کور / شعر / غاټول

غاټول

سندره شه ټپه شه د وطن په خړه دښته
محبوبی راخوره شه دوطن په خړه دښته
جانانه د ټپی ارمان وړی وړی سلګۍ دی
راکږه شه راغوټه شه دوطن په خړه دښته
د ظـــــــــلم انتهآ ده عزرائله تلوار مکړه
یو قرن خو دمه شه د وطن په خړه دښته
راځـــه دسپرلي ناوی داوو پردو بهر شه
ګړۍ ته میلمنه شه دوطن په خړه دښته
چی ځمکی ته پرنه وځی دملالی دسر شاله
دخوار کابل جنډه شه دوطن په خړه دښته
دجـــــــــز د تابعیت د دایری نه سر بهر کړه
دروڼ صبا وږمه شه دوطن په خړه دښته
دتــورو تورو وریځو درحمت بارانه راشه
غاټول ته می چینه شه دوطن په خړه دښته
خـــــــــــــــــیردی مه ډاریږه دمغلو دستمه
راتـــیرپه څه بانه شه دوطن په خړه دښته
میرویسه لکه ګل په پټه خوله سندری وایه
نغـــــمه شه ترانه شه دوطن په خړه دښته