر څو د دې فساد مخه ونيسو او په سيميزه کچه به هم خپله مبارزه ساتو.
که د دې روغتون لپاره د لوړو زده کړو او يا هم روغتيا وزارتونو له لوري پاملرنه ونه شي او ټولې چارې يې منظمې نه شي؛ نو لرې نه ده چې د وخت په تېرېدا سره به له اوسني حالت څخه هم بدتر شي.
يادونه: که چېرې سمون رامنځته نه شي؛ نو ډېر ژر به زه په دې روغتون کې د هغو ښځينه ډاکترانو او نرسانو نومونه، چې له ناروغانو سره بده رويه کوي او بډې ترې اخلي، مطبوعاتو ته راوباسم.